د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

امنیت شورا: د داعش لیکو ته د افغانانو جذب زیات شوی


له ارشیفه د افغانستان په اړه د امنیت شورا د یوې غونډې تصویر
له ارشیفه د افغانستان په اړه د امنیت شورا د یوې غونډې تصویر

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نوی راپور ښيي چې داعش ډلې په افغانستان کې د استخدام یوه پراخه سټراټیژي غوره کړې او لیکو ته یې د افغانانو جذب د پام وړ دی.

"نړیوالې سولې و امنیت ته د داعش له خوا ور پېښ ګواښ او له دې ګواښ سره د مبارزې په برخه کې له غړیو هېوادونو د ملګرو ملتونو د ملاتړ هڅې" تر عنوان لاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ۱۸م راپور د جنورۍ‎ په ۳۱مه بشپړ شوی او پرون خپور شوی دی.

په دې راپور کې راغلي؛ داعش ــــــ خراسان څانګې د طالبانو د خفه شويو غړیو او بهرنیو جنګیالو په جذبولو تمرکز کړی او ترڅنګ یې په تاجیکستاني شبکو کې د لابیګرۍ لپاره هلې ځلې زیاتې کړې دي.

راپور کې یادونه شوې چې داعش-خراسان څانګه توانېدلې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ غړي په افغانستان کې دننه خپلې ډلې ته جذب کړي او ترڅنګ یې وروستیو کې د انصارالله او جماعت الاحرار څو قوماندانان هم په ننګرهار او کونړ کې د داعش لیکو سره یوځای شوي دي.

په راپور کې دا هم لیکل شوي چې داعش ډلې په خپلو عملیاتو کې دې ډلې ته له جذب شویو افغانانو څخه کار اخیستی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د امنیت شورا د نوي راپور په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو وړاندې یې ازادي راډیو ته په ځلونو ویلي، داعش ډله د افغانستان لپاره ګواښ نه‌ده او دوی ځپلې ده.

د ملګرو ملتونتو سرمنشي په دې راپور کې ویلي چې داعش ډلې په افغانستان کې د ځینو نورو بهرنیو جنګي ډلو جنګیالي هم خپلو لیکو ته جذب کړي
د ملګرو ملتونتو سرمنشي په دې راپور کې ویلي چې داعش ډلې په افغانستان کې د ځینو نورو بهرنیو جنګي ډلو جنګیالي هم خپلو لیکو ته جذب کړي

ها خوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوي راپور کې که څه هم په افغانستان او عراق کې د داعش او د دې ډلې د خراسان څانګې له خوا د بریدونو کمښت احتمالاً د طالبانو له‌خوا د تروریزم ضد هڅو او هم د دې ډلې د مشر له‌خوا په سټراټېژۍ کې د بدلون زیږنده بلل شوې، خو دا هم وايي چې داعش ــــــــ خراسان څانګه نه یوازې دا چې د افغانستان لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی ؛ بلکې سیمه او نړۍ یې هم خطر سره مخ کړې ده.

د امنیت شورا په راپور کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو تمرکز د سیمې د امنیتي وضعیت د خرابېدو لامل هم بلل شوی، خو د طالبانو حکومت وړاندې ادعا کړې چې افغانستان کې هیڅ ترهګره ډله نه‌‌شته.

د امنیت شورا په نوي راپور کې بیا د دې شورا د یو شمېر غړو ارزونه ښيي چې افغانستان و افریقا د داعش ډلې د نوي مشر د رهبرۍ مرکز د تغیر لپاره مناسب ځایونه بلل شوي چې ظاهرا په دې برخه کې پرمختګ هم شوی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې وړاندې په افغانستان کې د داعش ډلې پياوړی حضور او پراختیا رد کړی
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې وړاندې په افغانستان کې د داعش ډلې پياوړی حضور او پراختیا رد کړی

په راپور کې د داعش ـــ خراسان څانګې مشر ثنا‌الله غفاري یادونه هم شوې چې د راپور په ټکو ژوندی او احتمالا په کونړ کې مېشت دی.

د امنیت شورا په راپور کې په افغانستان، منځني ختیځ او افریقا کې پراخو وسلو ته د داعش د لاس‌رسي په اړه هم اندېښنه ښودل شوې او د یو شمېر هېوادونو له قوله لیکل شوي، په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د وسلو له پاتې شویو زېرمو وسلې انتقالېږي.

راپور کې د دې یادونه هم شوې چې د داعش ډلې خراسان څانګې تحریک طالبان پاکستان څخه دا وسلې ترلاسه کړي یا یې هم د ترلاسه کولو هڅه کړې ده.

خو د طالبانو حکومت بیا وړاندې له افغانستانه د وسلو قاچاق رد کړی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۱۷م راپور کې ویل شوي و چې داعش خراسان څانګې په افغانستان کې خپلې عملیاتي وړتیاوې زیاتې کړي او تر خوا یې د وسله‌والو او د کورنیو د غړو شمېر یې له ۴زرو تر ۶زرو کسانو پورې اټکل شوی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG