د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۷

د کابل چاپ ورځپاڼو مهم ټکي ، د یکشنبې ورځ د غبرګولې درېيمه نېټه


په کابل کې یوه افغانه ښونکې خپلو زده کونکیو ته د تدريس پر مهال هغوی ته د کتاب یو پاڼه ښيي.
په کابل کې یوه افغانه ښونکې خپلو زده کونکیو ته د تدريس پر مهال هغوی ته د کتاب یو پاڼه ښيي.

ویسا:

د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د پاکستان د ولسمشر په حواله وايي چې اسامه بن لادن دوی ژوندی نیولې و خو امریکایانو بیرته خوشې کړ.

ورځپاڼې د موضوع په دوام د اصف علي زرداري دا وینا راخیستې چې پاکستان د سپټېمبر له یوولسمې نېټې وروسته اسامه امریکا ته وسپاره خو هغوې وروسته اعلان وکړ چې په توره بوړه کې ترې ورک شوی دی.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د دولت او وسلوالو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه د امریکا ددفاع د وزیر نوې څرګندونې خپرې کړې او د هغه په حواله يې لېکلي دي تر هغو چې طالبان جنګ کوي پخلاینه او سوله لرې برېښي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې په تهران کې د افغانستان پاکستان او ایران ترمنځ جوړیدونکې درې اړخیزې غونډې ته په اشارې لیکلي، چې په افغانستان کې د جنګ د اور مړه کېدل د سیمې د هیوادونونو په ګټه دي.

هیواد:

دې دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله د ښوونکو ورځې ته ځانګړې کړې او لیکلي يي دي چې د ښوونکو د ورځې درناوې باید د هغوې د ستونزو په هوارولو سره ونمانځل شي.

ورځپاڼې افغانستان ته د امریکايي سناتورانو د پلاوي د سفر او له ولسمشر کرزي سره د هغوی د لیدنې په اړه په یو تفصیلي مطلب کې ددغه پلاوي په حواله لیکلي دي چې له افغانستان سره يې مرستې دوام مومي.

اراده :

دې ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د تهران درې اړخیزې غونډې ته ځانګړې کړی او لېکلي يي دي چې په دې غونډه کې به د ترورېزم او نشه يې توکو پر ضد روانه مبارزه او اقتصادي همکارۍ د اجنډا په سر کې ځاې ولري.
دې ورځپاڼې هم د امریکا ددفاع د وزیر په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او لیکلي دي چې له افغانستان څخه د ځواکونو د ویستلو لپاره ځانګړې نیټه نشو ټاکلې.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د ښوونکې په ورځې تبصره کړې او د ښوونکې مقام ته يې په اشارې هغه د ټولنې معنوي پلار بللې دې.

افغانستان ټایمز :

انګلسي ژبې خېلواکې ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې د تهران په درې اړخېزې غونډې تبصره کړې او لیکلي دي چې دا ډول غونډې د سېمې د ګډو ستونزو د هواري لپاره خورا مهمې دي.

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ غوښتنه کړې څو د ترورېزم پر خلاف روان جنګ وګټلې شي.

ورځپاڼې د پاکستان په سوات سیمه کې روانو پوځي عملیاتو ته هم کتنه کړې او لیکلي يي دي چې طالبان د پاکستان پوځ بې اثره کوي.

اصلاح او انیس :

دې دواړو دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بېلابېل مطالب يې پرې خپاره کړی دي.

انیس په خپله سرمقاله کې د افغانستان پاکستان او ایران ترمنځ درې اړخیزې غونډې ته په اشارې لیکلي دي چې دا درې واړه هیوادونه یو ګډ دریځ ته اړتیا لري.

خو اصلاح هم خپله سرمقاله د ښوونکې ورځې ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې دوې د زیات درناوې وړ دي.

ملي ارمان :

دې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې په هیواد کې موجودې سیاسي کړۍ هڅولې چې د ولس مشر کرزي د واک د دوام لپاره د قانوني تشې مسله راپورته کړي او د یوې سرپرستې ادارې د جوړولو غوښتنه دې وکړي.

ورځپاڼې په یو جلا ځاې کې دا خبر ورکړې دې چې مصر له افغانستان سره د پولیسو په روزنه، کرنه او بانکدارۍ کې مرسته کوي.

ورځپاڼې د هلمند ولایت په مارجه سیمه کې د امنیتي ځواکونو لخوا شویو عملیاتو ته هم کتنه کړې او لیکلي دي چې دولتي ځواکونه د عملیاتو له بشپړولو وروسته له سیمې وتلي دي.

هشت صبح:

دې ورځپاڼې بیا په سېمه کې د موجود بحران د حل لپاره روانې هڅې څېړلي او لېکلي دي تر هغو چې په اوسنیو بحرانونو کې د سېمې د هیوادونو رول و نه څېړلې شي او د ستونزو رېښې و نه موندل شي سميز تفاهم نشي ترلاسه کیدلې.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په دې ټېنګار کړې دې چې د ثبات په ټینګښت کې د ګاونډیو هیوادونو د همکارۍ د ترلاسه کولو لپاره افغانستان باید د هغوې اندیښنې لرې کړي.

دې ورځپاڼې هم د ښوونکې د ورځې په موقع هڅه کړې چې د ښوونکو روان حالت ته کتنه وکړي او لېکلي دي چې ښوونکې له دولت نه مایوسه شوي دي.
XS
SM
MD
LG