موسوي ته د داسې يوه منځلاري سیاستوال په سترګه کتل کېږي چې له لویديځ سره د اړيکو د ښه کولو پلوي دی. د ایران زرګونو خلک په روانه اونۍ کې د موسوي په پلوي واټونو ته راووتل او مارشونه يې وکړل.
موسوي نن په تهران کې د خپلې رايې د اچولو پرمهال د ایران د ښې راتلونکې لپاره هيله څرګنده کړه او ويې ويل چې په انتخاباتو کې د خلکو له پراخ ګډون سره به ایرانیان ښه راتلونکې ولري:
((ایرانیان هیله من دي چې د موسوي برياليتوب به د ایران او لويديځ ترمينځ د تهران د اټومي پروګرام پرسر روان کړکېچ چې د ښاغلي احمدي نژاد د واکمنۍ په کلونو کې اوج ته ورسېد، اوار کړي. ))
احمدي نژاد د رايې ورکولو پرمهال د ایران د خلکو مننه وکړه چې د ده ملاتړ يې کړی:
((زه د ایران له ستر ملت څخه، د دوی د ښېګڼې، ستروالي، سرښندنې او زغم په خاطر د زړه له کومې مننه کوم. ډاډه يم چې د خلکو برخه اخيستنه به، انشاالله زموږ ملت ته د سترو کارونو، لويو پرېکړو او روښانه حرکاتو لاره پرانيزي.))
د احمدي نژاد په وړاندې ولاړ، نور کانديدان د پارلمان پخوانی مشر مهدي کروبي او دسپاه پاسداران د انقلابي ګارد پخوانی مشر، محسن رضايي دي.
د ایران پخواني ولسمشر علي اکبرهاشمي رفسنجاني چې د ولسمشر احمدي نژاد له سختو مخالفينو څخه دی، نن وويل چې دا انتخابات به د ایران د راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي. رفسنجاني چې په صندوق کې د خپلې رايې له اچولو وروسته په تهران کې خبرې کولې زياته کړه چې د ده په نظر سږني انتخابات د ایران د تاريخ تر ټولو مهم انتخابات دي او د ایران پر راتلونکې به ټاکونکی اغېز ولري.
د ایران له څه باندې اویا میلیونه نفوس څخه له شپږڅلوېښت میليونه زیات وګړي په نننيو انتخاباتو کې د رايې ورکولو مستحق دي او اټکل کېږي چې په سلو کې اويا مستحق کسان به په رای ورکولو کې برخه واخلي.
د رايو ورکولو لپاره په ایران کې دننه ټول ۴۵۷۱۳ ، او په بهر کې ۳۰۴ مرکزونه پرانيستل شوي چې ۳۲ يې په امريکا کې دي. ننني انتخابات به د تهران په وخت د مازيګر تر شپږو بجو پورې دوام وکړي، خو تمه ده چې د رای ورکولو وخت د څلورو نورو ساعتونو لپاره هم وغځول شي.
د ایران د کورنيو چارو وزارت ویلي دي چې د انتخاباتو نتيجې به د شنبې په ورځ په تدريجې ډول اعلان شي. که چېرته يو کانديد هم ونه توانېږي چې په لومړۍ دوره کې د رايو غوڅ اکثريت وګټي، نو د جوزا په نه ويشتمه نېټه به د ډېرو رايو د دوو ګټونکو ترمينځ د دوهمې دورې لپاره رايې واخيستل شي.
ایران له څه باندې اویا میلیونه نفوس څخه له شپږڅلوېښت میليونه زیات وګړي په نننيو انتخاباتو کې د رايې ورکولو مستحق دي او اټکل کېږي چې په سلو کې اويا مستحق کسان به په رای ورکولو کې برخه واخلي.
موسوي نن په تهران کې د خپلې رايې د اچولو پرمهال د ایران د ښې راتلونکې لپاره هيله څرګنده کړه او ويې ويل چې په انتخاباتو کې د خلکو له پراخ ګډون سره به ایرانیان ښه راتلونکې ولري:
((ایرانیان هیله من دي چې د موسوي برياليتوب به د ایران او لويديځ ترمينځ د تهران د اټومي پروګرام پرسر روان کړکېچ چې د ښاغلي احمدي نژاد د واکمنۍ په کلونو کې اوج ته ورسېد، اوار کړي. ))
احمدي نژاد د رايې ورکولو پرمهال د ایران د خلکو مننه وکړه چې د ده ملاتړ يې کړی:
((زه د ایران له ستر ملت څخه، د دوی د ښېګڼې، ستروالي، سرښندنې او زغم په خاطر د زړه له کومې مننه کوم. ډاډه يم چې د خلکو برخه اخيستنه به، انشاالله زموږ ملت ته د سترو کارونو، لويو پرېکړو او روښانه حرکاتو لاره پرانيزي.))
د احمدي نژاد په وړاندې ولاړ، نور کانديدان د پارلمان پخوانی مشر مهدي کروبي او دسپاه پاسداران د انقلابي ګارد پخوانی مشر، محسن رضايي دي.
د ایران پخواني ولسمشر علي اکبرهاشمي رفسنجاني چې د ولسمشر احمدي نژاد له سختو مخالفينو څخه دی، نن وويل چې دا انتخابات به د ایران د راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي. رفسنجاني چې په صندوق کې د خپلې رايې له اچولو وروسته په تهران کې خبرې کولې زياته کړه چې د ده په نظر سږني انتخابات د ایران د تاريخ تر ټولو مهم انتخابات دي او د ایران پر راتلونکې به ټاکونکی اغېز ولري.
ایرانیان هیله من دي چې د موسوي برياليتوب به د ایران او لويديځ ترمينځ د تهران د اټومي پروګرام پرسر روان کړکېچ چې د ښاغلي احمدي نژاد د واکمنۍ په کلونو کې اوج ته ورسېد، اوار کړي.
موسوي