د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۶

ایراني پولیسو بیا هم مظاهرچیان وډبول


ایراني محصلین د پولیسو له زور زیاتي سره مقاومت کوي
ایراني محصلین د پولیسو له زور زیاتي سره مقاومت کوي

سلګونه ایرانیان ددغه هیواد د مقاماتو او دتهران دوالي له ګواښونو سره سره بیاهم دتهران سړکونو ته راووتل او دایراني محصلینو داعتراض لسمه کالیزه یې ولمانځله او یو ځل بیا یې دوروستیو انتخاباتو دنتایجو خلاف شعارونه ورکړل .

د پنجشنبې په ورځ په تهران کې دسلګونومظاهره چیانو اودپولیسو ترمینځ دنښتو رپوټونه خپاره شول .

مظاهره چیانو دالله اکبر او مړ دې وي دیکتاتور نارې وهلې .

پولیسو په مظاهروچیانو دبرقي ډنډو ګزارونه وکړل او داوښکې بهوونکي ګاز په وسیله یې دوی تیت کړل .


نښتې هغه مهال رامینځ ته شوې چې مظاهره چیانو دمحصلینو د اعتراض دلسمې کالیزې دلمانځنې لپاره دتهران دپوهنتون لورې ته مخه کړه.

لس کاله پخوا دتهران دپوهنتون محصلینو هغه مهال دیوې ورځپاڼې پرتړلو اعتراض کړی وو چې ددولتي مامورانو له خوا سخت ووهل شول .

ځینو مظاهره چیانو ددې لپاره چې پولیس یې ونه پیژني مخونه پټ کړي وو.

یومظاهره کوونکي چې داوښکو بیوونکو ګازونو له امله ټوخیده دازادۍ راډیو فارسي څانګې راډیو فردا ته وویل چې خلک یوبل تشویقوي چي ونه تښتي او خپل سوله ایز لاریوون ته دوام ورکړي .

رپوټونو وویل چې په تهران کې دولي عصر دمیدان لورې ته په لارو کوڅو کې ګڼ شمیر پولیسان او دبسیج عسکر ځای پرځای شوي وو.

دتهران دښار دغه برخه په تیرو ورځو کې دوروستیو انتخاباتو پرنتایجو دسختو او ګڼو اعتراضي مظاهرو ډګر و.


یو مظاهره کوونکي راډیو فردا ته وویل ، ده پولیس ولیدل چې دولي عصر دمیدان لورته روان مظاهره چیان یې وهل ټکول :

(( خلک ارامه وو خو پولیسوپرې برید وکړ . خلک ووهل شول او اوبه پری وپاشل شوې خو دوی بیاهم دا شعارونه ورکول او ویل یې چې پولیسانو زمونږ ملاتړ وکړﺉ . دا دنړۍ له ټولو ښه خلک دي . دوی دومره څه نه غواړي نو ولې له دوی سره دا شان چلند کیږي؟ ))

دغه مظاهرې دتهران والي مرتضی تمدن له ګواښونو سره سره بیاهم وشوې .

نوموړی ویلي وو چې دمحصلینو داعتراضونو دکلیزې دلمانځلو اویا دوروستیو انتخاباتو پرنتایجو دمظاهرو هر ډول کوشش او هڅه به دپولیسو لخوا وځپل شي .

یومظاهره کونکي فردا راډیو ته وویل چې دی دپولیسو له زورزیاتي ویریږي خوده ځکه په مظاهره کې دګډون فیصله وکړه چې دانتخاباتو پرنتایجو داعتراضي مظاهرو دوام ضروري دي .

دا مظاهره په تیرو روستیو یوولسو ورځو کې په تهران کې له ټولو لویه څرګنده مظاهره وه .



دتیرې میاشتی له انتخاباتو وروسته چې په نتیجه کې یې جمهوررییس احمدی نژاد بریالی اعلان شو سلګونو زرو خلکو په تهران او دایران په نورو لویو ښارونو کې پراخی مظاهرې وکړې خودغه مظاهرې د دولت له سخت غبرګون سره مخامخ شوې .
رسمی ارقام وایي په دغه اخ ډب کې شاوخوا شل کسه مړه شوي خو دبشري حقوقو موسسی وایي تر اته دریشو پورې کسان د ایران په ورسوتیو مظاهرو کې مړه شوي دي .


حکومت شاوخوا زرکسه مظاهره چیان ونیول چی ځینې یې بیرته خوشې شول .
XS
SM
MD
LG