د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

ازادۍ راډیو په کابل کې د کرکټ ټیم جوړ کړ


د ازادۍ راډیو د کرکټ د ټیم غړي
د ازادۍ راډیو د کرکټ د ټیم غړي

ازادي راډيو د خپل اووه كلن مطبوعاتي فعاليت تر څنګ د چارشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره د کرکټ د لوبې ټیم هم په رسمي ډول پرانیست.

په دې اړه په جوړو شويو مراسمو كې د ځينو لوړرتبه حكومتي چارواكو تر څنګ، د بېلابېلو رسنيو استازو او د ازادۍ راډيو رییس اکبر ایازي هم برخه لرله.



غونډې ته په وينا كې اكبر ايازي وويل چې ازادي راډيو د خپلو كاركوونكو د شخصي امنيت تر څنګ د دوى صحت ته هم پام كړى او د كركټ ټيم په جوړونه كې يې مرسته وكړه.

وروسته د اطلاعاتو او كلتور وزارت د ځوانانو معين محمد ظاهر غوث وويل:

”زه چې هرځاى ځم خلك د ازادۍ راډيو ستاینې راته كوي او زيات اورېدونكي لري، اوسنى اقدام يې ستايم چې خپلو ځوانو خبريالانو ته يې د سپورټ زمينه هم برابره كړه“

د ازادۍ راډيو د كركټ ټيم شپاړس لوبغاړي لري چې ۱۱ يې په ميدان كې لوبېږي او تر دې وروسته به په ځينو دوستانه لوبو كې هم برخه اخلي.

په دې اړه د جوړو شویو مراسمو نور تصویرونه دلته کتلای شۍ

د ازادۍ راډیو د کرکټ د ټیم د پرانېسې په مراسمو کې ددې راډیو پر کارکونکیو سربېره د نورو رسنیو استازو او حکومتي چارواکو هم برخه لرله
د ازادۍ راډیو د کرکټ د ټیم غړي.
XS
SM
MD
LG