د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

د کابل په دشت برچي کې چاودنه؛ طالبان: دوه کسان وژل شوي او ۹ ټپیان دي


د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د پېښې له سیمې انځورونه او ویډیوګانې خپرې کړي چې له چاودنې وروسته په مارکېټ کې اور لګېدلی دی.
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د پېښې له سیمې انځورونه او ویډیوګانې خپرې کړي چې له چاودنې وروسته په مارکېټ کې اور لګېدلی دی.

د طالبانو د حکومت امنیتي مسوولان وایي چې د کابل په لوېدیځ کې د پنجشنبې ماښام په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته ویلي چې چاودنه دشت برچې سیمه کې شوې ده.

عیني شاهدانو ویلي چې چاودنه د یوه ورزشي کلپ مخې ته شوې ده.

تراوسه د چاودنې څرنګوالی معلوم نه دی او مسوولیت یې هم کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

د کابل په دشت برچي سیمه کې چې تر ډېره شیعه مېشته سیمه ده، تر دې وړاندې د ورته بریدونو مسوولیت داعش وسله‌والې ډلې منلی دی.

XS
SM
MD
LG