د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۴

م.م: په تېرو درې مياشتو كې د ناامنيو پېښې په سلو کې ۳۴زیاتې شوې


نیلاب مبارز
نیلاب مبارز

په كابل كې د يوناما وياندې نيلاب مبارز وويل، نړيواله ټولنه، ملګري ملتونه او نور مدني نهادونه په دې هيله دي چې په افغانستان كې راروان انتخابات د امن په فضا كې وشي او پوره شفافيت په كې موجود وي.

نيلاب مبارز وويل ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه په ګډه تر انتخاباتو پورې د دې پروسې پر څارنه درې راپورونه جوړوي او كه چېرې په دې پروسه كې د چا له خوا كومه درغلي وشي، دوى به د اسنادو له مخې كره راپورونه او پېښې په دې عمومي راپور كې راواخلي:

”يوناما، د انتخاباتو خپلواك كميسيون په مرسته د ټاكنو څارنه او بررسي كوي چې د انتخاباتو د څارنې په برخه كې درې راپورونه جوړوي، نړيواله ټولنه په عمومي ډول له ټولو افغاني نهادونو او د كانديدانو له ډلو سره يو ځاى د ټاكنو په څارنه كې كار كوي، كه كومه سرغړونه وليدل شوه او اسناد موجود وو، په راپور كې يې يادونه كوو، په دې اړه زياته تبصره نه كوم“


د يوناما وياندې د افغانستان روانو ناامنيو ته په اشارې وويل چې ورته اندېښمن دي، هغې وويل ملګري ملتونه هيله من دي چې افغان او نړيوال ځواكونه د انتخاباتو امن په سمه ټينګ كړي. مبارز وويل هيله لري ټول افغانان په انتخاباتو كې ګډون وكړي.

ځينې كسان اوس هم د افغانستان ناكرايو ته اندېښنه لري، د يوناما وياندې نيلاب مبارز هم دې ټكي ته اشاره وكړه:


”په تېرو درېو مياشتو كې د نا امنو پېښې په سلو كې درې څلوېښت نه زياتې شوې دي.“
د ملګرو ملتونو له خوا په يوه خپاره شوي راپور كې راغلي چې د نا امنيو د زياتېدو تر څنګ په ځينو برخو كې پرمختګ هم شوى دى.

په دې وروستيو كې كابل، وردګ او لوګر كې د ناكراريو پېښې كمې شوې دي، مبارز يې وجه د افغان او نړيوالو ځواكونو ترمنځ پوره همغږي وښوده.

ملګري ملتونه وايي تېر ميلادي كال د نا امنيو په بېلابېلو پېښو كې ټولټال دوه زره يوسل او اتلس ملكېان ووژل شول، چې په سلو كې پينځه پنځوس خلك د دولت ضد كسانو په حملو او پاتې نور د افغان او نړيوالو ځواكونو له خوا وژل شوي دي.

بل لوري ته د ملګرو ملتونو د مخدره موادو د كنټرول ادارې UNODC هم تېره اوونۍ خپل نړيوال راپور خپور كړ، په راپور كې راغلي په افغانستان كې په سلو كې اوه وېشت خلكو د كوكنارو كښت پرېښى، خو راپور وايي په دې هېواد كې د نشه يي موادو كاركوونكي زيات شوي دي.

XS
SM
MD
LG