له امريکا څخه خپرېدونکې لاس انجلس ټایمزورځپاڼه:
دې ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې ( په افغانستان کی باید د ملکي خلکو مرګ ژوبلې محدودې شي) تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې، او په یوې برخې کې يې وايي:
د امریکا متحده ایالات د افغانستان په جګړې کې د ملکي خلکو په مرګ ژوبلې سره په دې هیواد کې د خپل بري امکانات له لاسه ورکوي.
ورځپاڼې د امریکا د پوځ د لویو درستیزانو د کمیټې د مشر امیرالبحر مایک مولین خبرې راخیستي چی وایی : د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنېوي له هلو ځلو سره سره بیا هم د افغانستان په لویدیځ کې د امریکایي ځواکونو په هوایي بمباریو کې په لسګونه ملکي خلک وژل شوي دي.
ورځپاڼه د مولین د خبرو په دوام وايي: که چیرې مرګ ژوبلې دوام وکړي نو په افغانستان کې به بری ناممکنه شي.
ورځپاڼه وړاندې لیکي : په داسې حال کې چې د امریکا د ټولوځواکونو لوی درستیز مایک میولن په کابل کی خبرې کولې، په فراه ولایت کي د امریکایي ځواکونو په هوایي بمباريو کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه نور معلومات هم خپاره شول او په کي راغلي چې امریکایي الوتکو په بالابلوک ولسوالۍ باندی ۶ ساعته پر له پسې بمبارۍ کولې او حتی له زر کیلویي بمونو څخه یې هم کار اخیستی.
لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه لیکي : ددې خبر او معلوماتو په خپرېدو سره د خلکو اعتراضونه اوانتقادونه نور هم زیات شول. د ورځپاڼې په باور: د امریکا د لویو درستیزانو د کمیټی مشر امیرالبحر مایک میولن په دي نظر دی چی په افغانستان کې د ایتلافی ځواکونو د کار په مخکي باید خنډونه ایجاد نشي ، خو دا ددې معنی نه لري چې بهرني ځواکونه دې هر هغه څه چې زړه يي غواړي وکړي ، او په خپلو تېروتنو دې په افغانستان کی د نړیوالو ځواکونو ماموریت له ستونزو سره مخ کړي.
له المان څخه خپریدونکې شپيګل مجله:
دې مجلې په وروستۍ ګڼې کې د افغانستان د ښوونځیو د انجونود برخلیک په اړه یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یې لیکي:
د طالبانود رژیم له ړنګېدو ورسته په افغانستان کې د حکومت او نړیوالې ټولنې یوه ستره لاسته راوړنه داوه چې د زرګونو انجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې خلاصی شوې او په زده کړو بوختی شوې.
شپیګل لیکی :
د افغانستان او نړیوالې ټولنې دا ویاړ او لاسته راوړنه دا مهال له مستقیم ګواښ سره مخامخ ده.
مجله د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ښونځیودانجونو مسمومېدو ته اشاره کوي او لیکي :
دا ډول ګواښونه په کندز کې هم شته او طالبان وایي چی په دې ولایت کي به هم د ښوونځیو نجونې مسمومې کړي. د همدي ګواښ له امله حکومت په کندز کې د نجونو ځینې ښوونځي تړلي دي.
مجله په پاي کې لیکي : که چیري وضعه په همدې ډول دوام وکړي نودافغانستان حکومت او نړېواله ټولنه به په یوې واقعي لاسته راوړنې کې له ناکامۍ سره مخامخ شي.
د افغانستان په اړه د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې او شپېګل مجلې دوروستیو مقالو غټ ټکي