د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۸

خبرونه

په داسي حال کي چي برتانوي ځواکونو دعراق په جنوب کي دبصري ښار زياته برخه ترخپل واک لاندي راوستي ،،دمتحده ايالاتو د پوځ او سمندري ځواکونو يونټونو دعراق د پلازميني بغداد ښارپه منځني برخه کي دزور ښودلو لپاره نوي خوځښتونه کړي دي ٠ دملگرو ملتونو عمومي منشي کوفي انان وايي دي توقع لري چي ملگري ملتونه به له جگړي وروسته عراق کي يو مهم رول په غاړه واخلي ٠ داوکراين جمهور رئيس له تاجکستان سره يو لړ تړونونه لاس ليک کوي ٠ دروغتيا چارواکي وايي دسارس د وژنکي ناروغۍ قربانيان چي په سختو تنفسي ستونزو بيليږي پرون سلو کسانو ته ورسيدل ٠

داوکراين جمهور رئيس له تاجکستان سره يو لړ تړونونه لاس ليک کوي ٠
___________________________________________________________

داوکراين جمهور رئيس ليونيد کوچما له تاجکستان څخه دري ورځنۍ رسمي ليدني لپاره نن ددغه هيواد پلازميني دوشبني ښار ته رسيږي ٠

دتاجکستان دبهرنيو چارو وزارت وياند دايتار تاس خبري آژانس ته ويلي دي چي داوکراين جمهور رئيس به دتاجکستان جمهور رئيس امام علي رحمانوف سره غونډه وکړي ٠

دايتار تاس خبري آژانس وايي چه دتاجکستان او اوکراين پلاوي به سباته دکار يو غونډه جوړه کړي اودهغي په پاي کي به دواړه اړخونه دخبرو دنتايجو په هکله يو گډه اعلاميه او ددواړه هيوادونو دحکومتونو ترمينځ دگډو معلوماتو دساتني او مخدره موادو دقاچاق په ضد هلو ځلو په هکله تړونونه لاس ليک کړي ٠

دغه راز دتاجکستان او اوکراين دعامي روغتيا او ښووني وزيران او دبانکونو رئيسان به په خپل مينځ کي دمرستو په هکله يو لړ توافقات لاس ليک کړي ٠

داوکراين جمهور رئيس مخکي له دي چي دراتلونکي پنجشنبي خپله ليدنه پاي ته ورسوي دتاجکستان دپارلمان له مشر سره گوري ٠

په داسي حال کي چي برتانوي ځواکونو دعراق په جنوب کي دبصري ښار زياته برخه ترخپل واک لاندي راوستي ،،دمتحده ايالاتو د پوځ او سمندري ځواکونو يونټونو دعراق د پلازميني بغداد ښارپه منځني برخه کي دزور ښودلو لپاره نوي خوځښتونه کړي دي ٠

دغه راز دعراق په شمال کي کردي جنگياليو چي دامريکايي پوځيانو ملاتړ ورسره دۍ دکرکوک او موصل ښارونو ته ورلنډ شوي دي ٠

امريکايي ځواکونو په بغداد کي دصدام حسين يوه ماڼۍ نيولي ده ٠
دغه راز دغو ځواکونو ديو څه مودي لپاره دالرشيد هوټل او دعراق داطلاعاتو وزارت چاپيره سيمي ته ورلنډ شوي وو ٠

دعراق په شمال کي دامريکايي برتانوي ايتلاف الوتکي او ځمکني ځواکونه دکردي هغو جنگيالو ملاتړ کوي چي دديباغه ستراتيژيک ښار يي نيولۍ دۍ ٠
کردي جنگيالي غواړي دعراق په شمال کي لويو ښارونو _ موصل او کرکو ک ته خپله لاره پرانيزي ٠

دعراق په جنوب کي برتانوي ځواکونه په پاي کي په دي بريالي شوي دي چي دعراق ددوهم لوي ښار بصري مهم ځايونه ونيسي ٠
په قطر کي دايتلافي ځواکونو په قوماندانۍ کي دبرتانوي ځواکونو وياند تورن لوکوود وويل چي : سره له دي چي دبصري په ځينو برخو کي دبعث گوند عناصر مقاومت کوي ددغه ښار کلابندي چي دوه اونۍ يي دوام وکړ پاي ته رسيدلي ٠
نوموړۍ وايي ٠٤٠٧٤٤
مونږ په بصره کي بريالي عمليات ترسره کړي دي ، ددغه ښار ډيره برخه اوس زمونږ په لاس کي ده ٠ دښار په زړه برخه کي يو څه مقاومت شته چي مونږ به ورسره چلند وکړو ٠

وروسته له دي چي دعراق مقاومت گوښه شو دبصري ښار دنژدي يو نيم ميليون اوسيدونکو څخه په سلگونه خلک دبرتانوي ځواکونو هرکلي لپاره پرون سړکونو ته راوتي وو ٠ ځينو کسانو برتانوي ځواکونو ته دگلاپو گلان ډالۍ کړل ٠

دملگرو ملتونو عمومي منشي کوفي انان وايي دي توقع لري چي ملگري ملتونه به له جگړي وروسته عراق کي يو مهم رول په غاړه واخلي ٠

کوفي انان وايي : ٠٤٠٠٧٨٤
زه توقع لرم چي ملگري ملتونه به يو مهم رول په غاړه واخلي ، او که چيري موضوع دنوي حکومت او يا لنډمهالي اداري دجوړولو لپاره دآسانتيا وو برابرولو په هکله وي ،، ملگري ملتونه په سيمه کي ښه تجربه لري ، مونږ دبيارغوني په ډگر کي کار کړۍ چه د مرستنديو هيوادونو او دملگرو ملتونو دنورو موسسو له خوا ترسره شوۍ ٠

دغه راز پرون دملگر ملتونو عمو مي منشي اعلان وکړ چي ده دپاکستان يو پيژندل شوي ديپلومات رفيع الدين احمد په دي مسئله کي دنړيوالي ټولني سره گډو ترتيباتو په هکله خپل ځانگړي مشاور ټاکلۍ دۍ ٠
کوفي انان وويل چي عراقيان ښايي دخپلي سياسي راتلونکي مسئول وي او په خپلو طبيعي زيرمو واک ولري ٠
کوفي انان دمتحده ايالاتو دهغه پلان په هکله چه غواړي په عراق کي له جګړي وروسته يو لنډمهالۍ حکومت رامينځ کړي څه نه دي ويلي ٠
دملگرو ملتونو دعمومي منشي وياندڅرگنده کړه چي کوفي انان د چهارشبني په ورځ دفرانسي برتانيي آلمان او روسيه په لور خوځيږي او ددغو هيوادونو له مشرانو سره به له جگړي وروسته عراق په اړوند مسايل وڅيړي ٠

دروغتيا چارواکي وايي دسارس د وژنکي ناروغۍ قربانيان چي په سختو تنفسي ستونزو بيليږي پرون سلو کسانو ته ورسيدل ٠

پرون په هانگ کانک سنگاپور او چين کي ددغي ناروغۍ له امله دري کسان مړه شوي دي ٠
له بلي خوا دبرازيل چارواکي وايي يو هغه ايتالوي وگړۍ چه له پاريسي څخه په الوتکه کي دغه هيواد ته رسيدلي او سارس ناروغۍ نښي په کي ليدل شوي دريو ډي جانيرو ښار په يو روغتون کي ددرملني لاندي نيول شوۍ دۍ ٠
دا په برازيل کي دسارس ناروغۍ دوهم حالت شمير ل کيږي ٠

دغه راز هندي چارواکو پرون په هيواد کي ددغي ناروغۍ لومړني شکمن حالت اعلان کړ او وي ويل يو امريکايي وگړۍ چه له چين څخه دبمبۍ ښار ته رسيدلۍ دناروغۍ نښي په کي ليدل شوي ٠
فرانسي هم پرون په هيواد کي دسارس بيمارۍ دوهم پيژندل شوۍ حالت اعلان کړ او وي ويل چي دوه نور شکمن حالات هم شته ٠

روسي چارواکي دهيواد په ليري خيتځ کي هلي ځلي کوي چي ددغي ناروغۍ دخپريدو مخه ونيسي او هغه اورگاډي چه له چين څخه هيواد ته ننوځي تعقيموي ٠
دروغتيا نړيواله موسسه ددغي ناروغۍ داصل پيژندلو لپاره هلي ځلي کوي ٠
سلطان محمد سرور

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

پاکستاني پولیسو درې افغان خبریالان نیولي دي

د اسلام اباد په فیصل ټاون کې پاکستاني پولیسو درې افغان خبریالان نیولي دي.

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې میشت افغان خبریال نورالله اکبري ازادي راډیو ته وویل، " د امریکا غږ پخوانی خبریال عاشق الله جلالزی، د ارزو ټلویزیون پخوانی خبریال ذکرالله یزداني او د یوې محلي راډیو کارکوونکی عتیق الله رحیمي نن سهار سې شنبه پولیسو نیولي او حاجي کمپ ته يې انتقال کړي دي".

که څه هم تراوسه معلومه نه ده چې دا خبریالان ولې نیول شوي، خو ډیر کله پاکستاني پولیس په دې هېواد کې میشت افغانان د ویزو د نه درلودو له کبله نیسي او بیرته يې افغانستان ته دپیورټ کوي.

د پاکستان حکومت په دې وروستیو میاشتو کې په زرهاوو افغانان د دوی په ټکو د قانوني اسنادو د نه درلودلو له امله بیرته افغانستان ته اخراج کړي دي.

د بنګله دېش لومړۍ ښځینه صدراعظمه خالده ضیا په ۸۰ کلنۍ کې مړه شوه

خالده ضیا - عکس ارشیف
خالده ضیا - عکس ارشیف

د بنګله دیش لومړۍ ښځینه صدراعظمه خالده ضیا، او د لرې کړای شوې مشرې شیخ حسینې اصلي سیاله، د اوږدې ناروغۍ له امله مړه شوه. دا ۸۰ کلنه وه.

د ضیا د بنګله دیش نشنلسټ ګوند (BNP) د سې شنبې په ورځ پر فیسبوک پاڼه ولیکل:

"زموږ د خوښې مشره نوره زموږ سره نشته. هغې نن سهار ۶ بجې له دې نړۍ سترګې پټې کړې."

ضیا غوښتل په راتلونکې فبرورۍ میاشت کې د درېیمې دورې لپاره هم د صدراعظمې په توګه نومانده شي. دا به وروسته له هغه لومړي انتخابات وي چې په دې هیواد کې په۲۰۲۴ کال کې د مشهور انقلاب په نتیجه کې شېخ حسینه له واکه لیري شوه.

خالده ضیا وروسته له هغه په ۱۹۹۱م کال کې د بنګله دېش لومړۍ ښځینه صدراعظمه شوه چې مېړه یې – د هغه مهال ولسمشر ضیا الرحمان ووژل شو.

دې د خپلې کاري دورې پر مهال په زندان او کور کې د نظر بندۍ وختونه هم تېر کړي ول. دې ته د فساد له تورونو هغه مهال برات ورکړل شو او د درملنې لپاره لندن ته د سفر اجازه ورکړل شوه چې شېخ حسینه له واکه لیري شوه.

ټرمپ خبرداری ورکړی که ایران خپل اټومي پروګرام مخته یوسي امریکا به د اسراییلو له بریدونو ملاتړ وکړي

مارالاګو ماڼۍ کې د ټرمپ او نتنیاهو لیدنه
مارالاګو ماڼۍ کې د ټرمپ او نتنیاهو لیدنه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې که ایران نوې اټومي موافقه ونه مني او خپل توغندیز او اټومي پروګرامونه پرمخ بوځي نو هغه به پر ایران د اسراییلو د نورو بریدونو ملاتړ وکړي.

هغه د فلوریډا په مارا-لاګو ماڼۍ کې د اسراییلو له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره د یوې غونډې په ترڅ کې وویل: "زه اوس اورم چې ایران هڅه کوي بیا ځان جوړ کړي، او که دا پیښ شي، موږ به یې ودروو."

ټرمپ اشاره وکړه چې که د ایران د اټومي پروګرام د بندولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې ناکامې شي نو سمدستي مداخلې ته به اړتیا وي.

د ایران د رهبر ایت الله علي خامنه ای لوړ پوړي سلاکار علي شمخاني په ایکس شبکې کې په یوه پوسټ کې وویل چې د ایران توغندیز او دفاعي وړتیاوې "د مهار وړ نه دي او د چا په اجازې نه دي تړلي."

هغه زیاته کړه: "هر ډول یرغل به د سمدستي او سخت غبرګون سره مخ شي داسې چې د طراحانو له تصوره به هم بهر وي."

اسراییل د جون په میاشت کې د ۱۲ ورځو لپاره له ایران سره جګړه وکړه او له امریکا سره په ګډه یې د ایران مهم اټومي تاسیسات هم بمبار کړل.

د جرمني یوې محکمې پر یهودانو د برید د پلان په تور د یوه افغان د زنداني کولو امر کړی

د جرمني پولیسو یو انځور
د جرمني پولیسو یو انځور

د جرمني د عدالت فدرالي محکمې د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې دغه افغان د نومبر په پنځمه په ډنمارک کې د جرمني په غوښتنه نیول شوی او د یکشنبې په ورځ جرمني ته وړل شوی دی.

د بیان په اساس دغه کس تورن دی چې د ایران په جاسوسۍ له یوه بل تورن افغان الاصله ډنمارکي سره یې اړیکې درلودې.

داسې انګیرل کېږي چې تازه نیول شوي افغان د ایران په جاسوسۍ تورن افغان – ډنمارکي سره ژمنه کړې څو یوه دریمګړي ناپيژاند ته وسله برابره او په جرمني کې پر یهودي اهدافو بریدونه وکړي.

۵۳ کلن ډنمارکی افغان هم تېره جون د ډنمارک په ارهوس کې نیول شوی او دمګړۍ په جرمني کې تر محاکمې مخکې په توقیف کې ساتل کېږي.

هغه د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو له قدس ډلې سره په همکارۍ تورن دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینډټ ویلي شکمن جاسوس هڅه کوله چې د بریدونو د ترسراوي لپاره خلک وګماري.

ایران هغه تورونه رد کړي وو.

ملګري ملتونه وايي له پولیو د پاک افغانستان د هدف لپاره هڅې کوي

افغانستان کې د پولیو واکسین تطبیق
افغانستان کې د پولیو واکسین تطبیق

د کډوالۍ نړیوال سازمان آی او ام وايي په ګډه له پولیو د پاک افغانستان هدف ته رسیدلی شو.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور په اساس په ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې د پولیو ۹ پېښې ثبت شوي حال دا چې دا شمېر تېر ۲۰۲۴ کال ۲۵ وو.

د آی او ام سازمان ویلي په ۲۰۲۵ کال کې یې لرو پرتو سیمو ته د پولیو د واکسین ټیمونه ور لیږلي څو خلک په تېره راستانه شوي افغانان خپل ماشومان واکسین کړای شي.

تر دې مخکې له پولیو د پاک افغانستان بنسټ د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې ټینګار کړی چې د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ تګ راتګ کوونکي ټول مسافر باید واکسین شي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ په مخ دوه هېوادونه دي چې پولیو پکې له منځه نه ده تللې.

ریچارډ بنیټ په ایران کې د جنرال سریع د وژنې د څېړلو غوښتنه وکړه

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ، د افغانستان پخواني جمهوري نظام د پولیسو د یوه قومندان اکرام الدین سریع د وژنې په اړه د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

ښاغلی سریع د تیرې چهارشنبې په ماښام له خپل دفتر څخه کور ته روان و چې په تهران کې د دوو مخ پټو وسله والو له خوا ووژل شو.

د جنرال سریع سربیره، محمد امین الماس، یو بل پخوانی افغان پوځي هم ووژل شو.

ښاغلي بینټ نن په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې لیکلي چې د وژنو عاملین باید وپیژندل شي او عدالت ته وسپارل شي.

هیڅ ډلې یا فرد د وژنې مسؤلیت نه دی منلی.

د طالبانو ځینو مخالفینو، له دې ډلې د آزادۍ جبهې مشر یاسین ضیا، ادعا کړې چې طالبان د دوو پخوانیو سرتیرو د وژنې تر شا وو. طالبانو لا د سریع د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
اخوا د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم له ایران غوښتي چې د دغسې وژنو مخه ونیسي او د ده په خبره "د ترهګرو لاسونه له ایرانه لنډ کړي".

د ګلوب ساکر جایزې؛ عثمان ډمبله د کال غوره فوټبالر او رونالډو د منځني ختیځ غوره لوبغاړی

عثمان ډمبله
عثمان ډمبله

عثمان ډمبله د ګلوب ساکر د ۲۰۲۵ کال د غوره فوټبالره جایزه وګټله.

د ګلوب ساکر د سپورتي جایزو مراسمو پرون په دوبۍ کې ترسره شول.

ډمبله د فرانسې د پاریسنټ جرمن ټیم غړی دی.

عثمان ډمبله چې سږ کال یې د طلا توپ یا بلون ډي اور هم ګټلی وتوانېد د نړۍ نور غوره فوټبالران لکه کیلیان ایمباپي، رافینها، ویټینها او لامین یامال شاته پریږدي.

کریسټیانو رونالډو بیا د منځني ختیځ د کال د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

د منځني ختیځ غوره لوبغاړي جایزه کریستیانو رونالډو وګټله
د منځني ختیځ غوره لوبغاړي جایزه کریستیانو رونالډو وګټله

رونالډو د سعودي عربستان په لیګ کې د النصر لپاره لوبیږي.

د بارسلونا مخکښ ځوان لوبغاړي لامین یامال هم له لاسته راوړنو ډکه شپه درلوده. هغه درې جایزې وګټلې: د لا لیګا د ۲۳ کلونو څخه کم عمره د کال غوره لوبغاړی، غوره فارورډ او د مارادونا جایزه.

د ټینس نامتو لوبغاړي نوواک جوکوویچ چې ۲۴ ځله د ټینس ګرانډ سلم اتلولي لري له کریستیانو رونالډو څخه په الهام د ګلوب ساکر لومړنۍ جایزه خپله کړه.

پاریس سینټ جرمن ټیم هم د کال د نارینه وو د ټیم لقب وګاټه.

هنګاو: سږکال ایران ۸۵ افغانان اعدام کړي دي

ارشیف
ارشیف

د هنګاو په نوم د بشري حقونو یو سازمان وایي چې ایران د ۲۰۲۵ کال له پيله ۸۵ افغانان اعدام کړي دي.

دغه سازمان پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې تر ټولو تازه پیښه کې پرون یکشنبه ( د جدي ۷مه) د بسم الله تاجک په نوم یو افغان د ایران د بندر عباس په مرکزي زندان کې اعدام شو.

هنګاو لیکلي چې د اعدام شویو افغانانو تورونه تر ډیره د نشه یي موادو قاچاق او یا هم عمدي قتلونه وو.

تېر ۲۰۲۴ کال کې بیا په ایران کې د اعدام شویو افغانانو شمېر ۸۰ تنه و.

د بشري حقونو سازمانونه تل له ایرانه غواړي چې خپل قضایي نظام اصلاح او د اعدام سزواې پای ته ورسوي.

یو.ان.هبیتات: د کابل د هرو ۵ اوسیدونکو له ډلې ۴ په غیر رسمي هستوګنځېو کې اوسیږي

د کابل ښار یوه څنډه
د کابل ښار یوه څنډه

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام ( یو.ان.هبیټات) وایي، د کابل د هرو پنځو اوسیدونکو له ډلې څلور هغه په غیر رسمي هستوګنځایونو کې اوسیږي.

دغه بنسټ پرون یکشنبه ( د جدي ۷مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان د ښاري نفوس څلویښت فیصده د کابل ښار اوسیدونکي دي.

د دوی په ټکو عمده برخه دغه اوسیدونکي په غیر رسمي کورونو کې ژوند کوي.

د یو.ان.هبیټاټ په وینا د کابل اوسیدونکي د اقلیمي بدلونونو، سیلابونو، ځمک ښویدنې په وړاندې او د پیاوړ ودانیو د نه لرلو له کبله زیانګالي دي.

که څه هم د کابل کره نفوس معلوم نه دی، خو ځینې راپورونو کې د ۴ تر ۷ میلیونو پورې یادیږي.

شمالي کوریا لرې واټن ویشتونکي کروز توغندي و ازمایل

ارشیف
ارشیف

د شمالي کوریا دولتي رسنیو نن دوشنبه ( د جدي ۸مه) ویلي چې دغه هېواد د لرې واټن ویشتونکي دوه کروز توغندي ازمویلي دي.

فرانس پریس لیکلي چې دغه ازموینه د یکشنبې په ورځ د کوریا ټاپوزمې په لویدیځ کې ترسره شوه چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون هم ورغلی و.

ازمایل شویو توغندیو دوه ساعته مزل کړی دی.

چارواکو دې ازموینې ته د بهرنیو ګواښونو په وړاندې " د جګړه ییز چمتوالي" نوم ورکړی دی.

شمالي کوریا وخت نا وخت د خپل توغندیز او اټومي قدرت د واک نندارې کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG