د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۰

لوېدېځو ورځپاڼو ته کتنه


U.S. - Russian-language daily "Novoye Russkoye Slovo” [NRS], published in the U.S., and other Russian language newspapers. 17Apr2009
U.S. - Russian-language daily "Novoye Russkoye Slovo” [NRS], published in the U.S., and other Russian language newspapers. 17Apr2009
د بریتانیا انډیپنډنټ ورځپاڼه په دې مقاله کې هغو شپږو بریتانیايي سرتېرو ته په اشارې سره چې په وروستیو نهو ورځو کې په افغانستان کې وژل شوي ، پوښتنه شوې چې ایا په افغانستان کې روانه جګړه په دې ارزي چې د دوی ځوانان پکې ومري ؟

بیا ویل شوي چې د بریتانیا خلک پوښتنه کوي چې دوی په افغانستان کې کوم هدف ته د رسېدوهلې ځلې کوي او ایا دا هدف ترلاسه کېدونکی هم دی او د دې ارزښت لري چې د دوی ځوانان ورباندې ووژل شي ؟

انډیپندنټ ورځپاڼه وايي د بریتانیا د خلکو دا نظر وروسته له دې لا زیات مطرح شو چې په وروستیو کې د امریکايي ځواکونو په بمبارۍ کې یوشمېرعام افغانان ووژل شول.

ورځپاڼه زیاتوي چې که څه هم په افغانستان کې د ثبات راوستل اسانه کار نه ښکاري خو ترډېره له دې سره اړه لري چې د امریکا مشران څه کوي .

انډیپنډنټ د همدې موضوع د سپړلو په لړ کې وايي ولسمشربارک اوباما د خپلې واکمنۍ په سلو ورځو کې د افغانستان لانجه نه شي ختمولی خوڅه چې د ده په حکومت کې اساسي بدلون ګڼل کېږي هغه دا دي چې د امریکا حکومت خپل تمرکز پاکستان ته اړولی او له دې لارې اټکل کېږي چې طالبانوته د ماتې امکانات زیات دي .

د انډیپینډنټ په نظر د افغانستان اوعراق حالات له یوبل سره ډېر توپیر لري اویوتوپیر یې دا دی چې په افغانستان کې بهرنیو ځواکونوپه تېره بیا امریکايي پوځیانوته د دښمن ځواک په سترګه نه کتل کېږي .

ورځپاڼه په افغانستان کې د طالبانوپرضد د جګړې په اړه لیکي چې که د هغوی پرضد نړیوال ځواکونه سخت اقدام کوي په نتیجه کې یې ډېر ملکیان هم وژل کېږي او له نړیوالوځواکونو سره د افغانانوخوشبیني کمېږي خو له بلې خوا کله چې د نړیوالوځواکونو تلفات زیاتېږي په لوېدیځوهیوادونوکې د افغانستان د ماموریت په وړاندې ولسي ملاتړ کمزوری کېږي .

همدې ورځپاڼې یعنې انډیپنډنت په یوه بله تبصره کې لیکلي چې د امریکايي ځواکونو یوازې یوې خاصې ډلې د افغانستان د ملکي تلفاتو په درو ناوړو پېښو کې لاس درلود .

ورځپانې دا ډله د امریکا د دفاع په پخواني وزیر پورې تړلې بللې او په عنوان کې یې ویلي چې د رامسفیلډ قطعه د افغانانو په وژنو تورنه ده .

ورځپاڼه زیاتوي چې د امریکا د متحدوایالتونود سمندري پلیوځواکونود خاصو قواووقومانداني یا د فراه پربالابلوک د بمبارۍ د امر مسووله ده .

د ورځپاڼې په نظر همدا ځواک په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې هم د ملکي افغانانو د وژنې مسوولیت په غاړه لري .
همدې ورځپاڼې په یوه بله تبصره کې د فراه پېښې ته په اشارې لیکلي دي چې دا ډول وژنې یوازې او یوازې طالبان پیاوړي کوي .

په دې مقاله کې هم د امریکا هماغه خاصه قطعه د افغان ملکیانو د درو واړو وژنو مسووله بلل شوې .
XS
SM
MD
LG