ځينو ایرانی ځوانانو دا جګړه نوره هم پرمختللې کړې او پر حکومتي انټرنېټ پاڼو حملې کوي.
ایراني ځوانان له حکومتي مقاماتو سره چې غواړي د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو پرضد د اعتراضونو په اړه معلومات کنټرول کړي، په يوه انټرنېټي جګړه کې ښکېل شوي دي.
داسې ښکاري چې اوس مهال ایراني ځوانان د انټرنېټي ټکنالوژۍ په برخه کې د حکومت له سانسوره يو ګام مخکې دي. دوی ځينې وخت حتی پرحکومتي ويبپاڼو د انټرنېټ له لارې حملې کوي او بندوي يې، خو ځوانان په خپلو کې، د فيس بوک او نورو عامه شبکو له لارې ارتباط ټينګوي او په دې توګه د حکومت د ناسمو معلوماتو مخنيوی کوي.
په نیویارک کې د پرانیستې ټولنې په نوم د انستيتوت کارپوه، ایفګيني مروزف چې د استبدادي رژیمونو پرضد په اعتراضونو کې د انټرنېټ ټکنالوژۍ د ونډې په اړه څېړنې کوي، له آزادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل له دې مخکې هم د استبدادي حکومتونو پرضد په اعتراضونو کې له انټرنېټ څخه پراخه استفاده شوې ده:
((دا طريقه په دې ورځو کې ډېره عامه شوې ده. دا لومړی ځل نه دی چې موږ داسې يو تنظیم شوی انټرنېټي کمپاین وینو. د دې مثالونه موږ د روان کال په پيل کې د اسرایيلو او غزې په کړکېچ کې ولید. او تېرکال د جنوبي اوسیتیا پرسر، د روسيې او ګرجستان په لانجه کې مو هم ولید. دې ورته جګړه مو په ۲۰۰۷ کال کې د روسيې او استونیا ترمينځ هم ولیده. د اوس لپاره په دې برخه کې کافي مهارتونه او وسایل شته، چې که کله هم څوک د يوې مسلې په اړه قهرجن شي، نو کولای شي خپل هدف په نښه او په دې حمله کې له خپل کمپيوټر څخه استفاده وکړي.))
مروزوف په ایران کې پر حکومتي ویبپاڼو حملې د خلکو له لوري د انټرنېټي جګړې يوه برخه بولي.
خو انټرنېټي حملې يوه له هغو وسلو څخه ده چې د ایراني عوام يې د حکومت له خوا د معلوماتو د کنټرول پرضد په جګړه کې کاروي.
په دې جګړه کې يوه بله وسله چې د انټرنېټي سايټونو له لارې په خپلو کې د اړیکو ساتل دي، هغه مهال په کار واچول شوه چې د ایران حکومت د ټلفون سیمه ایزې شبکې او د ټلفوني پیغامونو سیستم غیرفعال کړ.
د ایران حکومت همداراز پر مشهورو انټرنېټي پاڼو سربېره، له بهره خپرېدونکې ټلويزيوني او راډيويي شبکې هم له کاره غورځولې دي. همداراز بهرنيو خبریالانو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې د تهران د پراخو مظاهرو په اړه د راپورونو او فلمونو د جوړولو لپاره له خپلو دفترونو څخه ووزي.
خو د ایران حکومت تر اوسه نه دی توانېدلی، دا ټولنيزې شبکې چې د انټرنيټ پاڼو او د سټلايټ ټلفوني پیغامونو له لارې له یوبل سره تماس ساتي، کنټرول کړي.

دا طريقه په دې ورځو کې ډېره عامه شوې ده. دا لومړی ځل نه دی چې موږ داسې يو تنظیم شوی انټرنېټي کمپاین وینو. د دې مثالونه موږ د روان کال په پيل کې د اسرایيلو او غزې په کړکېچ کې ولید. او تېرکال د جنوبي اوسیتیا پرسر، د روسيې او ګرجستان په لانجه کې مو هم ولید. دې ورته جګړه مو په ۲۰۰۷ کال کې د روسيې او استونیا ترمينځ هم ولیده.
ایفګيني مروزف