د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

مېلر: له اوږدې مودې راهیسې د داعش د فعالیتونو د احتمال په اړه اندېښمن یوو


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، مېتیو مېلر
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، مېتیو مېلر

تېره اوونۍ په کندهار او مسکو کې د داعش ډلې له بریدونو وروسته، د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د داعش خراسان ډلې د وړتیا په اړه اندېښنه ښيي.

د دې وزارت ویاند مېتیو مېلر چې پرون یې په واشنګټن کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکول وویل، متحده‌ایالاتو روښانه کړې چې د داعش خراسان ډلې په اړه باید هوښیار و اوسوو او د دې هدف لپاره دوی له خپلو متحدانو سره په ګډه کار کوي.

هغه په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د ګواښ او فعالیت په اړه وویل:

"د افغانستان په اړه باید ووایم چې موږ تل ویلي، مهمه ده چې دا هېواد نور د ترهګرو لپاره په امن پټن‌ځای بدل نه‌شي، هغوی چې غواړي امریکا ته زیان ورسوي. موږ په افغانستان کې ترهګرو سره د حساب کولو په برخه کې خپله ژمنتیا ښودلې ده، خو موږ طالبانو ته هم روښانه کړې چې په افغانستان کې دننه له ترهګرو ډلو سره مبارزه د دوی په ګټه ده. "

د طالبانو حکومت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې څرګندونو په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې بېلابېلو چارواکو ویلي چې داعش د افغانستان لپاره لوی خطر نه‌‌دی.

په داسې حال کې چې داعش خراسان څانګې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، په طالب چارواکو د بریدونو په ګډون، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خونړۍ حملې کړي دي.

طالب چارواکو بیا د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه اندېښنې رد کړي او د دې ډلې د ځپلو ادعا یې کړې
طالب چارواکو بیا د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه اندېښنې رد کړي او د دې ډلې د ځپلو ادعا یې کړې

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پومپیو نن په خپله ایکس‌پاڼه په مسکو کې د داعش ډلې برید ته په اشارې لیکلي: "دا برید ښيي چې د داعش ګواښ لا تر اوسه پای ته نه‌دی رسېدلی. "

ښاغلي پومپیو د نیوکې په ډول دا هم لیکلي: "د افغانستان په اړه د بایډن چلند دا ګواښ لا زیات کړی دی."

له دې وړاندې جمهوري غوښتونکي سناتور لیندسي ګراهام په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې په مرکزونو د بریدونو غوښتنه کړې وه.

ښاغلي ګراهام په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي وو: "باید په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې اړوند اهداف سخت په نښه کړو او مخکې له دې چې ناوخته شي، د هغوی عملیات شنډ کړو. "

د ویلو ده چې د یک‌شنبې په ورځ د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک‌کال هم د داعش خراسان څانګې د عملیاتي توان لوړېدو ته اندېښنه ښودلې وه.

مک‌کال د " CBS "ټلویزیون "Face the Nation "خپرونه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا داعش کولای شي په امریکا برید وکړي ویلي و؛ "هغه ته داسې برېښي. "

خو د طالبانو حکومت بیا تل ادعا کړې چې اجازه نه ورکوي، څو د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

XS
SM
MD
LG