د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

د کابل او اسلام اباد د چارواکو وروستۍ ناندرۍ؛ اختلافات ژور که ظاهري دي؟


د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر - ارشیف
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر - ارشیف

په کابل کې د واکمنو طالبانو او اسلام اباد اړیکې ځینو کتونکو ته له لوړو ژورو ډک ښکارې، یوشمیر بیا په دې نظر دي چې دا روابط ډېر ژور دي، دواړه لورې ظاهري اختلافات لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د اګسټ په لومړۍ نیټه خبرداری ورکړ که د افغانستان له خاورې پاکستان ته د ترهګرو د داخلیدو مخه ونه نیول شوه، نو پاکستان بیا دا حق لري چې په ترورېستانو پسې افغانستان ته ورشي.

د دې په ځواب کې د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد وویل، که اسلام اباد څه اندېښنه لري له موږ سره دې مخامخ شریکه کړي.

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان چې د اګسټ په پنځمه په لاهور کې په خپل کور کې د اداري فساد په تور ونیول شو، تر نیولو دوې ورځې مخکې د یوټیوب له لارې په یوه بیان کې د ښاغلي مجاهد په څېر خبره وکړه او د شهباز شریف په مشرۍ حکومت یې تورن کړ، چې له افغانستان سره د ښو اړیکو د ټینګیدو فرصت یې له لاسه ورکړی دی.

د پاکستان مخکېنی صدراعظم عمران خان د طالبانو حکومت سره په ناندریو کې د خپل هېواد چارواکي ملامتوي
د پاکستان مخکېنی صدراعظم عمران خان د طالبانو حکومت سره په ناندریو کې د خپل هېواد چارواکي ملامتوي

نوموړي وویل: " کله چې امریکا ولاړه افغانستان ته د دوه زره یو وېشتم کال په اګسټ کې داسې حکومت راغی؛ په یاد مو وي چې دا تر ټولو ډير پاکستاني پلوه حکومت و، ځکه چې پاکستان د دوی او امریکا ترمنځ د سولې خبرې ترسره کړې. په ټوله نړۍ کې او په شاوخوا کې دوی تر ټولو پاکستان ته نژدې وو. او دوی له زموږ سره د ترهګرو د مخنیوي په برخه کې د غني د حکومت په وخت لا د بشپړ ملاتړ اعلان کړی و. له بده مرغه زما حکومت نسکور شو. اوسنیو واکمنانو هېڅ دې ته پام ونه کړ، وخت یې ورنه کړ. نن که بلاول دا وایي چې موږ افغانستان ته په ترهګرو پسې تللی شوو، نو مهم سوال دا دی چې دی څو ځله په خپله افغانستان ته تللی دی، دی یو ځل هم کابل ته نه دی تللی."

عمران خان زیاته کړه: کله چې په کابل کې حکومت بدل شو موږ له هغه سره د بشپړې همکارۍ خبره وکړه او موږ ته پکار و چې هغه وخت له دې موقع بشپړه ګټه ترلاسه کړو او څه ستونزې چې له افغانستان سره شته هغه ټولې هوارې کړو او طالبان دې ته تیار وو.

د عمران خان د دې خبرې په تایید چې له افغان طالبانو سره دې خبرې وشي، په کابل کې د پاکستان پخوانی پوځي اتشه سعد محمد الجزیرې تلویزیون ته وویل، چې د فبروري په میاشت کې چې کله پاکستانی پلاوی کابل ته ولاړ تر هغه وروسته په پاکستان کې د ترهګرو بریدونه کم شول.

د پاکستان واکمن اېتلاف( پي ډي ایم) بیا عمران خان تورنوي، چې کله یې په دوه زره یو ویشتم کال کې د افغان طالبانو په منځګړیتوب له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې مذاکرات پيل کړل، په نتیجه کې یې د ټي ټي پي په زرګونو وسله وال پاکستان ته ننوتل او پاکستان د ټي ټي پي ګڼ زندانیان له بنده خوشي کړل چې تر اوسه دا کسان په ترهګریزو فعالیتونو بوخت دي.

د سیاسي چارو کتونکی افراسیاب خټک په دې باور دی چې د طالبانو تحریک یوه پروژه وه چې پاکستان یې له نژدې دیرش کلونو راهیسې د دې لپاره مخته بیایي چې دوی په افغانستان باندې غلبه پیدا کړي او دغه هیواد یا خپل پنځم ایالت کړي، یا یې په یوې تحت الحمایه سیمه بدل کړي، خو تحریک طالبان پاکستان ډله پر کابل د دوه زره لومړي کال په اګست کې د افغان طالبانو تر بیا واکمنۍ راوروسته د پاکستان پرضد په یوه شورش بدله شوې ده.

د سیاسي چارو کتونکی: افراسیاب خټک
د سیاسي چارو کتونکی: افراسیاب خټک

نوموړی وایي: "د دوی غړي په کابل کې له بندیخانو خلاص شول، له هغو وسلو یې هم د دوی برخه ورکړه چې امریکا پرې ایښې وې او دوی په دې وسلو سنبال پاکستان ته راواوښتل. دوی په پښتونخوا کې په لویه کچه عملیات شروع کړل او اوس یې عملیات تر پخوا بدل دي، یو خو دوی یوازې د ترهګرۍ عملیات نه کوي دوی یو شورش دی، یو بغاوت دی ځکه چې په هره سیمه کې، په سوات کې، بونیر کې ، دېر کې، وزیرستان کې، کوهاټ کې، بنو کې؛ د هرځای لپاره دوی موازي اداره اعلان کړې ده لکه څرنګه چې افغان طالبانو د خپلې جګړې پرمهال داسې کول چې یوه موازي اداره به یې ساتله. دوی په سلو کې نوي بریدونه د پاکستان پر امنیتي ځواکونو، پوځ، پولیسو او ایف سي کوي. له دوی سره اوس نوې وسلې دي. پاکستاني پولیس یې مخه نه نیسي، د پښتونخوا پولیسو ډير تلفات ورکړل دا بله ستونزه ده او څلورم مشکل چې د پاکستان لپاره ډير جدي دی هغه دا دی چې ټي ټي پي نورو ایالتونو ته پراختیا اعلان کړې، د پنجاب او بلوچستان لپاره یې سازمانونه اعلان کړل او له ځینو بلوڅو سازمانونو سره یې چې له پاکستان سره په جګړه بوخت دي لاس یو کړی دی، دا هغه خبرې دي چې پاکستان یې په تشویش کې اچولی دی."

د دوه اویا کلن عمران خان په ګډون په پاکستان کې ګڼ سیاستوال په دې باور دي، چې د پاکستان په شپږ اویا کلن تاریخ کې سیاسي واک د ملکي حکومت په وخت هم د پردې شاته د پوځ په لاس کې دی.

دغه ډول څرګندونې او د افغانستان په تیره شل کلنه جګړه کې له افغان طالبانو څخه د پاکستان ملاتړ د دې سبب شوی دی چې یوشمیر افغان سیاستوال د اسلام اباد او د کابل د واکمنو طالبانو ترمنځ اختلافاتو ته د شک په سترګه وګوري.

د امریکا په وینسکاسن پوهنتون کې استاد نجیب ازاد چې یو وخت د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند و، ازادي راډیو ته وویل: " موږ د جمهوریت په وخت تل د اسنادو او شواهد پر بنسټ دا ادعا کوله چې له پاکستان څخه ترهګر افغانستان ته رااوړي او پاکستان به ویل چې د ډیورنډ ټوله کرښه په اغزن تار نیولې ده او دا د دوه زره شلم کال خبره ده، چې دوی ویل چې دوه نیم زره نظامي پوستې یې د ډیورنډ له کرښې سره فعاله دي او هیڅ امکان نه لري چې ترهګر دې له دې اغزن تار څخه واوړي."

د امریکا په وینسکاسن پوهنتون کې استاد نجیب ازاد
د امریکا په وینسکاسن پوهنتون کې استاد نجیب ازاد

ښاغلي ازاد زیاته کړه چې نن څرنګه دا خبره څوک ومني چې له افغانستان څخه د پاکستان غاړې ته وسله وال اوړي او هلته عملیات کوي.

پر پاکستان د یوشمیر افغان سیاستوالو دا شک تر دې بریده دی، چې په دوحه کې د دوه زره شلم کال د فبروري په نهه ویشتمه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د تړون شاته هم د پاکستان پوځ حضور درلود.

د چارو کتونکې شینکۍ کړوخیل وایي: "په هغو خبرو کې د باجوه او د هغه د ټیم رول ډیر مهم و. کومه لوبه چې دوی له نړیوالې ټولنې خاصتا له امریکا سره وکړه او دا خلک یې په اصطلاح وغولول."

د چارو کتونکې: شینکۍ کړوخېل
د چارو کتونکې: شینکۍ کړوخېل

له اغلې کړوخیل څخه مې پوښتنه وکړه چې څرنګه امکان لري د امریکا متحد ایالتونه چې د ناټو په څېر ستر قدرت ورسره دی او اروپایي ټولنه یې متحده ده په ترورېستي جګړو کې ښکېل او په اقتصادي بحران اخته هېواد تېرباسي.

نوموړې وویل: " امریکا دا څلوېښت کاله له پاکستان سره ستراتیژيک شراکت لري ځکه چې هغوی دوی ته ظاهرا دا ستر خدمت کړی دی او هغه د شوروي مساله ده، هغه وخت پاکستان پوره ګټه ترلاسه کړه، حمید ګل وایي، شوروي ته مو د امریکایانو په امکاناتو ماتې ورکړه او دا ویاړ د ای اېس ای او د پاکستان پوځ دی. همدارنګه مو امریکا ته د امریکا په منابعو شکست ورکړی، همدا خلیل زاد له جي ایچ کیو سره ملاقاتونه نه لرل. همدا وړتیا لري چې نړۍ تېرباسي."

د افغان طالبانو پرضد د پاکستاني سیاستوالو خبرې ځینو ته د دې لپاره سطحي ښکاري چې پوځ څه نه دې ویلي، خو کله چې د جولای په دولسمه په ژوب کې د پاکستان د پوځ پر یوه مرکز برید وشو چې د پاکستاني ځواکونو په وینا په دې حمله کې نهه عسکر او پنځه ترهګر ووژل شول، دوې ورځې وروسته د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر وویل چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان خوندي پټنځایونو او ازادانه فعالیتونو ته جدي اندېښنې لري.

له دې سره د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ لفظي شخړې زیاتې شوې، د جنرال عاصم د دې خبرې په ځواب کې چې طالبان دې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي، د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد په ځواب کې وویل چې د دوحې تړون له امریکا سره شوی او له پاکستان سره د ورور هیواد په څېر تعامل کوي.

په دې پسې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف علي درانی کابل ته په درې ورځني سفر ولاړ.

د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره
د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره

د دې سفر پر مهال ښاغلي دراني د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست امیرخان متقي سره وکتل او تر دې لیدنې کتنې وروسته د طالبانو په اعلامیه کې د متقي په وینا راغلل چې افغانان هیچا ته ضرر نه رسوي او د دوی هڅه دا ده چې په سیمه کې امن او ثبات ته کار وشي.

د دې مثبتې اعلامیې اثرات لا نه و رسنیز شوي چې د جولای په دیرشمه په باجوړ کې د پاکستان د واکمن ډیموکراتیک ایتلاف ( پي ډي ایم) د یوه مهم ګوند جمعیت علمای اسلام فضل الرحمان ډلې پر غونډه ځان وژونکی برید وشو، په دې حمله کې لږ تر لږه څلور پنځوس تنه ووژل شول او شاوخوا دوه سوه نور ټپيان شول.

که څه هم د دې برید مسوولیت داعش خراسان څانګې واخیست، هغې ډلې چې له افغان طالبانو سره په دښمنۍ ده، خو پاکستاني چارواکو کابل ته د تور ګوته ونیوله.

د باجوړ پېښې یو شمېر ټپیان، چې روغتون ته وړل شوي وو
د باجوړ پېښې یو شمېر ټپیان، چې روغتون ته وړل شوي وو

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وویل چې افغانان په پاکستان کې په ځانمرګو بریدونو کې لاس لري.

تر دې مخکې هم یوشمیر پاکستاني چارواکو افغان کډوال په ترهګرۍ کې په لاس لرلو تورن کړي و، خو د امریکا د متحد ایالتونو د ملي امنیت ویاند جان کربي دا تور رد کړی دی چې افغان کډوال دې په ترورستي هڅو کې ښکېل وي.

نوموړي وویل: " موږ داسې نښې نه ګورو چې ګنې افغان کډوال دې په پاکستان یا د پولې پر غاړو په ترهګریزو پېښو کې لاس ولري، موږ د پاکستان منندوی یوو چې ګڼو افغانانو ته یې په داسې وخت کې لاس ورکړی دی چې هغوی د یوه امن او خوندي ځای په لټه کې دي."

پاکستان دا تور هم لګولی چې یوشمیر افغانان له افغانستانه پاکستان ته تللي دي او هلته یې بریدونه کړې دي.

د دولت په چارو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کر د اګسټ په دوهمه د پاکستان له اج تلویزیون سره د خبرو پرمهال وویل، چې د پاکستان په ناامنیو کې هغه افغانان هم لاس لري چې په روغتیایي ویزو پاکستان ته ورغلي دي.

حنا رباني، امیرخان متقي او بلاول بوټو زرداري - ارشیف
حنا رباني، امیرخان متقي او بلاول بوټو زرداري - ارشیف

د چارو کتونکی افراسیاب خټک په دې نظر دی چې اسلام اباد په خپله محاسبه کې تیروتی دی.

ښاغلی خټک وایي:" د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو پرضد د طالبانو د جګړې پرمهال اسلام اباد داسې انګېرله چې افغان طالبان د دوی ګټې خوندې کوي او له پاکستاني طالبانو سره د هند استخباراتي اداره( را) او د افغانستان د جمهوري حکومت استخبارات( این ډي ایس) مرسته کوي، خو کله چې افغان طالبانو د دوه زره یو وېشتم کال د اګسټ په پنځلسمه کابل ونیو معلومه شوه چې دا دواړه طالبان سره یو دي او دوی ټول د افغان طالبانو د امیر بیعت کړی دی."

د ملګرو ملتو امنیت شورا د مې په میاشت کې وویل چې افغان طالبان پاکستاني طالبانو ته د یوه سیمه ییز ګواښ په سترګه نه ګوري، هغوی ته د (اسلامي امارت) د یوې برخې په سترګه ګوري او د همدې لپاره یې دې ډلې ته په افغانستان کې پناه ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG