د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۴

حميدزاده: پاكستان بايد په وزيرستان كې هم تروريستان وځپي


حميدزاده وايي، موږ خپله هڅه كوو چې تروريستان له پاكستان نه دې خوا رانه شي، خو پاكستاني ځواكونه دې په وزيرستان كې دننه عمليات پيل كړي
حميدزاده وايي، موږ خپله هڅه كوو چې تروريستان له پاكستان نه دې خوا رانه شي، خو پاكستاني ځواكونه دې په وزيرستان كې دننه عمليات پيل كړي

دافغانستان دجمهور رييس وياند وايي چې پاكستان بايد په وزيرستان كې هم د تروريزم په وړاندې جګړه چټكه كړي او د هغوى ځالي او د روزنې مركزونه له مينځه يوسي. نوموړي وویل دوی په سوات کې د روانو عملیاتو هرکلی کوي.

د ولسمشر حامد کرزي وياند همايون حميدزاده د سې شنبې په ورځ په كابل كې خبریالانو سره د خبرو پر مهال وويل:

"پاكستاني ځواكونه په سوات كې د تروريزم په وړاندې مباریزه ښه پرمخ وړې او بايد چې په دې برخه كې خپلې هلې ځلې نورو سېمو ته هم پراخې کړي."

ښاغلي حميدزاده د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل ، تروريستان ډير كله له پاكستان څخه په ځانګړې توګه له وزيرستان څخه افغانستان ته د تروريستي فعاليتونولپاره راځي.
نوموړي د پاكستان له حكومت څخه وغوښتل چې په وزيرستان كې دې هم د سوات په څېر تروريستان په ټينګه وځپي:

" موږ د هغو پوځي عملياتو چې پاكستان كې روان دي هرکلی كوو، د دې اندېښنه نه لرو چې که هلته عمليات پيل شي نو تروريستان به افغانستان ته راواوړي، ځكه موږ تجربه لرو چې تل هغوى افغانستان ته راغلي دي.

موږ خپله هڅه كوو چې تروريستان له پاكستان نه دې خوا رانه شي، خو پاكستاني ځواكونه دې په وزيرستان كې دننه عمليات پيل كړي څو د تروريستانو ځالې او تعليمي مركزونه له منځه يوسي."

په وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو په اړه شکونه:

خو د سياسي چاروكارپوهان اوڅيړونكي وايي چې پاكستان په سوات كې د افغانستان، امريكا او نړيوالې ټولنې په غوښتنه د تروريستانو په وړاندې جګړه نه ده كړې بلكې د دوى په خبره دا پوځي عمليات يې ځكه ترسره كړل چې وسله وال طالبان د پاكستان پايتخت اسلام اباد ته نژدې شوي وو.
زه په دې باور يم چې ډېر ژر به پاكستان كې حالات ښه كيږي خو په افغانستان كې په زور ازمايي پيليږي.

احمد سیدي


د سياسي چارو كاروپوه احمد سيدي وايي چې ډير ژر به له شمالي وزيرستان څخه وسله وال طالبان افغانستان ته را واوړي او ناامنۍ به د دې هېواد په ځينو برخو كې زياتې شي:

"پاكستاني ځواكونه مجبور شول چې په دير، بونير او داسې نورو سيمو كې عمليات پيل كړي، ځكه چې وسلوال طالبان شنګله او اسلام اباد ته نږدې شوي وو.
خو په مېنګوره كې جنګ ونه شو. پاكستاني اردو طالبانو لاره وركړه چې شمالي وزيرستان ته لاړ شي.
زه په دې باور يم چې ډېر ژر به پاكستان كې حالات ښه كيږي خو په افغانستان كې په زور ازمايي پيليږي."

د پاكستان پوځ څه باندې يوه مياشت مخكې د سرحد ايالت په سوات سيمه كې د پاكستاني وسلوالوطالبانو پر ضد جګړه پيل كړه او د دوشنبې په ورځ د نوموړي هېواد د دفاع وزارت اعلان وكړ چې دا سيمه يې له طالبانو څخه پاكه كړې ده.

راپورونه وايي چې په دې جګړه كې لسګونه پاكستاني پوځيان او تر زرو زيات وسلوال طالبان وژل شوي، سلګونه كورونه نړيدلي او كابو يو نيم ميليون كسان د خپلو كورونو پرېښودو ته اړشوي دي.

خو دا چې له سوات نه وروسته به په شمالي وزيرستان كې هم د تروريستانو په وړاندې د پاكستان د پوځ جګړه همداسې دوام وکړي کنه؟ دا به په راتلونکو څو اونیو کې څرګنده شي.
XS
SM
MD
LG