د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۰

امنیتي ګواښونه؛ جرمني خپلو وګړو ته: له افغانستانه ووځئ


د جرمني بیرغ
د جرمني بیرغ

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د دغه هېواد له وګړو غوښتي چې د امنیتي ګواښونو له امله له دغه هېواده ووځي او افغانستان ته د سفر پر مهال دې امنیتي تدابیر په پام کې ونیسي.

د جرمني د بهرنيو چارو وزارت له خپلو اتباعو غوښتي چې د امنيتي ګواښونو له امله له افغانستان څخه ووځي.

دغه وزارت نن په خپله وېب‌پاڼه کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره په افغانستان کې مېشتو الماني اتباعو ته ويلي چې دغه خبردارى جدي ونيسي او د سيمه‌ييزو ټرانسپورټي او افغان هوايي شرکتونو له لارې دې سفر نه‌کوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، په کابل کې د دغه هېواد سفارت او په مزارشریف کې يې د استازولۍ دفتر هم د دغو ګواښونو له امله تړل شوی دی.

جرمني په افغانستان کې له خپلو اتباعو غوښتي چې په عامه ځایونو، غونډو او مظاهرو کې له ګډون څخه هم ډډه وکړي.

د جرمني د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې له‌مخې، له بشري حقونو څخه د سرغړونو، وژنو، د افغانانو او بهرنيو اتباعو د غلا او تښتولو او پر پخوانيو پوځيانو د طالبانو د بريدونو راپورونه شته، چې دا په افغانستان کې د امنيتي وضعيت د خرابېدو ښکارندويي کوي.

جرمني دغه شان د افغانستان د اقليم او په دغه هېواد کې د ویروسي ناروغیو د شتون په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د دې اعلاميې په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

خو د طالبانو حکومت په وار وار ادعا کړې چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په ټول افغانستان کې امنیت ټينګ شوی دی.

د طالبانو له‌دې ادعا سره سره د کابل په ګډون د افغانستان بېلابېلې سیمې د طالبانو په څه باندې دوه کلنې واکمنۍ کې د ځینو شخړو ترڅنګ د خونړیو چاودنو او ځانمرګو بریدونو شاهدې وې.

هممهاله د کابل یو شمېر ښاریان وايي، د دا ډول اعلامیو خپرېدل په افغانستان کې د امنيتي وضعيت په اړه د دوی د اندېښنو لامل کېږي.

یو تن چې نه‌یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته يې وویل: "دا د دې لامل کېږي چې خلکو او ځوانانو ترمنځ وېره زياته شي. موږ نه‌شو کولی په ډاډه زړه يو کار وکړو. د خلکو وېره زياتېږي."

له کابله یوې مېرمنې چې نه‌یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته يې وویل، افغانستان په تېرو دوو کلونو کې له ډېرو ستونزو سره مخ و او اوس د ځینو هېوادونو له‌خوا دا ډول اعلاميې دا ثابتوي چې افغانستان خوندي نه‌دی.

هغه وايي: "د ټولو خلکو ترمنځ د ناامېدۍ حس، وېره او اندېښنې رامنځته کېږي چې کله بهرني هېوادونه په‌دې باور وي چې افغانستان کې امنيت نه‌شته او د ژوند کولو لپاره خوندي ځای نه‌دی، دا په‌دې مانا ده چې نه‌دی."

د کابل يو بل اوسېدونکى حشمت بيا ادعا کوي چې بهرني هېوادونه يوازې د خپلو اتباعو په فکر کې دي او دوى ته د افغانانو ژوند مهم نه‌دى.

هغه وايي: "د امنیت او اقتصاد له اړخه وضعیت ورځ په ورځ خرابېږي، خو دوی د طالبانو پر وړاندې بنسټيز اقدام نه‌کوي، دوی ته یوازې د خپل هېواد ګټې او د خپلو هېوادوالو د ژوند مهم دی. دا چې افغانستان کې خلک په څه وضعيت کې دي، دوی ته مهمه نه‌ده."

دا په‌داسې حال کې ده چې تر دې مخکې بریتانیا، چین او امریکا هم د خراب امنیتي وضعیت له امله افغانستان ته د خپلو اتباعو پر سفر بندیز لګولی و.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان ولایت د څانګې د ځپلو په اړه د طالب چارواکو له ادعا سره سره، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یک‌شنبې په ورځ په خپل نوي راپور کې ویلي چې د دغې ډلې په لیکو کې د افغانانو جذب د پام وړ دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG