د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

د افغانستان لپاره د پاکستان استازی: هر هېواد حق لري 'افغانستان کې ترهګر' په نښه کړي


ارشیف، د هوايي حملو د کنټرول د مرکز پر ټلوېزیون د یوې هوايي حملې وېډیو - انځور تزئیني بڼه لري.
ارشیف، د هوايي حملو د کنټرول د مرکز پر ټلوېزیون د یوې هوايي حملې وېډیو - انځور تزئیني بڼه لري.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وايي، په افغانستان کې د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه د ملګرو ملتونو د پرېکړه‌لیک پر بنسټ کېږي او هر هېواد حق لري چې د همدې پرېکړه‌لیک پر بنسټ، هلته ترهګر په نښه کړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی په افغانستان کې د امریکا د متحده‌ایالاتو د بې‌پیلوټه الوتکو او د پاکستان د هوايي بریدونو دفاع کوي او وايي، دا بریدونه د ملګرو ملتونو د پرېکړه‌لیک پر بنسټ کېږي.

هغه پرون د "هم پښتو" په نوم له یوه پاکستاني ټلوېزیون سره مرکه کې افغانستان یو خپلواک هېواد وباله او د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په یوه مستقل هېواد کې د بل هېواد الوتکې بمبار کولای شي وویل: "بلکل کولای شي، په دې چې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د ۱۳۶۸ او ۱۳۷۳ پرېکړه‌لیک ووايئ، تاسې که خوښوئ او که نه، دا پرېکړه‌لیک بشپړ دی او هغه څوک چې ترهګر لري، ځواب‌ګویه دی چې ترهګر یې څه ډول خاوره کې دي."

واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، د امریکا متحده‌ایالاتو په کابل او ځینو نورو ولایتونو او ترڅنګ یې پاکستاني الوتکو په خوست او کونړ کې هوايي بریدونه کړي دي.

ترڅنګ یې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب په خپله وروستۍ مرکه کې چې طلوع نیوز خصوصي ټلوېزيون سره یې کړې وه، د افغانستان فضا د امریکا تر اشغال لاندې وبلله.

هغه وړاندې ویلي وو، چې د امریکا بې‌پیلوټه الوتکې د پاکستان خاوره په افغانستان کې د جاسوسۍ لپاره کاروي او پاکستان باید د دې کار مخنیوی وکړي.

خو اصف دراني په خپله مرکه کې په روښانه ټکو وویل چې پاکستان باید د هغه څه مسوول و نه بلل شي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا یې تایید کړی دی.

هغه د کابل په شېرپور کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده د مشر ایمن‌الظواهري د وژل کېدو ننګه وکړه او زیاته یې کړه: "که امریکایانو هلته حمله کړې ده، ایمن‌الظواهري کابل کې و، هغه یو ترهګر دی، د امنیت شورا د ۱۳۶۸ او ۱۳۷۳ پرېکړه لاندې راځي او ته باید په زور دا پرېکړه‌لیک تطبیق کړې."

د طالبانو حکومت بیا په افغانستان کې د القاعده د مشر د وژل کېدو په اړه ویلي وو، چې په دې اړه څېړنې کوي، خو د دې څېړنو پایله تر اوسه معلومه نه شوه.

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر جو بايډن د تېر ميلادي کال د اګست په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې دوى د القاعده شبکې مشر په کابل کې وژلى دى.

بایډن: الظواهري له خپلې کورنۍ سره د یوځای کېدو لپاره کابل ته تللی و
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:04 0:00

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د اصف دراني د نویو څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی داسې مهال په افغانستان کې د نورو هېوادونو د هوايي بریدونو دفاع کوي او د ترهګرو د ځپلو نوم ورکوي چې د جمهوري نظام پر مهال افغان چارواکو په ځلونو ویلي چې، پاکستان کې ترهګر مېشت دي او نړیوال یې باید پر ضد اقدام وکړي.

تر خوا یې هند او په خپله د امریکا د متحده‌ایالاتو بېلابېلو چارواکو پاکستان له ترهګرو په ملاتړ تورن کړی دی.

XS
SM
MD
LG