د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

افغانستان د نړیوال تروریزم په شاخص کې شپږم ځای ته راښکته شوی


ارشیف: د کابل دشت برچي کې له پېښې وروسته د سیمې انځور. 27 October 2023
ارشیف: د کابل دشت برچي کې له پېښې وروسته د سیمې انځور. 27 October 2023

د اقتصاد او سولې نړيوال انسټېټيوټ وايي، افغانستان د ترهګرۍ په نړيوال شاخص کې شپږم ځای ته راښکته شوی دی.

د اقتصاد او سولې نړیوال انسټېټيوټ وايي، له ۲۰۱۸م کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې افغانستان د هغو پنځو هېوادونو په ډله کې نه دی چې تروریزم ډېر ځپلي دي.

د دغه انسټېټيوټ د ۲۰۲۴م کال د نړیوال تروریزم شاخص موندنې چې د چهارشنبې په ورځ خپرې شوې، ښيي چې افغانستان د نړیوال تروریزم په شاخص کې شپږم ځای ته راښکته شوی دی.

د دې شاخص پر بنسټ، په افغانستان کې په تېر کال کې ترهګري د پام وړ کمه شوې او ۲۰۲۳م کال هغه کال دی چې د تېرو دوه لسیزو په پرتله په کې تر ټولو کم ترهګریز فعالیتونه شوي دي.

د اقتصاد او سولې نړیوال انسټېټيوټ وايي، په افغانستان کې په ۲۰۲۳م کال کې د ترهګریزو پېښو له امله ۱۱۹ تنه وژل شوي چې په تېرو پنځو کلونو کې د لومړي ځل لپاره په یوه کال کې له ۵۰۰ څخه کمه دغه ډول مرګ‌ژوبله لیدل شوې چې ۸۱ سلنه کموالی ښيي.

په دغه شاخص کې ویل شوي چې په افغانستان کې د تروریستي بریدونو په شمېر کې ۷۱ سلنه کموالی راغلی دی.

د اقتصاد او سولې نړیوال انسټېټيوټ ویلي، په داسې حال کې چې په دغه هېواد کې د تروریزم اغېزې د پام وړ کمې شوي، خو دا په دې معنا نه ده چې په افغانستان کې په بشپړه توګه سوله رامنځته شوې ده.

خو د طالبانو حکومت په وار وار ادعا کړې چې په افغانستان کې یې ترهګرې ډلې ځپلې او په ټول هېواد کې یې سوله او امنیت تامین کړی دی.

د اقتصاد او سولې نړیوال انسټېټيوټ دا هم ویلي چې په ۲۰۲۳م کال کې د ترهګرۍ له امله تر ټولو زیاته مرګ ژوبله پلازمېنه کابل کې د داعش د خراسان څانګې د بریدونو له امله رامنځته شوې ده.

په کابل کې یوه ورزشي کلب کې چاودنې یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اړولې وه. 27 October 2023.
په کابل کې یوه ورزشي کلب کې چاودنې یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اړولې وه. 27 October 2023.

د کابل ښار اوسېدونکی تابش وايي چې د تېر کال په پای کې د دې ښار په لوېديځ کې د يوې تروريستي پېښې په پايله کې د ده د کورنۍ دوه غړي ووژل شول او يو تن ټپي شو.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "زما د کورنۍ درې غړي چې دوه یې شهیدان شول او یو بل ټپي شو او تراوسه لا هم نه دی ښه شوی څلور پنځه میاشتې تېرېږي لا هم له زخم کړېږي، دا یو داسې پېښه وه چې زموږ د کورنۍ غړي یې واخیستل موږ ته ډېره سخته وه."

له بلې خوا د نړیوالې ترهګرۍ په چارو کې کارپوه عارف سحر له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په افغانستان کې د تروریزم د پېښو د کمېدو لامل پر افغانستان د طالبانو بیاځلي واکمني ده.

دا وايي، مخکې تر دې چې طالبان په افغانستان بیا واکمنان شي د ترهګریزو پېښو عاملان وو.

نوموړي په دې اړه زیاته کړه: "دا پرمختګ د تمې خلاف نه دی ځکه چې په تېرو کلونو کې د طالبانو ډله وه چې ناامني یې رامنځته کړې وه، دوی د تېر حکومت په غړو او بهرنیو ځواکونو حملې کولې او دغه شان یې د نشه یي موادو او انساني قاچاق او په ټولیز ډول جرمي اقتصاد کې لاس درلود."

د اقتصاد او سولې نړیوال انسټېټيوټ ویلي په دې راپور کې د حکومتونو او زورواکانو له خوا د جبر او تاوتریخوالي او دغه شان واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دوی کړنې شاملې نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په افغانستان کې واک ته له رسېدو مخکې په تېرو کلونو کې د سلګونو خونړیو ځانمرګو بریدونو او چاودنو مسوولیت منلی چې له امله یې زرګونه افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG