د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

د امنیت شورا د غونډې ګډونوال: ترهګرو ډلو په افغانستان تمرکز کړی او خپلو کې همکاري لري


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې غونډې انځور
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې غونډې انځور

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د مرستیال په ګډون یو شمېر هېوادونه په افغانستان کې د داعش د او نورو ترهګرو ډلو فعالیت او سیمې او نړۍ ته یې د خطر په اړه خبرداری ورکوي.

د ملګرو ملتونو مرستیال او له ترهګرۍ سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د برخې مشر وايي، په افغانستان کې د داعش د بیا راپورته کېدو خطر لا پر ځای دی.

ولادیمیر ورونکوف دا خبره پرون نړیوالې سولې و امنیت ته د ترهګرۍ ګواښ په نوم جوړې شوې غونډه کې وکړه.

د ملګرو ملتونو مرستیال او له ترهګرۍ سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د برخې مشر ولادیمیر ورونکوف
د ملګرو ملتونو مرستیال او له ترهګرۍ سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د برخې مشر ولادیمیر ورونکوف

هغه چې دې ناستې ته یې د داعش د ګواښ په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د اته‌لسم راپور په اړه معلومات ورکول وویل: "راپورونه ښيي چې په افغانستان کې له داعش سره د تړلیو ډلو د وړتیاوو پر ضد د اوسنیو واکمنو هڅو اغېز کړی، خو بیا هم دا ډله له هېواده بهر د حملو نیت لري. له دې لاسته راوړنو سره سره د داعش د بیا را پورته کېدو خطر لا هم پاتې دی."

د طالبانو حکومت لا د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې په افغانستان کې د داعش د ګواښونو په اړه د راپورته شویو اندېښنو په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو وړاندې یې ویاند ذبیح‌الله مجاهد په ځلونو دا خبره کړې چې داعش ډله د افغانستان لپاره خطر نه‌دی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

خو د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې بیا د طالبانو حکومت د ادعاوو بر عکس، په دې شورا کې د چین استازي ژنګ جون وویل، په افغانستان کې د داعش په ګډون د ترهګرۍ ګواښ؛ نه یوازې دا هېواد له خطر سره مخ کړی، بلکې د سیمې امنیت و ثبات هم ګواښي.

په امنیت شورا کې د چین استازي ادعا وکړه ترهګرو ډلو په افغانستان تمرکز کړی او همدا اوس په دې هېواد کې داعش خراسان ډله او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ له یوه و بله سره نږدې همکاري لري.

ژنګ جون د امنيت شورا غونډې ته په وينا له نړیوالې ټولنې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د یووالي غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، باید اجازه ور نه کړل چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په خوندي ځاله بدل شي.

خو د طالبانو حکومت بیا په ځلونو ادعا کړې چې افغانستان کې ترهګرې ډلې نه‌شته او افغان خاوره به هیڅ‌کله د بل کوم هېواد پر ضد و نه کارول شي.

په همدې حال کې په امنیت شورا کې د امریکا متحده‌ایالاتو استازي رابروټ ووډ بیا د طالبانو له‌خوا له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په برخه کې د دوی د شویو ژمنو په عملي کېدو ټینګار وکړ.

هغه وویل: "طالبانو له داعش-خراسان ډلې د مبارزې لپاره هڅې کړي او دا ډېره مهمه ده چې دوی له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپلو وعدو ته ژمن وي."

ارشیف: په کابل کې د داعش پر ضد د طالب وسله والو د عملیاتو یو انځور
ارشیف: په کابل کې د داعش پر ضد د طالب وسله والو د عملیاتو یو انځور

د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې یوه بله اندېښنه په افغانستان کې د پاتې شویو وسلو په اړه وه چې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته د ترهګرو ډلو ترمنځ وېشل کېږي.

په امنیت شورا کې د مالتا استازې وانیسا فرازیر دې موضوع ته په اشارې وویل، په افغانستان کې د ډېرو شمېر ترهګرو ډلو شتون او وسلو ته یې لاس‌رسی به د ترهګریزو کړنو دوام ته زمینه برابره کړي.

امنیت شورا کې په افغانستان کې د داعش-خراسان ډلې د فعالیت او خطر په اړه داسې مهال بحث کېږي چې اوونۍ د ملګرو ملتونو سرمنشي امنیت شورا په خپل اتلسم راپور کې لیکلي وو، داعش ډلې په افغانستان کې د استخدام یوه پراخه سټراټیژي غوره کړې او لیکو ته یې د افغانانو جذب د پام وړ دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG