د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

رسپانسیبل سټيټ کرافټ: پر افغانستان هوايي بريد د تحریک طالبان پاکستان د حملو غچ وو


ارشيف: پاکستان جيټ طياره
ارشيف: پاکستان جيټ طياره

نيويارک ټايمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله اخري ګڼه کې د افغانستان په خاوره کې دننه د پاکستان د هوايي بمباریو تلفاتو زیاتېدو ته په پام یوه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې د طالبانو د حکومت د چارواکو له قوله راغلي چې په ختیځ افغانستان کې د پاکستان د پوځ په هوايي بمبارۍ کې د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۴۵ ته ورسېد.

په مقاله کې یادونه شوې چې د اګست له پنځلسمې راهيسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې سخت دريځي له افغان خاورې پر پاکستان حملې کوي. طالبانو تروریستي ډلو ته د پناه ورکولو تورونه رد کړی دی.

وروسته لولو چې د خوست د اطلاعاتو او کلتور رییس شبیر احمد عثماني ویلي چې د شنبې په ورځ په سپېدو کې پاکستاني الوتکو په خوست او کونړ ولایتونو کې په هوايي حملو کې د ښځو او کوچنیانو په ګډون ملکیان وژلي او ۲۲ نور یې ټپیان کړي.

د طالبانو حکومت دا حملې وغندلې او وې ویل چې د دواړو هېوادونو تر منځ ستونزې باید له سیاسي لارې حل شي.

په دې مقاله کې یادونه شوې ده چې پاکستان دا بمبارۍ نه دي تایید کړي خو د یکشنبې په ورځ پاکستاني چارواکو وویل چې له افغانستانه پر پاکستاني امنیتي ځواکونو حملې زیاتې شوي او له طالبانو یې وغوښتل چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډیورنډ پر کرښه امنیت ټينګ کړي.

د شنبې په ورځ د پاکستان د بمبارۍ په اعتراض کې په پاکستان او افغانستان کې سلګونو کسانو لاریونونه وکړل.

مقاله د تحریک طالبان پاکستان د ویاند محمد خراساني په دې خبره پای ته رسېدلې چې وايي: د پاکستان پوځ ننګوي چې د ځپل شویو او کډوالو پر کمپونو د بمبارۍ پر ځای دې له دوی سره د جګړې په ډګر کې مخامخ شي.

رسپانسیبل سټيټ کرافټ:

د رسپانسیبل سټيټ کرافټ په نوم یوې انلاین مجلې هم په افغانستان کې د پاکستان هوايي بمبارۍ ته په پام یوه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې راغلي چې د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوايي حملې په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان د حملو غچ وو.

په دې مقاله کې د پاکستاني پوځ د ضرب عضب په نوم د ۲۰۱۴ او ردالفساد په نوم د ۲۰۱۷م عملیاتو ته اشاره شوې چې په نتیجه کې يې د مقالې په وینا په پاکستان کې سخت دريځي له پښو ولوېدل.

خو وروسته لولو چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته تحریک طالبان پاکستان یو ځل بیا زړه ور شوي او د طالبانو حکومت ته د یوه الګو په سترګه ګوري چې باید تکرار شي.

په دې مقاله کې په پاکستان کې پر سرتېرو د تحریک طالبان پاکستان د حملو یادونه شوې او ویل شوي چې له همدې کبله له افغان طالبانو سره د پاکستان اړیکې ښايي خرابې شي.

XS
SM
MD
LG