د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۶

د افغانستان او سېمې په اړه د لوېدېځو ورځپاڼو غټ ټکي، يکشنبې د مې ۲۴ مه نېټه


واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼې کې په افغانستان کې د تروریزم ضد جګړه کې د ناټو اوروسیی د همکارۍ په هکله یوه مقاله کی لېکلي ، او نیویارک ټایمز بیا د هلمند په ولایت کې د زیاتې اندازې نشه يي موادو د نېولو خبره څېړلې ، د دواړو ور ځپاڼو د لېکنو غټ ټکي په دې توګه دي :

واشینګټن ټایمز وايي :

د اسلامی تندلارومخ په زیاتېدو ګواښ نه یوازې امریکا او روسیی ته متوجې دی، بلکې ډیر نورو هېوادونه یې هم له ګواښ سره مخ کړي دي .

له دې ګواښ سره د مقابلی لپاره فوق العاده ګډوهڅو حتی داسی هڅوته چی د دويمی نړېوالې جګړی په دوران کی د نازیانو پرضد د نړېوال ایتلاف په چوکاټ کې پرمخ یووړل شوي، اړتیا ده .

دورځپاڼې په وینا داځل ماموریت ډېر پېچلی دی او زیاتوي، موږ له داسې سخت دریځو وسله والوسره مخامخ یوو چې مرکزي حکومت نه لري اود جګړی له بل ډول تاکتیکونو څخه کاراخلي .

ورځپاڼه زیاتوي دوی په نړۍ کې له ډېرو ډلو سره په ګډه که څه هم په اخلاقي ملاتړ پورې محدود وي ، فعالیت کوي .

واشنګټن ټایمز لېکي، په پاکستان کې چې امریکا هغه خپل متحد بولي، القاعده او نورې تروریستي ډلې ځان دومره خوندي احساسوي چې پراخې تروریستي حملې تنظیم اوعملي کړي اود ناټو او امریکایي ځواکونو ترانزیتي لارې مختل کړي .

دورځپاڼې په وینا ځینې وختونه دوی دا کار د پاکستان د استخباراتي ادارو په مرسته کوي .

دورځپاڼې په وینا په دې ساحه کې په ګډه کار کولو په تېره اوس چې ناټو په افغانستان کې دروسیي د همکارۍ په لټه کې ده، ډېر اهمیت پیدا کړی .

واشنګټن ټایمز لیکي، دالقاعده ځپل، بې وسلې کول او له مېنځه وړل د لویدیځ هدف دی .

اوروسیه له لویدیځ سره په دې جګړه په ګډون کولو خپلې ستراتیژیکي ګټې هم خوندی کوي .

دې هدف ته د رسېدو لپاره ګډې هڅې ښایي ددې سبب شي چې د روسیي او لویدیځ ترمینځ د ترینګلواړیکو دښه کېدو لپاره هڅې ډیر ژر نتیجه ورکړي .

روسیي د ناټو ځواکونو ته په افغانستان کې له خپلې خاورې د غیر محاربوي وسایلو د انتقال اجازه ورکړې چې دا هغه خلا ډکوي چې د پاکستان په موجوده ترانزیتي لاره کې راغلې ده.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په افغانستان کې د مخدره موادو د سترې زېرمې د نیول کیدو په اړه په یوه مطلب کی لیکي :

افغان او امریکایي ځواکونو د افغانستان په جنوب کې د څلور ورځنیو عملیاتو په ترڅ کې چې د سې شنبې په ورځ پیل شوی و، د مخدره موادو یوه غټه زېرمه چې تراوسه یی ساری نه دی لېدل شوی کشف کړه.

د نشه یي موادو دا زېرمه چې وزن یې له سلو ټنو اوړی، افغان کوماندو او امریکایي ځواکونود هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې وموندله .

نیویارک ټایمزلیکي، دغه مخدره مواد د مارجې په بازارکی ترلاسه شول .

د امریکا د پوځي چارواکو په وینا دعملیاتو په جریان کې دوی له سخت مقاومت سره مخامخ شول او په نتیجه کی یي شپیته تنه وسل وال ووژل شول .

پوځ ویلي چې په دې عملیاتو کې چې له هوایي حملو څخه هم کار واخیستل شو، د دیرش ټنوپه اندازه د مهماتو بېلابېل ډولونه هم ونیول شول .

XS
SM
MD
LG