د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

منون: نړیواله ټولنه د طالبانو په مشرۍ افغانستان سره په تعامل کې متردده ده


کابل کې د یوې وروستۍ چاودنې تصویر چې مسوولیت یې د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې منلی
کابل کې د یوې وروستۍ چاودنې تصویر چې مسوولیت یې د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې منلی

ایل ایس اي:

د لندن د اقتصاد پوهنتون ایل ایس اي په خپله پاڼه له طالبانو سره د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې پر همکارۍ یوه تحلیلي مقاله خپره کړې ده.

د مقالې لیکوالې لکشمي منون چې له ځینو طالب چارواکو سره مرکې هم کړي استدلال کړی په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه د طالبانو په مشرۍ افغانستان سره په تعامل کې متردده ده، د اسلامي دولت ډلې د خراسان ولایت د لا زیاتې تُوندلارۍ خطر یوه جدي ستونزه رامنځته کړې ده.

د لیکوالې په باور، د افغانستان په اړه یواځې دوه انتخابه شته یو دا چې له طالبانو سره همکاري وشي څو ترهګري په وړاندې مبارزه وکړي او یا دا چې د طالبانو او اسلامي دولت ډلې د همکارۍ خطر په غاړه واخیستل شي.

په مقاله کې راغلي که څه هم طالبان د داعش په وړاندې ځان برلاسی بولي او وايي چې دا ډله دومره جدي ګواښ نه شي پېښولی، خو د لیکوالې په باور په افغانستان کې ځینو مرګونو بریدونو چې مسوولیت یې داعش منلی د طالبانو دا باور برعکس ثابته کړی.

هندو ورځپاڼه:

د سریلانکا پر وړاندې په یواځینۍ ټېسټ لوبه کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ماتې د ځینو ورځپاڼو او ورزشي خپرونو پام ځان ته اړولی دی.

د هندو ورځپاڼې سپورټ برخې لیکلي، سريلانکا په اسانۍ سره د لسو ويکټو په توپير د افغانستان له خوا ټاکل شوی د کمو منډو هدف پوره کړه او بريا يې خپله کړه.

مقاله کې د لوبو جریان ته اشاره شوې او راغلي چې افغانستان په وروستي پړاو کې سريلانکا ته د ۵۶ ډېرو کمو منډو هدف ټاکلی و.

په لیکنه کې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د لوبې پر لوړو او ټیټو برخو بحث شوی او د افغان لوبډلې لپاره د یوې مثبتې لاسته راوړنې په توګه د ځوان او چټک توپ اچوونکی/بالر نوید ځدراڼ نوم یاد شوی چې وتوانېد په لومړي پړاو کې څلور سریلانکايي لوبغاړي اوټ کړي.

انډیا ټوډې:

انډیا ټوډې هم د افغانستان او سریلانکا تر منځ د ټېسټ لوبې پر مهال د منډو او لوبو نتایجو ته پام اړولی.

افغانستان په لومړي پړاو کې ۱۹۸ منډې او په دویم پړاو کې ۲۹۶ منډې وکړې.

سریلانکا په لومړۍ پاڼۍ کې ۴۳۹ منډې جوړې کړې وې او په وروستي دور کې یې یوازې ۵۶ منډو ته اړتیا وه چې په اسانۍ سره یې پوره کړې.

دا دواړه لوبډلې به د روانې اونۍ په پای کې درې یو ورځنۍ لوبې پیل کړي او ورپسې به درې شل اوریزې لوبې هم ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG