د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

ډيپلومات: کابل او تهران د اوسپنې د دوه اړخيزې پټلۍ يوه تجربه ترسره کړې


د خواف-هرات رېل پټلۍ
د خواف-هرات رېل پټلۍ

ډیپلومات:

ډیپلومات خپرونه لیکي، له افغانستان او ایران سره د لوېدیځ د اوسني کړکېچ سربېره، کابل او تهران د اوسپنې د دوه اړخیزې پټلۍ یوه تجربه ترسره کړې ده.

د خپرونې په باور د دې تجربې هدف دا دی چې له چین او هند سره یو ډول وصل شي.

ډیپلومات وړاندې لیکي، له اروپا سره د افغانستان او ایران ارتباط قطع شوی دی، نو دا دوه هېوادونه غواړي چې یوه نوې متبادله لار پیدا کړي.

د خپرونې په باور د خواف-هرات د رېلګاډي پروژه تهران او کابل ته دا فرصت برابروي چې د غرب د هڅو سربېره له انزوا څخه ووځي.

د مې په نهمه له ایرانه د خواف-هرات د پټلۍ له لارې لومړۍ کارګو افغانستان ته ورسېده، په دې کې اوولس ډبې وې چې د ریل پټلۍ شپږ سوه پنځه پنځوس ټنه وسایل یې انتقال کړل.

له دې وسایلو به د پټلۍ د نورې برخې د جوړېدو لپاره استفاده وشي.

د خواف-هرات پټلۍ دوه سوه پنځه ویشت کیلومتره اوږده ده چې یو سل او څلوېښت کیلومتره یې په افغانستان کې ده او پاتې پنځه اتیا کیلومتره په ایران کې.

د دې پټلۍ د جوړېدو چارې په ۲۰۰۷م کال کې پیل شوې وې.

ایرانۍ رسنیو په وروستیو کې خبر ورکړ چې دا پټلۍ به د چین او هند د رېل له شبکو سره وصل شي.

د پلان له مخې د ریل دا شبکه به ایران او افغانستان، تاجکستان، قرغزستان او چین سره ونښلوي.

سټارز اینډ سټرایپس:

د لوېدیځ بله خپرونه سټارز اینډ سټرایپس ورځپاڼه لیکي، د امریکا د کانګرس غړي هڅه کوي چې هغو افغانانو ته چې په تېرو شلو کلونو کې یې په افغانستان کې له امریکایانو سره همکاري کړې ده د ویزو پروګرام پراخ کړي.

سناتورې جین شاهین او سناتورې روجر ویکر یوه لایحه چمتو کړې ده چې له مخې یې د افغانانو لپاره د ځانګړیو ویزو پروګرام تر ۲۰۲۹م پورې تمدیدېږي او نورو شل زره افغانانو ته به نوې ویزې ورکړي.

سټارز اینډ سټرایپس لیکي، په نوې لایحه کې د قانوني چارو د پرمختګ لپاره د اسانتیاوو وړاندیز هم شوی دی.

د اوس لپاره د افغانانو د مهاجرت نږدې یو لک قضیې لاینحله پاتې دي.

سناتورې شاهین د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، هره ورځ د طالبانو تر حاکمیت لاندې د امریکایانو د متحدانو او د هغوی د کورنیو د غړیو ژوند له خطر سره مخامخ دی.

د افغانانو لپاره د ځانګړیو ویزو د پروګرام پر تمدید پروسږ کال په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو یو شمېر غړیو اعتراض وکړ چې بیا دا پروګرام له کلنۍ بودیجې بهر شو.

XS
SM
MD
LG