د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

د پاکستان خونړي پرون ته غبرګونونه؛ موقت صدراعظم: د وروستي ترهګر تر ختمولو به د ترهګرۍ خلاف مبارزه وکړو


د پرونیو پېښو یو ټپي او ویرجن خلک
د پرونیو پېښو یو ټپي او ویرجن خلک

د پاکستان چارسمبالي صدراعظم انوارالحق کاکړ ویلي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه به د وروستي ترهګر تر ختمولو پورې روانه وي.

کاکړ دا خبره په پاکستان کې د وروستیو مرګونو بریدونو په غبرګون کړې ده.

پرون د بلوچستان په مستونګ او د خیبرپښتونخوا په هنګو کې بمي چاودنو لږ تر لږه ۵۷ کسان وژلي او شاوخوا اویا تنه نور یې ژوبل کړي.

د مستونګ د پېښې یو شاهد فیروز خان وايي چې ګڼ عزیزان یې دې برید کې قرباني شوي.

هغه د امریکا غږ اردو څانګې ته ویلي:

" موږ غونډې ته روانېدو کې وو چې دا چاودنه وشوه. هغه وخت نه پوهېدو. یواځې ولوېدو. غوږونه مو ټول بند وو. یواځې مو لیدل چې ټول زخمیان پراته دي.زموږ د کورنۍ له لسو زیات کسان شهیدان شوي. تره او ماما زامن شهیدان شوي. لږ تر لږ لس نور ټپيان هم لرو."

رویټرز اژانس د پولیسو او روغتیاپالانو په حواله ویلي چې د مستونګ په برید کې لږ تر لږه ۵۲ کسان وژل شوي او ۵۸ نور ټپيان دي.

د مستونګ د پېښې سیمه
د مستونګ د پېښې سیمه

د خیبرپښتونخوا په هنګو سیمه کې هم په ورته برید کې لږ تر لږ ۵ کسان مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي.

د ځینو ټپیانو حالت د اندېښنې وړ بلل شوی.

په دواړو سیمو کې بریدګرو هغه خلک هدف وګرځول چې په جوماتونو کې یې حضرت محمد د میلاد د مراسمو د لمانځلو لپاره ټول شوي وو.

د پاکستان چارسمبالی صدراعظم انوارالحق کاکړ چې د راپورونو له مخې د عمرې لپاره سعودي عربستان ته تللی، په خپله اېکس پاڼه دغه مرګوني بریدونه غندلي.

کاکړ ویلي هېواد به یې د وروستي ترهګر تر ختمولو پورې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته دوام ورکوي.

د پاکستان موقت صدراعظم، انورالحق کاکړ
د پاکستان موقت صدراعظم، انورالحق کاکړ

د پاکستان موقت صدراعظم د پېښې له قربانیانو سره خپله خواخوږي ښودلې ده.

د دې راپور تر لیکلو پورې په مستونګ او هنګو کې د دغو مرګونو بریدونو مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

خو پاکستاني چارواکو تل د داسې بریدونو پړه په تحریک طالبان پاکستان او ورسره تړلیو ډلو باندې اچولې ده.

د مستونګ او هنګو بریدونو په غبرګون د پاکستان یوه لندن میشتي شننونکي فران جیفري په خپله اېکس پاڼه لیکلي: مهمه نه ده چې په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې بریدونه داعش یا ټي ټي پي کړي وي، ځکه د ده په خبره دا ټولې ډلې د هغو لویو وسله والو ډلو انشعابي ګروپونه دي چې درې – څلور لسیزې یې د پاکستان د دولت له خوا ملاتړ کېده او امکانات ورته برابرېدل.

د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح هم په خپله اېکس پاڼه د دې برید په غبرګون د فران جیفري نظر تایید کړی او ویلي یې دي، اړتیا ده چې د دې مسلې رېښو ته پام وشي.

د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام لومړی مرستیال، امرالله صالح
د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام لومړی مرستیال، امرالله صالح

صالح ویلي دا بریدونه او هغه چې افغانستان کې کېدل څه توپير سره لري.

ده پر پاکستاني مشرانو، چې د ده په ادعا افغانستان کې یې د خلکو په وژنې خوښي ښودله غږ کړی چې وخت یې دی خپلې تېروتنې ومني او پښېماني وښيي.

پر پاکستاني چارواکو پخوا نېوکې کېدې، چې ځينو یې وسله وال په تېره بیا طالبان په ښو او بدو ویشلي وو.

له دې ټولو سره سره د پاکستان حکومت او پوځ په وار وار تورونه لګولي چې په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو د پاکستان په خاوره باندې بریدونه دوه چنده زیات شوي.

دا تورونه طالبانو په کلکه رد کړي او ویلي یې دي چې د افغانستان له خاورې چاته د نورو پر ضد د فعالیت او بریدونو اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG