د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۵

امریکايي پراختیايي ادارې په افغانستان کې ځینې پراختیايي پرژې په ټپه درولي


واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې په افغانستان کې د ځینو مهمو پراختیایي پروژو د کارونو د دریدو په اړه یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یې راغلي، امریکایی چارواکې اړ شوې چې په افغانستان کې د هغو دریو سترو پراختیایي پروژو کارونه په ټپه ودروي، چې مقصد یې د افغانستان په جنوب کې د امریکا د پوځي ستراتیژۍ لپاره د خلکو د ملاتړجلبول وو. دا په داسي حال کې ده، چې د افغانستان جګړه یوې حساسې مرحلې ته رسیدلې ده.

ورځپاڼه د یوه جګ پوړې امریکایي چارواکي له خولې لیکي، دا پروژې چې له سېمه اېزو حکومتونو سره مرستې، د کرنې پراختیا او روزنېزې چارې په کې شاملې دي، د کانګرس د بیروکراسۍ او د بودجې کمولو له وجې بندې شوي دي او دا مهم پروګرامونه به د اوړې د جګړو د ختمیدو تر وخته بیرته پیل نه شي.

واشنګټن پوسټ زیاتوي، امریکایي قوماندانانو د دغو پروګرامونو د بندیدو په اړه اندښنې څرګندې کړې او وایي، دا پروګرامونه چې د امریکا د نړیوالې پراختیایي موسسې یا یو. اېس. ایډ له خوا پر مخ وړل کیدل، په بندیدو سره یې د دوی نورکارونه ځنډول کیږي.

ورځپاڼې په افغانستان کې د یوه جګ پوړې امریکایي چارواکي خبره راخیستې، چې وایي، له دغو پراختیایي پروګرامونو پرته، دوی خلکو ته پورته نشي کتلای.

ورځپاڼه لیکي، کله چې امریکایي قومندانانو اعتراضونه زیات کړل، د امریکا نړېوالې پراختیايې موسسې، موقت یا لنډ مهالې کارونه تر لاس لاندې ونیول.

د دغې موسسې جګ پوړي چارواکي وایي، د بودجې کمښت به په افغانستان کې د کرنې په برخو کې او له سېمه اېزو حکومتونو سره د امریکا په مرستو اغیز ونه کړي.

ګارډین:

انګلستان چاپ ګارډین ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې د ثور د اتمې یعنې په افغانستان کې د مجاهدینو د بري په اړه یوه مقاله لیکلې او د پیل په کرښو کې یې لیکي:

د ثور اتمه په افغانستان کې د روسانو په سرو لښکرو باندې د مجاهدینو د بري ورځ ده.

ورځپاڼه لیکي، د ۱۹۸۰ لسېزې مجاهدینو د ننیو طالبانو په څېر د مقدس جهاد کلمه استعمالوله خو د هغه وخت او نن ورځې جهاد زیات توپېر لري.

د ورځپاڼې په باور، د پخوانیو مجاهدینو او طالبانو تر منځ مهم توپېر دا دی، چې پخوانیو مجاهدینو عنعنوي جهاد کاوه او تر ډېره حده به یې د منابعود کنټرول او د خپلو وسله والو د شمېر د زیاتولو لپاره له خپلو رقیبانو سره سیالۍ او دښمنۍ کولې او هر چا چې به زیات قوت درلود واکمني به یې کوله.

خو بیا هم دا جګړه جهاد بلل کیده او دا ځکه چې د سیاسي مشروعیت لپاره له دغې دینې کلمې څخه کار اخیستل کیږي.

ګارډین وړاندې لیکي، طالبان په ۱۹۹۶ کال کې واکمن شول او د پخواینو مجاهدینو پر خلاف یې د عنعنوي جهاد څخه مخ واړاوه.
XS
SM
MD
LG