د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

پاکستاني رسنۍ: ۴ هېوادونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه د طالبانو حکومت ته اعتراض کړی


ویل شوي چې یاد شوی اعتراض "د افغانستان سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار" غونډه کې خاموشانه د طالبانو حکومت ته سپارل شوی
ویل شوي چې یاد شوی اعتراض "د افغانستان سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار" غونډه کې خاموشانه د طالبانو حکومت ته سپارل شوی

پاکستاني رسنیو له دې ډلې ایکسپریس ټریبیون راپور ورکړی چې د چین، روسیې، ایران او پاکستان استازو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه خپل اعتراض د طالبانو حکومت ته سپارلی دی.

ورځپاڼې د یک‌شنبې په ورځ د سرچینو له قوله په یوه راپور کې لیکلي، د دې هېوادونو استازو خپل اعتراض د جنوري په ۲۹مه په کابل کې "د افغانستان سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار" غونډه کې خاموشانه د طالبانو حکومت ته وسپاره.

په راپور کې زیاته شوې، دې څلورو هېوادونو په نهیلۍ د طالبانو حکومت ته اعتراض کړی چې په افغانستان کې په ترهګرو ډلو اړین کنټرول نه‌لري.

د ایکسپریس ټربیون له قوله، د دې اعتراض د سپارلو پلان پاکستان طرحه کړی و؛ هغه هېواد چې د ورځپاڼې په خبره ادعا کوي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ له امله تر ټولو ډېر زیان ور رسېدلی دی.

پاکستان ادعا لري چې پر ضد یې بریدونه له افغانستانه سمبالیږي، خو هلته طالب چارواکي دا ادعاوې ردوي
پاکستان ادعا لري چې پر ضد یې بریدونه له افغانستانه سمبالیږي، خو هلته طالب چارواکي دا ادعاوې ردوي

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو "د افغانستان سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار" غونډه کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وویل، دوی په هیڅ وجه نه غواړي چې په سیمه کې کوم هېواد نا امنۍ او بې‌ثباتۍ سره مخ شي.

که څه هم وړاندې د روسیې په ګډون د افغانستان ګاونډیانو او د سیمې هېوادونو د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د ترهګرۍ او ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه اندېښنه ښودلې وه، خو په ښکاره دا لومړی ځل دی چې په مشترک ډول څو هېوادونه په دې اړه خپلې اندېښنې او اعتراض د طالبانو حکومت ته سپاري.

د ویلو ده چې نږدې میاشت وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ ویلي و چې په بلوچستان، پښتونخوا او یو شمېر نورو سیمو کې یې د بریدونو وروسته، په دې پېښو کې د ښکېلو کسانو او نورو مسایلو په اړه د طالبانو حکومت ته یو شمېر اسناد سپارلي دي.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د دې څرګندونو په ځواب کې د دوی تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون سره مرکه کې په پاکستان کې نا امني د دې هېواد کورنۍ مسله بللې وه او زیاته کړې یې وه، دوی به دا اسناد وڅېړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې دوی په افغانستان کې د پاکستان ضدو ډلو د موجودویت په اړه ادعا شوي او ورسپارل شوي اسناد څېړي
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې دوی په افغانستان کې د پاکستان ضدو ډلو د موجودویت په اړه ادعا شوي او ورسپارل شوي اسناد څېړي

پاکستان ادعا کوي چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان ډله فعاله ده او له دې ځایه په هغه هېواد کې بریدونه پلانوي.

روسیه او ایران تر ډېره په افغانستان کې د داعش له پیاوړتیا اندېښنه لري او چین بیا د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او ایغور بیلتون غوښتونکي د امنیتي ګواښ په توګه پېژني.

خو د طالبانو حکومت بیا وايي، افغانستان کې هیڅ ترهګره ډله فعالیت نه‌لري.

طالبان دا ادعا داسې مهال کوي چې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه راپور کې وویل، القاعده شبکې په افغانستان د روزنې ۸ مرکزونه جوړي کړي او د دې شبکې جګپوړي چارواکي لا هم په دې هېواد کې شته.

په دې راپور کې دا هم راغلي و چې له 'ټي ټي پي' سره د طالبانو د یوځای کېدونکو کسانو شمېر زیات شوی او د داعش خراسان څانګه لا هم د سیمې او افغانستان لپاره ګواښ دی، خو طالبانو په وار- وار د داعش ډلې د ځپلو ادعا کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG