امریکایي چارواکي وایي له دغو عملیاتو څخه هدف دادی چې سیمه د وسلوالو طالبانو له حضور څخه پاکه شي او په دې توګه د بیارغونې د چارو لپاره ډاډ منه فضا رامینځ ته شي.
د افغانستان په جنوب کې د امریکا یي پوځیانو روان عملیات چې درې ورځې وړاندې پیل شوي، د افغانستان د جګړې په وړاندې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د نوې ستراتیژۍ د تطبق لومړنۍ ازموینه ده. اوباما داجګړه د خپلې اداری لپاره کلیدي لومړیتوب بللی دی.
په د غوعملیاتو کې چې د تیرې پنجشنبې په ورځ په هلمند کې پیل شول، د امریکا شاوخوا څلورزره پلي سمندري سرتیري هم برخه لري.
د خنجر په نامه دغه عملیات د افغانستان لپاره د سپینې ماڼۍ د ستراتیژۍ یوه برخه ده او مقصد یې دادی چې د وسلوالو طالبانو د فعالیتونو چې په وروستیو څو کلونو کې قوي شوي دي مخه ونیسي.
پوځی قوماندانانو ویلي چې له دغو عملیاتو څخه سمدستي هدف دادی چې د افغانستان په دغه ترټولو ناکراره ولایت کې د اسد د نهه ویشتمې نیټې د جمهوريٍ ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو لپاره ډاډمن امنیت ټینګ شي.
اود دې عملیاتو اوږد مهاله هدف دادی چې په سیمه کې کافي ثبات ټینګ شي څو د اقتصادي او سیاسي پرمختګونو لپاره ضمینه برابره او په دې توګه د خلکو اعتماد ترلاسه ترلاسه شي اوبالاخره دامنیتي چارو مسولیت په خپله افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي.
دامریکا مرستیال ولسمشر جو بایډن عراق ته په ناڅاپي سفر کې د تیرې پنجشنبې په ورځ وویل چې بالاخره هلته د ستونزو د هواري لپاره داقتصادي چارواود سمې ادارې رامینځ ته کیدوته اړتیا ده.
او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د بریالیتوب لپاره پوځي ځواکونو ته اړتیا شته مګریوازې پوځ کافي نه دي.
د فرانس پريس اژانس په وینا د دغولومړنیو تصفیوي عملیاتو نتیجه به د اوباما لپاره چې ادارې یې افغانستان ته د تروریزم پر ضد د امریکا د جګړې په مرکز کې ځای ورکړی، کلیدي اهمیت ولري .
د افغانستان په وړاندې د اوباما دریځ د امریکا د پخواني ولسمشر جورج بوش سره په تضاد کې دی. هغه له نظامي پلوه عراق ته لومړیتوب ورکړی وو.
خواوباما د جمهورریس په توګه له ټاکل کیدو وروسته، په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو او القاعده د ځپلواو د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره، دې هیواد ته د یویشت زرو عسکرو اود پرمختیایي چارود سلګونو کارپوهانو د استولو امرکړی دی.
ددغو ځواکونو په رسیدو سره به په افغانستان کې د ۲۰۰۸ کال او د روان ۲۰۰۹ کال ترپایه پورې د امریکایي عسکرو شمیر نژدې دوه برابره شي او ۶۸ زرو سرتیرو ته به ورسیږي.
په دې توګه به افغانستان کې د ټولو بهرنیو پوځیانو شمیر یولک سرتیرو ته ورسیږي.
په افغانستان کې د امریکایي او د ناټو دځواکونو نوي امریکايي قوماندان جنرال سټنلی مک کرسټل ته د امریکا د نوې ستراتیژۍ د عملي کیدو دنده سپارل شوې ده.
نوموړي ویلې چې تر ډیره حده به هڅه وکړي چې په پوځي عملیاتو کی ملکي خلکو ته د مرګ ژوبلې مخه ونیسي.
د ملکي تلفاتو د پیښو زیاتوالي د افغانستان پر حکومت او نړیوالو ځواکونو، دافغانانو قهر او غوصه راپارولې ده.
د اوباما ادارې په دې ټینګار کړی چې په افغانستان کې بریالیتوب یوازې د افغانانو لپاره نه بلکې د امریکایانو لپاره چې له جګړې بیزاره دي، هم د اهمیت وړ دی.
د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګیتس د تیرې جون په میاشت کې د کانګرس استماعیه غونډې ته ویلي ووچې دا زموږ لپاره ډیره مهمه ده چې د امریکا خلکو ته باید داښکاره کړو چې دغه ستراتیژي موثره ده اوموږ د دې کال ترپایه پرمختګ کوو.
ګیتس وویل دده په باور که امریکایان په دې پوه شي چی په ټپه دریدلی حالت نه دی رامینځ ته شوی، دوی به د اوږدې مودی لپاره له روانو هڅو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
خو یو شمیر نورو بیا د دې سترا تیژۍ پر بریالیتوب شک څرګند کړی دی.
په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو یوه اروپایي لوړرتبه افسر ویلي دغه نوې ستراتیژي باید لومړی ماته قناعت راکړي چې ایا واقعا دا یوه نوې ستراتیژي ده که نه؟
دی چارواکي ویلی په اوس وخت کی موږ دلته ستر بدلون نه دی لیدلی، یوازې ډیر ځواکونه، ډیر وسایل اوتجهیزات اود ډیرو پیسو ژمنې وینو چې داټول به بیاهم د ملکي او پوځی تلفاتو د زیاتیدو سبب شي چې د دې جګړې د اعتبارله ښه کیدو سره به مرسته ونه کړي.