د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۶

برمک :څوتنه پر بند محکوم قاچاقبران د کرزي په فرمان خوشې شوي


د نشه يي موادو پر ضد د ځانګړې قضايي او عدلي قوې ویاند سریر احمد برمک.
د نشه يي موادو پر ضد د ځانګړې قضايي او عدلي قوې ویاند سریر احمد برمک.
د باسټن ګلوب ورځپاڼې د راپور له مخې ، په دې وروستیو کې ولسمشر کرزي ، هغه پنځه تنه قاچاقچیان چې د نشه يي موادو د جرایمو د ځانګړې عدلي او قضايي قوې له خوا د اتلسو او شپاړسو کلونو په بند محکوم شوي و له قیده خوشې کړي دي .

ویل کېږي دا کسان چې د ننګرهار ولایت د پخواني جهادي قومندان حاجي قدیر او د هغه د ورورحاجي دین محمد دکورنۍ غړي دي ، ولسمشر کرزی د خپل انتخاباتي کمپاین لپاره ازاد کړي دي .

حاجي دین محمد دا مهال د ولسمشر کرزي د انتخاباتي کمپاین مشري کوي.

دا کسان له شپاړسو څخه په اتلس کلونو بند محکوم شوي وو،
باسټن ګلوب وايي دا کسان په دوه زره اوم میلادي کال کې په داسې حال کې نیول شوی و چې د پولیسو په جامو او موټر کې يې ۱۲۰ کیلوګرامه هیروین انتقالول.
ویل کېږي چې ولسمشر کرزي په دې اړه په ورکړي فرمان کې نېول شوي کسان په یوې درنې کورنۍ پورې مربوط بللي او د هغوی د خوشې کولو امر يې کړی دی.

دا چې دا کسان د ځانګړې محکمې له خوا ولې خوشې شول ایا نور کسان هم دې محکمې خوشې کړي کنه؟ ، په دې اړه حسېبې شهید د نشه يي موادو پر ضد د ځانګړي قضايي او عدلي قوې له ویاند فرید احمد برمک سره مر که کړې .

دا مرکه دلته اوریدلۍ شۍ
XS
SM
MD
LG