د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي تر ۶زرو غړو د موجودیت ادعا؛ درانی: پیسې یې هند ورکوي


د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی، اصف درانی
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی، اصف درانی

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، اصف دراني په یوه ناسته کې ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي ډلې له ۵۰۰۰ تر ۶۰۰۰ غړي، په افغانستان کې موجود دي.

د ډان پاکستاني رسنۍ د راپور له مخې، د "افغانستان سوله او پخلاینه؛ د پاکستان ګټې او د سیاست اختیارونه" په نوم د بحثونو د لړۍ دغه ناسته د شنبې په ورځ د پاکستان د سولې د مطالعاتو انسټېټیوټ یا پي‌آی‌پي‌ایس لخوا جوړه شوې وه.

اصف دراني دغه شان ادعا کړې، اسلام اباد شواهد لري چې ټي ټي پي ډله د هند لخوا او د افغان نیابتیانو له لارې یې پيسې ترلاسه کوي.

د پاکستان ځانګړي استازي زیاته کړه: "داسې ښکاري چې د دوی د ساتنې لګښت بل څوک ورکوي، ځکه چې د افغانستان موقت حکومت د دومره لوی شمېر خلکو د ورځنيو لګښتونو د پوره کولو توان نه لري."

اصف دراني په دې اړه کوم اسناد او شواهد نه دي وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې هند او پاکستان وخت په وخت یو بل د ترهګریزو ډلو پر ملاتړ تورنوي.

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل د دراني د ادعاوو په اړه د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وپوښتي، خو نوموړي په دې اړه پوښتنې ځواب نه کړې.

مخکې طالب چارواکو د پاکستان د دې ادعاوو په ځواب کې چې ګواکې د دوی حکومت له پاکستاني طالبانو سره اړیکې لري، ویلي چې د پاکستان ناامني د دې هېواد کورنۍ مسئله ده او د افغانستان خاوره به د هيڅ هېواد په ضد ونه کارول شي.

درانی: شواهد لرو چې ټي ټي پي ډله د هند لخوا او د افغان همکارانو له لارې یې پيسې ترلاسه کوي.
درانی: شواهد لرو چې ټي ټي پي ډله د هند لخوا او د افغان همکارانو له لارې یې پيسې ترلاسه کوي.

په راپور کې دغه شان د اصف درانې له قوله لیکل شوي: "د تحریک طالبان پاکستان سره د سولې خبر اترې په تېرو وختونو کې ځکه ناکامې شوې چې دغه وسله واله ډله نه تسلیمېدو ته تیاره وه او نه هم د پاکستان اساسي قانون ته د وفادارۍ قسم کولو ته."

د یادونې ده چې په کندهار کې د طالبانو حکومت والي ملا شیرین د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ مذاکراتو ته زمینه برابره کړې وه.

نوموړي تېر کال په جنوري میاشت کې اسلام اباد ته سفر هم درلود او د دغه هېواد له سرپرست صدراعظم، بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو سره یې لیدلي وو.

په پاکستان کې د تېر سرپرست حکومت پر مهال د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ظاهرا ترینګلې وې، خو دا چې په پاکستان کې د نوي حکومت او د طالبانو د حکومت ترمنځ به اړیکې ښې او که لا ترینګلې شي، نه ده معلومه.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره په ټلیفوني اړیکه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د دوی او پاکستان اړیکې ترینګلې شوې دي
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د دوی او پاکستان اړیکې ترینګلې شوې دي

اسحاق ډار، د شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه، دې تیلیفوني اړیکې ته په اشارې سره لیکلي: "د ارتباطاتو، سوداګرۍ، امنیت، د تروریزم سره د مبارزې او د خلکو تر منځ د اړیکو پراخول د پاکستان لپاره لومړیتوب دی."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم پاکستان په وار وار تورونه لګولي چې د طالبانو په واکمنۍ کې پاکستاني طالبان په افغانستان کې خوندي پټنځايونه لري او د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان پر وړاندې د اسلام اباد په مبارزه کې همکاري نه ده کړې.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه تورونه تل رد کړي او ويلي يې دي چې په پاکستان کې د امنيت د ټينګښت مسووليت نه لري.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG