د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

کابل کې د ۲۰۲۴ کال لومړۍ چاودنه او د ملکیانو مرګ ژوبله


د پرونۍ پېښې تصویر
د پرونۍ پېښې تصویر

په افغانستان کې د ۲۰۲۴م کال په لومړۍ چاودنه کې چې د کابل د لوېدیځ په شیعه مېشته سیمه، دشت برچي کې شوې د لږ تر لږه دوو ملکیانو د وژل کېدو او ۱۴ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د طالبانو حکومت د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پرون ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې چاودنه کې یو کاسټر ډوله موټر په نښه شوی دی.

هغه د دې پېښې په باب چې د دې راپور تر جوړېدو یې چا مسوولیت نه دی منلی، د څېړنو د پیل خبر ورکړی دی.

تر دې مخکې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان ولایت څانګې د کابل په لوېدیځ کې د ځینو خونړیو حملو مسوولیت منلی دی.

په نومبر میاشت کې هم په دشت برچي کې چاودنه شوې وه چې لږ تر لږه ۷ کسان یې وژلي وو او مسوولیت یې د اسلامي دولت ډلې د خراسان ولایت څانګې داعش منلی و.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، که څه هم پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ناامنیو اندازه ډېره کمه شوې ده، خو ځینې وسلوالې ډلې لکه د اسلامي دولت ډلې د خراسان ولایت څانګه یا داعش، لا هم یو جدي ګواښ ګڼل کېږي.

داعش ډلې تېر کال د بلخ لپاره د طالبانو د والي داود مزمل د وژنې مسوولیت هم منلی و
داعش ډلې تېر کال د بلخ لپاره د طالبانو د والي داود مزمل د وژنې مسوولیت هم منلی و

داعش ډلې د ۲۰۲۳م کال په اګست میاشت کې د بلخ لپاره د طالبانو د والي محمد داوود مزمل د وژنې مسوولیت هم منلی. هغه په خپل دفتر کې په بمي حمله کې ووژل شو.

د طالبانو حکومت ویلي چې داعش ډله یې تر ډېره ځپلې او اجازه نه ورکوي چې تروریستي ډلې د افغانستان له خاورې په استفاده نورو هېوادونو ته کوم ګواښ پېښ کړي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد تېره اوونۍ په کابل کې د تېر کال پر مهال د داعش ډلې په حملو کې د ۹۰ فیصده کموالي خبر ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د متحدو ایالتونو استخباراتو ویلي چې په افغانستان کې دېره داعش ډله د ایران د کرمان ښار د تېرې چهارشنبې ورځې په چاودنو کې لاس لري.

دوو باخبره سرچینو تېره جمعه رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د امریکا له خوا راټول شوي مخابراتي اطلاعات دا ثابتوي، دا حمله چې نږدې ۱۰۰ کسان یې ووژل، د اسلامي دولت ډلې د خراسان ولایت څانګې یا داعش دوو حمله کوونکو کړې ده.

د رویټرز اژانس په وینا، د امریکا د متحدو ایالتونو استخباراتي ادارې په دې باب له تبصرې ډډه کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې دغه راپور رد کړی دی.

هغه ویلي چې داعش په افغانستان کې کوم ظرفیت او حضور نه لري چې پر ایران کې کومه حمله پلان کړي.

په عین حال کې، د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ويلي، طالبان باید په افغانستان کې د تروریزم په وړاندې مبارزې ته ژمن پاتې شي.

متیو الن مېلر 'Matthew Alan Miller' تېره پنج شنبه په یوه کنفرانس کې وویل چې واشنګټن د افغانستان وضعیت څاري او که څه هم امریکا په افغانستان کې حضور نه لري، خو تروریستي فعالیتونو ته ځواب ورکوي.

د ایران د وروستیو خونړیو چاودنو یو شمېر قربانیان
د ایران د وروستیو خونړیو چاودنو یو شمېر قربانیان

تېره چهارشنبه د جنورۍ پر درېیمه د ایران په کرمان ښار کې د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د پخواني قوماندان قاسم سلېماني د څلورم تلین په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې غبرګې چاودنې وشوې.

ایران دا له ۱۹۷۹م کال راوروسته په دغه هېواد کې تر ټولو خونړۍ حمله بللې ده.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش له پېښې یوه ورځ وروسته د پنج شنبې په ورځ د دې حملې مسوولیت ومانه او ویې ویل چې دوو غړو یې په خپل بدن کې ځای پر ځای کړي منفجره مواد چوولي دي.

دغې ډلې نه دي ویلي، چې دا کار دې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د افغانستان څانګې کړی وي.

داعش ډلې په ۲۰۲۲م کال کې هم په ایران کې د شیعه ګانو پر یوه زیارت د هغې حملې مسوولیت منلی و چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي وو.

دغې ډلې دغه راز په ۲۰۱۷م کال کې هم د هغو بمي حملو مسوولیت منلی و چې پارلمان او د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر روح الله خمیني زیارت یې په نښه کړی و.

ایران د جمعې په ورځ وویل چې د کرمان ښار په حملو کې د لاس لرلو په شک یې ۱۱ مشکوک کسان او د چاودونکو موادو واسکټونه نیولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG