د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

والسټریټ ژورنال: امريکا ته لېږدول شوي افغانان له نامعلوم وضعيت سره مخ دي


ارشيف: د امريکايي ځواکونو له لوري له افغانستانه د تخليې پروګرام يو انځور
ارشيف: د امريکايي ځواکونو له لوري له افغانستانه د تخليې پروګرام يو انځور

والسټریټ ژورنال:

والسټریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه لیکنه کې ویلي، هغه افغانان چې د امریکا متحده ایالتونو ته لېږدول شوي له نامعلوم وضعيت سره مخ دي او په دې هېواد کې د دایمي اقامت د ترلاسه کولو په لټه کې دي.

لیکنه د یو افغان په کیسه پیلېږي.

ورځپاڼه لیکي، کله چې اسرار له څلور سوه نورو افغانانو سره له کابل څخه امریکا ته په الوتکه کې سپور شو، د ملي امنیت دې افسر ویلي یو څه یې احساس کړل چې د اوږدې مودې لپاره یې نه درلودل او هغه د خوندیتوب احساس دی.

خو د افغانستان دا پخوانی ډګروال چې شمالي کارولینا ته تر رسېدو مخکې یې دوه لسیزې له طالبانو سره په جګړه کې تېرې کړي وايي, د خوندیتوب د احساس ځای اوس زړه نا زړه حالت او ناڅرګندتيا نیولی دی.

اسرار او کورنۍ یې د هغو شا او خوا اتیا زره افغانانو په ډله کې دي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته د امریکا متحدو ایالتونو ته انتقال شول خو ډېر یې نه پوهېږي چې د اقامت اجازه به ورکړل شي او که نه.

په لیکنه کې ویل شوي، هغه افغانان چې د کور او کار د موندلو هڅې یې پیل کړي هم په یو ډول بې باوره‌ حالت کې دي ځکه د ویزې یا ګرین کارډ تر لاسه کولو لارې چارې روښانه نه دي.

د امریکا د جمهور ریس جو بایډن حکومت له کانګرس غوښتي چې ټولو هغو افغانانو ته دې امریکا کې د اقامت شرایط برابر کړي چې له دې هېواد څخه د طالبانو له واکمنۍ وروسته امریکا ته ایستل شوې دي.

ورځپاڼه‌ لیکي چې د داسې یو قانون د تصویب په اړه په کانګرس د لا څېړنې په خاطر کار ځنډېدلی دی.

ګلوبل اينډ مېل:

د ګلوب اینډ مېل کاناډايي ورځپاڼې په یو مطلب کې لیکلي د مدافع وکیلانو یوه ډله د کاناډا له دولت غواړي چې په کاناډا کې دې د یو شمېر افغان کډوالو د ملاتړ د غوښتنو لپاره محدودیتونه لرې کړي، یا دې لږ تر لږه د ردد شوو غوښتنو شمېرل ودروي.

په ليکنه کې وړاندې لولو چې د کاناډا دولت تېره مياشت يو نوی پروګرام وړاندې کړ چې کاناډایي افرادو او سازمانونو ته اجازه ورکوي څو د هغو درې زرو افغان کډوالو ملاتړ وکړي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنرۍ او يا بل کوم بهرني هېواد د کډوالو په توګه نه دي پېژندلي.

په هغه ليک کې چې تېره اونۍ د کاناډا د کډوالو چارو وزارت ته استول شوی يو رضاکار چې د نارترن لايټس په نوم يو نادولتي سازمان لري او له افغان کډوالو سره مرسته کوي ويلي، چې د افغان کډوالو لپاره نوی پروګرام د هغو اسانتياوو په مقايسه چې د اوکراينيانو لپاره برابرې شوي ډېر نا متناسب دی.

د اکټوبر په ۲۲ مه نېټه په دې استول شوي ليک کې هيډر فاينلي د کاناډا د کډوالو د چارو له وزیره غوښتي چې پر هغه پروګرام چې د افغان کډوالو لپاره ډيزاين شوی له سره غور وکړي.

XS
SM
MD
LG