د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۵

قزاقستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو وده یو رښتنی ګواښ وباله


ارشیف: په افغانستان کې طالب وسله وال د روزنې اخیستو پر مهال
ارشیف: په افغانستان کې طالب وسله وال د روزنې اخیستو پر مهال

د شانګهای سازمان د غړیو هېوادونو د استازیو په غونډه کې په افغانستان کې د تروریستي فعالیتونو زیاتېدو ته اندېښنه ښکاره شوه.

دا غونډه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د جمعې په ورځ جوړه شوه.

د قزاقستان د ملي امنیت د شورا مرستیال د شانګهای د غړیو هېوادنو د تروریزم ضد څانګې په چوکاټ کې جوړې شوې غونډې ته وویل چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو وده د شانګهای سازمان د غړیو هېوادونو پروژو ته رښتنی ګواښ دی.

رسلان سیسیمبایف زیاته کړه چې له شته اطلاعاتو دوی دا نتیجه اخیستې ده.

د شانګهای د همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ کال کې روسیې او چین تاسیس کړ.

اوس د دې دوو هېوادونو تر څنګ، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، هند، پاکستان او ایران د دې سازمان غړي هېوادونه دي.

سیسیمبایف په استانه کې جوړې شوې غونډې ته دا هم وویل چې د ۲۰۲۱م کال له اګست راپه‌دې خوا چې طالبانو کابل نیولی دی تر اوسه دوی نه دي توانېدلي چې یوه اغېزمنه دولتي اداره رامنځته کړي چې له دې امله افغانستان په داسې سیمې بدل شوی چې نړیوال ترهګر زړه ورته ښه کړي.

د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو د تېر کال د یوې غونډې انځور. Friday, Sept. 16, 2022
د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو د تېر کال د یوې غونډې انځور. Friday, Sept. 16, 2022

د قزاقستان د ملي امنیت د شورا د مرستیال په باور په سیمه کې د لویو پروژو پلي کېدو ته ګواښ متوجه دی، لکه د ترمز-کابل- پېښور د ریلګاډي د کرښې پروژې ته، همداراز ټاپي پروژې ته چې پاکستان او هند ته د افغانستان له لارې د ترکمنستان ګاز لېږدوي.

سیسیمبایف دوې ورځې وروسته تر دې دا خبرې وکړې چې تاجکستان له افغانستان سره پر پوله د درېیو ترهګرو د وژلو خبر ورکړ.

د تاجکستان د امنیتي خدماتو ادارې د چهارشنبې په ورځ وویل چې درې تنه سې‌شنبه د شپې په مخه د افغانستان له لورې پر پوله وراوښتل چې ووژل شول.

د تاجکستان د امنیتي خدماتو ادارې په دې اړه نور جزییات نه دې ورکړي او دا ادعا په خپلواکه توګه هم نه ده تایید شوې.

سیسیمبایف وایي، په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې غړي پخوا تر پنځه سوه لږ وو او اوس یې شمېر تر شپږ زرو اوښتی دی.

ارشیف: د داعش وسله والې ډلې یو غړی او د هغوی بیرغ
ارشیف: د داعش وسله والې ډلې یو غړی او د هغوی بیرغ

د استانې په پرونۍ غونډه کې د قزاقستان د ملي امنیت د شورا مرستیال داعش ته د اندېښنې د څرګندونو ترڅنګ وویل چې القاعده ډله هم په افغانستان کې منظمه شوې ده او تر پنځه سوه پورې وسله‌وال لري.

دی وایي، داعش خراسان څانګه او القاعده دا توان لري چې په لوړه کچه تروریستي بریدونه ترسره کړي.

داعش خراسان څانګې د شانګهای د غړیو هېوادونو له ډلې په تېرو دوو کلونو کې په کابل کې د روسیې او پاکستان سفارتونه په نښه کړي او پنځه چینایي اتباع یې په یوه هوټل کې ټپيان کړي دي.

دې ډلې دا خبره هم کړې ده چې دوی به د امریکا د متحد ایالتونو، روسیې، چین او پاکستان پر ضد مبارزه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG