د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

د عاصم منیر وروستیو څرګندونو ته د یو شمېر افغان څېرو غبرګونونه


د پاکستان لوی درستیز، جنرال عاصم منیر
د پاکستان لوی درستیز، جنرال عاصم منیر

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر وروستیو څرګندونو چې د چهارشنبې په ورځ یې د دې هېواد د دولتي او خصوصي پوهنتونو یو شمېر محصلانو ته په یوه غونډه کې کړي، د افغانستان دننه او بهر په ټولنیزو رسنیو کې یې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، عاصم منیر ویلي چې د یوه پاکستاني ژوند له ټول افغانستانه مهم دی او هغه کسان به تعقیبوي چې د ده په خبره، د دوی پر اولادونو بریدونه کوي.

که څه هم د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی او د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد زموږ د پوښتنې په ځواب کې د دې موضوع په اړه د نظر له څرګندولو ډډه وکړه، خو یو شمېر سیاسي څېرو د جنرال عاصم منیر د خبرو په غبرګون کې یو شمیر څرګندونې کړې دي.

د تېر جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر، محمد حنیف اتمر د جنورۍ په ۲۶مه په خپله اېکس پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د جنرال عاصم منیر د څرګندونو په غبرګون کې لیکلي چې دا ډول څرګندونې ناعاقلانه او پارونکي دي او د خورا خطرناکو پایلو لامل ګرځي.

اتمر: د عاصم منیر څرګندونې غیر عاقلانه او پارونکې دي، خورا خطرناکې پایلې لرلی شي
اتمر: د عاصم منیر څرګندونې غیر عاقلانه او پارونکې دي، خورا خطرناکې پایلې لرلی شي

اتمر د ښاغلي منیر د هغو څرګندونو په غبرګون چې ویلې یې دي د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان (ټي تي پي) ډلې د وسله والو پرضد چې په خبره یې له افغانستانه پر پاکستان بریدونه کوي، جدي اقدام نه کوي، لیکلي:

"دا تور چې افغانستان د بلوڅو اورپکو او ټي ټي پي ملاتړ کوي په بشپړه توګه بې بنسټه دی او د هغو هېوادونو په ګډون چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې په افغانستان کې پوځي، دیپلوماتیکې او پراخې اطلاعاتي سرچینې لري، د هیڅ هېواد لخوا نه دي تایید شوي."

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د عاصم منیر د څرګندونو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د جنرال عاصم منیر څرګندونې کومه نوې خبره نه ده، دوی په تېرو څلورو لسیزو کې تل افغانانو سره دښمني کړې تر څو چې نن یې دا په واضح ډول وویل."

نبیل: د عاصم منیر خبرې نوې نه دي، پاکستان له څلورو لسیزې راهیسې افغانستان سره دښمني کړې ده
نبیل: د عاصم منیر خبرې نوې نه دي، پاکستان له څلورو لسیزې راهیسې افغانستان سره دښمني کړې ده

په پاکستان کې د طالبانو حکومت پخواني سفیر، عبدالسلام ضعیف هم د جنرال منیر د خبرو په غبرګون پر خپله اېکس پاڼه لیکلي:

"دوی خپل ارزښت په خپله ثابت کړی دی چې څومره خپل دین، وطن او خلکو ته وفاداره دي."

د سیاسي چارو پوه، داوود مایار ازادي راډيو سره په خبرو کې د جنرال عاصم منیر څرګندونې د تاسف وړ وبللې او زیاته یې کړه چې پاکستان په افغانستان کې د حکومتونو د دوام خلاف دی.

مایار وویل:

" د پاکستان اصلي ستراتيژي یا بهرنی سیاست د افغانستان په هکله داسې دی چې دوی د افغانستان د نظامونو پر ضد ستراتيژي لري، یعنې دوی د افغانستان د نظامونو له تداوم څخه باید مخنیوی وکړي، په دې پوهېږو چې د یوه نظام تداوم د هغه د پرمختګ لامل کیږي او د افغانستان پر مختګ د پاکستان په ګټه نه دی او دوی تل دا هڅه کوي چې افغانستان پرمختګ ونه کړي او نظامونه يې دوام ونه لري."

د پاکستان د لوی درستیز، جنرال عاصم منیر دا خبرې، د پاکستان د بېلابېلو چارواکو د هغو خبرو دوام ګڼل کیږي چې د تحریک طالبان پاکستان د وروستیو بریدونو پړه په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر اوږو اچوي او ادعا کوي چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په افغانستان کې پناه اخیستې ده؛ هغه ادعا چې په افغانستان کې د طالبانو چارواکو تل رد کړې او د ټي ټي پي ډلې فعالیت او د پاکستان امنیت یې د هغه هېواد کورنۍ مسله ګڼلې ده.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG