د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

شهباز شریف: له پولې هاخوا تروریزم د پاکستان لپاره نور د منلو وړ نه دی


د پاکستان صدراعظم، شهباز شریف
د پاکستان صدراعظم، شهباز شریف

په داسې حال کې چې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ترمنځ کړکېچ زیات شوی، د پاکستان صدراعظم وايي له پولې هاخوا ټروریزم نور د پاکستان لپاره د زغم وړ نه دی.

شهباز شریف دا څرګندونې پرون چهارشنبه د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د شنبې ورځې تر حملې وروسته د کابینې غونډې ته وکړې.

د هغې حملې په نتیجه کې اووه پاکستاني سرتېري وژل شوي وو.

د پاکستان صدراعظم بې له دې چې د افغانستان نوم واخلي ویلي، که د کوم ګاونډي هېواد خاوره د ټروریزم لپاره کارول کېږي، دا به د منلو وړ نه وي:

" که د ګاونډي هېواد خاوره د ټروریزم لپاره کارول کېږي، دا د زغم وړ خبره نه ده. دا خبره دې ښکاره وي، چې موږ به په هېڅ ډول د پولې له بلې غاړې د ټروریزم هېڅ بڼه ونه زغمو."

د پاکستان صدراعظم دا څرګندونې داسې وخت کوي چې د پاکستان حکومت ادعا کوي چې د استخباراتي اطلاعاتو پر اساس ورته معلومه شوې چې په میرعلي کې د تېرې شنبې حمله د افغانستان په خاوره کې پلان شوې وه، خو پاکستاني چارواکو اسناد او شواهد نه دي وړاندې کړي.

پاکستاني الوتکو تېره دوشنبه په پکتیکا او خوست ولایتونو کې بمبار وکړ چې د ښځو او ماشومانو د وژل کېدو سبب شو
پاکستاني الوتکو تېره دوشنبه په پکتیکا او خوست ولایتونو کې بمبار وکړ چې د ښځو او ماشومانو د وژل کېدو سبب شو

تر دغې پېښې وروسته د پاکستان جټ الوتکو د دوشنبې سهار په پکتیکا او خوست کې دوه کورونه په نښه کړل چې په پایله کې یې د طالبانو حکومت د معلوماتو پر بنسټ ۵ ښځې او درې ماشومان ووژل شول.

ګڼو څارونکو دا د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا د پاکستان ښکاره تېری بللی او له نړیوالو یې د دغسې سرغړونو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

پرون بیا د بلوچستان ایالت په ګوادر بندر کې پر دولتي ودانیو ډله ییز برید وشو چې مسوولیت یې د بلوڅانو د ازادۍ پوځ منلی دی.

د بلوچستان ایالت اعلی وزیر سرفراز بګتي وایي، په ګوادر کې ټول اته بریدکوونکي وژل شوي دي.

نوموړي په برید کې پاکستاني ځواکونو ته د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

ګوادر بندر هرمز تنګي ته نژدې د عرب سمندرګي د تېلو د لېږدوونکو بېړیو لپاره یوه حیاتي لاره ده.

له کله چې طالبانو بیا پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، پاکستاني چارواکي په خپله خاوره کې د ګڼو مسوول هغه وسلوال بولي چې په باور یې په افغانستان کې دي، خو د طالبانو د حکومت ویندویانو دا تورونه په وار- وار رد کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG