د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

د پاکستان د بلوچستان یو چارواکی: د طالبانو حکومت پاکستان سره دوه ګونې لوبه کوي


له ارشیفه د طالبانو د حکومت د یو شمېر چارواکو تصویر
له ارشیفه د طالبانو د حکومت د یو شمېر چارواکو تصویر

د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅکزی د طالبانو حکومت تورنوي چې د افغانستان له خاورې په ګټې پاکستان کې برید کوونکي ترهګر دوی ته نه‌سپاري او له دوی سره دوه ګونې لوبه کوي.

هغه چې پرون یې رسنیو سره خبرې کولې ادعا وکړه چې پاکستان د طالبانو حکومت ته کره اسناد سپارلي او په ځلونو یې په افغانستان کې د مېشتو ترهګرو د ورسپارلو غوښتنه کړې، خو د طالبانو حکومت د ده په ټکو تر اوسه دې مسلې سره ډېر بې‌حسه چلند کوي.

اڅکزي زیاته کړه:

"د پاکستان حکومت په دې اړه خپلې غوښتنې له افغان طالبانو سره شریکې کړي دي. د دې غوښتنو د نه منلو په صورت کې د پاکستان حکومت هر کار کولو ته چمتو دی. "

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو وړاندې یې په یوه مفصله اعلامیه کې د پاکستاني چارواکو د دې ډول څرګندونو په ځواب کې ویلي و، افغانستان په سیمه کې د هر هېواد د امنیتي ناکامۍ مسوول نه‌دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې بیا پرون د طالبانو حکومت سره د خپلو استخباراتي چارواکو د مذاکراتو خبر ورکړ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې بیا پرون د طالبانو حکومت سره د خپلو استخباراتي چارواکو د مذاکراتو خبر ورکړ

د جمعې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ وویل، د طالبانو له حکومت سره یې د ترهګرۍ او امنیت په اړه مذاکرات پیل کړي دي

هغې له ډېرو جزییاتو ورکولو پرته وویل، دا خبرې د دوی استخبارات مخ‌ته وړي او نه غواړي اوس‌مهال په دې اړه ډېر جزییات ورکړي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري په طالبانو نیوکه کړې چې واک ته له رسېدو وروسته هم د یوه حکومت په څېر نه، بلکې د یوې ډلې په توګه چلند کوي.

هغه پرون رسنیو سره په خبرو کې وویل، که طالبان غواړي چې په رسمیت وپېژندل شي؛ نو باید د یوه حکومت او یا ریاست په توګه په ټولو برخو کې رامخ‌ته شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو مخکیني وزیر بیا ادعا کړې چې طالبان پاکستان سره د یوه حکومت نه؛ بلکې د یوې ډلې له ادرسه چلند کوي
د پاکستان د بهرنیو چارو مخکیني وزیر بیا ادعا کړې چې طالبان پاکستان سره د یوه حکومت نه؛ بلکې د یوې ډلې له ادرسه چلند کوي

هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:

"هغوی ته هم په کار ده چې وښيي، هغه چې زموږ دښمنان دي، د دوی هم دښمنان دي. هغه ترهګر چې په پاکستان کې ترهګري کوي، که دا شک ثابت شو چې افغان طالبان ترې ملاتړ کوي او ورته اسانتیاوې برابروي، نو دا به د پاکستان او افغانستان لپاره لویه خطره وي. "

خو د طالبانو حکومت په ځلونو ویلي، اجازه به ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد په ضد وکارول شي.

په وروستیو کې د پاکستان بېلابېلو چارواکو په دې هېواد کې د بریدونو پړه په هغو ډلو اچولې، کومې چې دوی ادعا کوي په افغانستان کې دي.

پرون د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي هم ویلي، په پاکستان کې په وروستیو کې ۲۴ بریدونو کې ۱۴ ځانمرګي هغو کسانو کړي چې افغان پېژندپاڼه یې درلوده.

خو د طالبانو حکومت وړاندې په پاکستان کې نا امني د دې هېواد کورنۍ مسله بللې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG