د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۷

پاکستان کې نوی حکومت؛ ایا د طالبانو حکومت سره به د دوی په پالیسۍ کې بدلون راشي؟


په پاکستان کې د وروستیو ټاکنو له کمپاینه یو انځور
په پاکستان کې د وروستیو ټاکنو له کمپاینه یو انځور

یو شمېر افغان سیاسي کارپوهان وايي، د پاکستان د نوي حکومت په جوړېدو به په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د دغه هېواد د اړیکو په پالیسۍ کې کوم بدلون رانه‌شي.

د پاکستان د ټاکنو لومړنۍ پایله، په ملي او ایالتي مجلسي ټاکنو کې د خپلواکو نوماندانو مخکې کېدل څرګندوي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په لومړنیو پایلو کې د ملي اسمبلۍ چې ۲۶۶ څوکۍ لري، د ۱۰۶ حساب شویو څوکیو څخه ۴۷ د عمران خان پلویانو، ۳۸ د نواز شریف مسلم لیګ ګوند او ۳۱ څوکۍ د بلاول بوټو زرداري په مشرۍ پيپلز پارټي لاسته راوړي دي.

په داسې حال کې چې د پاکستان د انتخاباتو بشپړې او رسمي پایلې لا نه دي اعلان شوي، خو له دغو درېیو مخکښو ګوندونو د هر یوه بریا چې د پاکستان د حکومت د رهبرۍ تاریخ لري او له افغانستان سره په اړیکو کې یې د اختلاف او تقابل دریځ درلوده، د افغانستان لپاره هم اړین بلل کېږي.

له تېرو دوو کلونو راهیسې د طالبانو او پاکستان د حکومتونو تر منځ د اړیکو وضعیت ته په پام سره تر ډېره دا پوښتنه راپورته کېږي چې ایا د پاکستان د نوي حکومت په جوړېدو سره به له افغانستان سره د دغه هېواد د اړیکو په پالیسۍ کې بدلون راشي او که‌نه؟

یو شمېر افغان سیاسي کارپوهان د طالبانو د واکمنۍ لاندې د افغانستان په هکله د پاکستان په پالیسۍ کې د بدلون په اړه ډېر باور نه لري.

د سیاسي چارو پوه او په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلومات احمد سعیدي وايي، په پاکستان کې د هر ډول یو ګوندي یا ایتلافي ملکي حکومت جوړول د افغانستان په اړه د دغه هېواد سیاسي چلند نه شي بدلولی.

سعیدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په دې برخه کې ټولې پرېکړې د پاکستان پوځ کوي.

په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلومات احمد سعیدي
په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلومات احمد سعیدي

هغه زیاتوي: "دا چې د افغانستان په اړه او په افغانستان کې سیاست په اړه اردو تصمیم نیسي هر څوک چې په پاکستان کې قدرت ته ورسېږي څه نواز شریف وي یا د عمران خان ډله، د افغانستان پر وضعیت اغېز نه‌لري، ځکه تصمیم د اردو په لاس کې دی نه د ملکي حکومت."

په پېښور کې د افغان حکومت پخوانی جنرال قونسل حمید جلیلي هم په دې اړه ورته نظر لري او وايي: "د پاکستان بهرنی سیاست تل اردو پر مخ وړي. نو د دې پر بنسټ زه فکر کوم چې په پاکستان کې د نوې حکومت په راتلو د افغانستان پر وړاندې کوم بنسټیز بدلون نه راځي او شاید د پخواني سیاست لړۍ په راتلونکې کې هم دوام ومومي."

په پاکستان کې د پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ په اوومه په ټولټاکنو کې د پاکستان د مسلم لیګ‌ن مشر نواز شریف یو له هغو نوماندانو څخه دی چې د صدراعظم په توګه د څو دورو لپاره د پاکستان پر سیاست واکمن و.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان چې اوسمهال په زندان کې دی د انتخاباتو بل نوماند او د تحریک انصاف پاکستان ګوند مشر دی.

بلاول بوټو زرداري هم دې ټاکنو ته نوماند دی چې د بې نظیر بوټو زوی او د ذوالفقار علي بوټو لمسی دی چې دواړو یې د پاکستان خلکو لپاره د صدراعظمانو په توګه دنده ترسره کړې او وژل شوي دي.

په تېرو وختونو کې هم د پاکستان حکومتونو دافغانستان له تېرو حکومتونو سره ستونزې درلودې او تل د افغانستان په چارو کې په لاسوهنې او وېره اچونې تورن شوي، هغه څه چې پاکستان تل رد کړي دي.

د یادونې ده چې په تېرو دوو کلونو کې ظاهراً د طالبانو او پاکستان حکومتونو ترمنځ اړیکې هم ترینګلې شوې دي.

د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي وسله وال غړي
د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي وسله وال غړي

اسلام اباد تور لګوي چې د طالبانو په واکمنۍ کې پاکستاني طالبان په افغانستان کې خوندي پټنځايونه لري او د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان پر وړاندې د اسلام اباد په مبارزه کې همکاري نه ده کړې، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې په پاکستان کې د امنيت د ټينګښت مسووليت نه لري.

په افغانستان کې له څه باندې دوو کلونو د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو راهیسې د دوی د ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ څو ځلې په پولو کې نښتې شوي او په وار وار د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو او یو شمېر نورو مسایلو له امله پولې تړل شوې دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG