د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

ډپلوماټ مجله:ایران له طالبانو سره د پراخې همکارۍ پر لور روان دی


په کابل کې د ایران د سفارت لوحه
په کابل کې د ایران د سفارت لوحه

ډپلوماټ مجلې په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې چې ایران له طالبانو سره د پراخې همکارۍ پر لور روان دی.

په دې مقاله کې د سر څو برخې د سرحدي سیمو د خوندي ساتلو او د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان په وړاندې د ګډو عملیاتو د مخته وړلو په اړه څرخیږي.

«د داعش د خراسان ولایت» د جنوري په درېیمه په کرمان کې د ایران د سپاه پاسداران د یوه جګپوړي مشر قاسم سلېماني د وژنې د څلورم تلین مراسم هدف وګرځول چې پکې لږ تر لږه ۹۰ تنه ووژل شول.

قاسم سلېماني د قدس ډلې مشر و چې معمولأ یې د سپاه بهرني عملیاتونه او ملېشه ډلې رهبري کولې.

د ډپلوماټ په لیکنه، سره له دې چې د دغه مرګوني برید مسوولیت داعش خراسان څانګې ومانه خو په ایران کې چارواکو سمدستي د دغه برید پړه په اسراییل او امریکا ور واچوله.

د ډپلوماټ په دې مقاله کې وړاندې راغلي چې د داعش د بریدونو په زیاتېدو د ایران د کورنیو چارو د وزیر احمد وحیدي د لرې کولو لپاره غوښتنې زیاتې شوي.

وحیدي او د ایران نور چارواکي هلته د بریدونو تر زیاتېدو وروسته اوس په دې لټه کې دي چې د داعش خراسان پر وړاندې د مبارزې لپاره له طالبانو سره اړیکې غښتلې کړي.

د ډپلوماټ په لیکنه د اړیکو د ښه والي دا هڅې ډېرې اسانې هم نه برېښي ځکه طالبان او ایران په ګڼو مساییلو سره مخالفتونه پالي.

ډپلوماټ د افغانستان او ایران تر منځ نا حل شوې سرحدي شخړې او د هلمند د اوبو معاهده په دې برخه کې واضح خنډونه بولي.

مېل انلاین د افغان پخواني پوځ د سلګونو ځانګړو ځواکونو په تړاو مقاله خپره کړې چې له بريټانیا سره یې په جګړه کې همکاري کړې خو اوس یې دا هېواد نه انتقالوي.

په مقاله کې راغلي چې د بريټانیا حکومت د ۳۳۳ او ۴۴۴ خاصو قطعو د اکثرو دغو پخوانیو ځانګړو ځواکونو د انتقال او مېشتولو غوښتنې رد کړې دي.

سره له دې هم دا تمه کېږي چې د بریټانیا پر حکومت او کورنیو چارو وزارت باندې د شته فشارونو په سبب ژر د شاوخوا څلورو سوو کسانو د دوسیې په اړه پرېکړه وشي چې په اساس به یې بريټانیا ته د هغوی د انتقال برخلیک معلومیږي.

مېل انلاین د دغو پوځیانو د برخلیک په اړه یوه تحقیق ته په اشارې ادعا کړې چې څنګه د دې خاصو قطعو غړي د طالبانو له خوا په غچ اخیستونکو اقداماتو کې تعقیب، شکنجه او یا وژل شوي دي.

د مقالې له مخې، لږ تر لږه دوه سوه ځانګړي افغان ځواکونه چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته تښتېدلي وو، د بریټانیا د پاتې راتلو په سبب بېرته افغانستان ته استول شوي او هلته د طالبانو له ګواښ سره مخ دي.

بریټانیا نږدې ۲۵زره کسان تر دې دمه له افغانستانه ایستلي او د بریټانیا په بیلابیلو ښارونو کې یې ځای ورکړی.

سره له دې هم سلګونه له خطر سره مخ خلک د بریټانیا د ژمنو د عملي کېدو په تمه په پاکستان یا افغانستان کې پاتې دي.

XS
SM
MD
LG