د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۶

بلجيم له افغانستان سره دخپلومرستوپه دوام ټينګاروكړ


دبلجیم او چک جمهوریت صدراعظمان په پروکسل کې
دبلجیم او چک جمهوریت صدراعظمان په پروکسل کې

د بلجیم صدراعظم هرمن وان رامپوکابل ته سفر وکړ او له جمهور رئیس حامد کرزي سره یې د افغانستان او سیمې د امنیت او د دواړو هیوادونو د اړیکو په اړه خبرې وکړې.

هرمن وان رامپو ددوشنبې په ورځ له حامد کرزي سره یوه ګډ خبري کنفرانس ته وویل چې هیواد به یې له افغانستان سره په پوځي او ملکي برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي

ښاغلي وان رامپو وويل د افغانستان ثبات بلجيم اوټولې نړۍ ته ستراتيژیک اهمیت لري او له دغه هیواد سره به په پوځی او ملکي برخو کې خپلو تعهداتو او مرستو ته دوام ورکړي:
"له افغانستان سره زموږ تعهد او مرستې اوږدمهالې دي, موږ د ۲۰۰۳م کال د فبرورۍ د میاشتې راهیسې په افغانستان کې پوځي حضور لرو او د نن ورځې سفر ددغه تعهد څرګندويي کوي. "

د بلجيم صدراعظم وايي ددې لپاره چې د بلجیم او نورو اروپايي هیوادونو د خلکو افکار په افغانستان کې دنوموړي هيواد د پوځونو د ماموریت په اړه مثبت وساتل شي، په دغه هیواد کې د بشر حقونه، د قانون حاکمیت او د مطبوعاتو د آزادۍ مسایلو ته پاملرنه په کار ده.

وان رامپو وویل، د افغانستان مسئله یوازې په پوځی لارې نشي حل کیدای او بالاخره سیاسي چارې ته هم اړتیا لري ده څرګنده كړه له همدې امله یې هیواد پریکړه کړې چې په دوه زرونهم او دوه زره لسم کلونو کې له افغانستان سره خپلې مرستې دوه برابره کړي او هر کال دولس ملیونه یورو مالي مرسته وکړي.

د بلجیم صدراعظم د افغانستان د جمهوري ریاست راتلونکې انتخابات مهم وبلل او ویې ویل چې هیواد یې دغې پروسې ته هم یو ملیون یورو مرسته ځانګړې کړې ده.

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د بلجیم له مرستو مننه وکړه اوڅرګنده يې كړه چې له دې هيواد سره يې دبيارغاونې په برخه كې مهمې مرستې كړيدي:

"بلجیم له هغو اروپايي هیوادونو څخه دی چې له لومړۍ ورځې یې له افغانستان سره مرسته کړې ده. د توکیو له کنفرانس نه د پاریس تر کنفرانس پورې یې له افغانستان سره مالی مرسته کړې او زموږ د هیواد په بیارغونې کې یې برخه اخیستې ده.
همداراز بلجیم په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې کې د نړۍ له نورو هیوادونو سره حضور لري."

بلجیم دا مهال په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د سوله ساتو ځواکونو په چوکاټ کې شاوخوا شپږ سوه عسکر لري چې په کندهار، کابل او کندز کې میشت دي.
XS
SM
MD
LG