د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

بلومبرګ: طالبانو ایران سره جګړې ته سلګونه پوځي ګاډي او ځانمرګي چمتو کړي


د طالبانو یو شمېر ځواکونه له ایران سره پر ګډه پوله ولاړ دي - ارشیف
د طالبانو یو شمېر ځواکونه له ایران سره پر ګډه پوله ولاړ دي - ارشیف

د جوریست ( Jurist) په نوم انلاین خپرونې په برېتانیا کې د هغو افغانانو د بې کوره کېدو ستونزې ته کتنه کړې، چې بریتانیا د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته له افغانستانه تخلیه کړي دي.

مقاله لیکونکي نه دي ویلي، چې څه شمېر افغانان برېتانیا کې د بې کوره کېدو له ستونزې سره مخامخ دي، خو د یوې حکومتي ارزونې له مخې یې لیکلي، په هرو پنځو افغانانو کې چې په هوټلونو کې اوسیږي، یو هغه یې د هستوګنې لپاره ځای نه لري.

په لیکنه کې راغلي، د برېتانیا حکومت له هوټلونو د دغو افغانانو اېستل پيل کړي او دې کار پر هغو محلي شوراګانو فشار زیات کړی، چې کډوالو ته د کورونو د پیدا کولو چارې مخته بیایي.

په تېره مې میاشته کې برېتانیایي چارواکو وویل چې شاوخوا ۸ زره افغانان په هوټلونو کې اوسیږي او هغه مهال یې د اګست میاشتې تر وروستیو دغو کسانو ته مهلت ورکړ چې ځانته کورونه پیدا کړي.

برېتانیا پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته شاوخوا ۲۴۶۰۰ افغانان هغه هېواد ته انتقال کړل.

په دوی کې د برېتانیایي ځواکونو پخواني افغان کارکوونکي او د هغوی د کورنۍ غړي شامل دي.

له امریکا خپرېدونکې بلومبرګ انلاین خپرونې بیا د افغانستان او ایران د اوبو لانجې ته کتنه کړې ده.

مقاله کې راغلي، د تېرې مې میاشتې په نیمایي کې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د طالبانو چارواکو ته ګواښ وکړ، چې د هلمند د اوبو موافقه عملي کړي، که نه دا کار به یې ناوړه عواقب ورته ولري.

مقاله کې لولو، د رییسي تر دې خبرداري یوه اونۍ وروسته د ایران او افغانستان په پوله کې جګړه وشوه، چې دوه ایراني پوله ساتي او د طالبانو یو غړی په کې ووژل شو.

مقاله کې راغلي، د ایران او طالبانو استازو د هلمند د موافقې پر سر د ډيپلوماتیکو هڅو د دوام او ځینو پرمختګونو خبره کړې، خو لیکوال د طالبانو د یوه چارواکي په حواله ویلي چې طالبان له ایران سره جګړې ته هم چمتووالی نیسي.

دغه طالب چارواکي د نوم نه ښودو په شرط بلومبرګ ته ویلي، طالبانو له ایران سره احتمالي شخړې ته سلګونه پوځي ګاډي او دغه راز خپل ځانمرګي بریدګر چمتو کړي دي.

د طالبانو ویاندویانو په دې اړه د بلومبرګ پوښتنې نه دي ځواب کړي، خو پخوا تر دې دوی ویلي، له ایران سره د اوبو لانجه د خبرو له لارې هواریدلی شي.

XS
SM
MD
LG