د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۷

جنرال عاصم منیر: د یوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان راته مهم دی


د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر وایي، د یوه پاکستاني ژوند له ټول افغانستانه مهم دی.

هغه دا خبره پرون چهارشنبې د پاکستان د دولتي او خصوصي پوهنتونو یو شمېر محصلانو ته په یوه غونډه کې کړي او ویلي یې دي چې هغه کسان به تعقیبوي چې د ده په خبره، د دوی پر اولادونو بریدونه کوي.

هغه په دې اړه نورجزییات نه دي ورکړي، خو د پاکستانۍ ایکسرس تربیون ورځپاڼې د راپور له مخې چې د نوموړي څرګندونې یې را اخیستي، اسلام آباد د تحریک طالبان پاکستان له ډلې یاټي ټي پي سره چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته یې په پاکستان کې تروریستي بریدونه زیات کړي، له خبرو کولو ډډه کړې ده.

اسلام آباد د طالبانو حکومت تورن کړی چې د دې ډلې د وسله والو پرضد چې په خبره یې له افغانستانه پرپاکستان بریدونه کوي، جدي اقدام نه کوي، هغه تور چې د طالبانو د حکومت چارواکو تل رد کړی او ویلي یې دي چې پاکستان دې په خپله امنیتي چارې سمبالې کړي او پر نورو دې بې ځایه تورونه، نه لګوي.

پاکستان د خپلو نا امنیو ملامتي پر افغانستان اچوي، خو طالب چارواکي وایی چې خبل امنیت دې خپله سمبال کړي
پاکستان د خپلو نا امنیو ملامتي پر افغانستان اچوي، خو طالب چارواکي وایی چې خبل امنیت دې خپله سمبال کړي

جنرال عاصم منیر ویلي چې افغانستان له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان په بلوچستان کې چې د نورو سخت دریځو ډلو ترڅنګ بلوڅ بیلتونپالي د دې سیمې د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي، د نا امنیو ترشا لاس لرلی او د ده په خبره دې لویدیځ ګاونډي د پاکستان په وړاندې هیڅکله هم د دوستۍ نښه نه ده ښودلې.

ښاغلی منیر دغه خبره داسې مهال کوي چې د افغانستان د څه باندې پنځو لسیزو جګړو په اړه اکثره افغانان په دې باور دي چې پاکستان پکې مهم رول لوبولی دی.

د پاکستان د پوځ جنرال عاصم منیر همدارنګه ویلي، کله چې پاکستان خپلواک شو، افغانستان یوازېنی هیواد و چې په ملګرو ملتونو کې یې د پاکستان له غړیتوب سره مخالفت وکړ.

هغه زیاته کړې، ستونزه داده چې د پاکستان وګړي تاریخ نه لولي.

ښاغلي منیر د افغانستان د مخالفت دلیل نه دی بیان کړی هغه چې د دواړو هیوادونو په اړیکو کې کلونه، کلونه سترخنډ بلل کیږي هغه د ډیورند کرښه ده چې افغانستان یې تراوسه د دواړو هېوادونو ترمنځ د بېلې شوې کرښې په توګه په رسمیت نه پېژني.

زردشت شمس چې د افغانستان د پرځیدلي جمهوریت پر مهال یوه موده په اسلام اباد کې افغان دیپلومات و، بیا پر افغانستان د پاکستان وروستي تورونه ردوي او په ورته توګه وايي پاکستان افغانستان د یو خپلواک هېواد په توګه نه ګڼي او اصلي ستونزه همدا ده.

زردشت شمس: د پاکستان مشکل دادی چې افغانستان یوخپلواک هېواد نه ګڼي
زردشت شمس: د پاکستان مشکل دادی چې افغانستان یوخپلواک هېواد نه ګڼي

هغه زیاتوي:

" د پاکستان مشکل دادی چې افغانستان یو خپلواک هېواد نه ګڼي، د افغانستان خپلواکي او استقلالیت دوی له زړه نه مني. که چېرې دا ومني، بیا مسایل حل کیږي. له یوه خپلواک هېواد سره اړیکې پالل، د اړیکو ساتل، ولو که هلته هرڅوک واکمن وي، هغه بیا دومره مشکلیږي نه. د ډېرو هېوادونو ترمنځ وړې شخړې وي، خو دا اړیکې مخکې ځي. د پاکستان مشکل دادی چې داسې فکر کوي چې دوی په دې سیمه کې له یو بل ګاونډي سره مشکل لري. دوی دا فکرکوي چې افغانستان باید په دې برخه کې هم، یعنې په نړیوال فورم کې، په سیمه ییزو چارو او مسایلو کې زما ملاتړی وي. پاکستان فکرکوي کومه تګلاره چې په دې سیمه کې پلي کوي، افغانستان هم باید په هغې کې له ماسره ودریږي."

د شمس په وینا، په افغانستان کې د طالبانو اوسنی حکومت ښايي د افغانستان په تاریخ کې یوازېنی داسې حکومت وي چې د پاکستان په ملاتړ او خوښه رامنځ ته شوی، خو د نوموړي په وینا داسې ښکاري چې پاکستان تر دې هم په افغانستان کې پراخ لاس غواړي.

شمس: د طالبانو اوسنی حکومت ښایي د افغانستان په تاریخ کې، د پاکستان په ملاتړ یوازېنی رامنځته شوی حکومت وي، خو پاکستان نور غواړي هم افغانستان کې پراخ لاس ولري
شمس: د طالبانو اوسنی حکومت ښایي د افغانستان په تاریخ کې، د پاکستان په ملاتړ یوازېنی رامنځته شوی حکومت وي، خو پاکستان نور غواړي هم افغانستان کې پراخ لاس ولري

د پاکستانۍ اکسپرس تربیون ورځپاڼې د راپورله مخې، د پاکستان د پوځ مشر هغو اعلامیو ته په اشاره چې د پاکستان له ختیځو او لویدیځو ګاونډیانو سره د دې هېواد د بهرني سیاست لومړیتونه په نښه کوي، له نوي ډیلي سره هم د اسلام آباد د اړیکو یادونه کړې او ویلي یې دي، هند چې د پاکستان موجودیت نه مني نو څرنګه کولای شي ورسره روغه جوړه وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG