د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

ډېره اسماعیل خان کې د ۱۰ پولیسو وژل کېدل؛ د نا امنۍ زیاتوالی او د پاکستان را نژدې ټاکنې


د پېښې یو بستر شوی ټپي
د پېښې یو بستر شوی ټپي

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو پریوې تاڼې د وسله وال برید له امله، تر لسو زیاتو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ډېره اسماعیل خان د پولیسو ادارې نن دوشنبې رسنیو ته په یوه استولي بیان کې ویلي چې وسله والو تېره شپه شاوخوا درې بجې په درابڼ کې پر چوډه تاڼه برید وکړ چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه لس پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د بیان له مخې، ټپیان د ډېره اسماعیل خان مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.

د درابڼ د پولیسو د مشر مرستیال ملک انیس الحسین ویلي چې د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ نښتو یو ساعت دوام وکړ.

الحسین زیاتوي: بریدګرو له لاسي بمونو هم کار واخیست.

د هغه په وینا، وسله وال د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي او دوی یې د موندلو په لټه کې دي.

د شراب خان په نوم د دې تاڼې یوه پولیس مشال راډیو ته د پیښې په اړه وویل:

" زموږ دنده خلاصه شوې وه، پراته و او استراحت مو کاوه چې یودم له دروازې سره یوه غټه چاودنه وشوه. بیاموږ راووتو بهر، ډزې مزې مې کولې، بیا لاسي بمونه را شروع شول، له څلورو خوا لاسي بمونه راګوزاریدل."

ډېره اسماعیل خان
ډېره اسماعیل خان

تراوسه د دغه برید مسولیت چا یا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو په سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي او یو شمېر نورې ډلې فعالې دي.

دغه برید داسې مهال شوی چې درې ورځې وروسته د فبرورۍ په اتمه په پاکستان کې عمومي انتخابات کیږي.

له دغو انتخاباتو سره هم مهاله، دا ډول بریدونه هم زیات شوي دي.

د ډېره اسماعیل په دې سیمه کې له دې مخکې هم پر امنیتي ځواکونو ډېر بریدونه شوي چې تر ټولو لویه یې د روان کال د لیندۍ په ۲۱ وه.

په یاد شوي برید کې ۲۳ پوځیان ووژل شول او تر۳۰ زیات ټپیان شول.

د دغه برید مسوولیت د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې کمې پېژندل شوې ډلې منلی و.

درې ورځې وروسته د فبرورۍ په اتمه په پاکستان کې عمومي انتخابات کیږي
درې ورځې وروسته د فبرورۍ په اتمه په پاکستان کې عمومي انتخابات کیږي

د پاکستان په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې په دې وروستیو کې د شخړو له زیاتوالي سره د فبرورۍ د اتمې د عمومي انتخاباتو په درشل کې له چارواکو سره د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوي، خو د پاکستان د انتخاباتو مرکزي کمیسیون له امنیتي چارواکو سره له مشورو وروسته وویل چې انتخابات به له پلان سره سم پرمخ لاړشي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې د دغو انتخاباتو د امنیت د خوندیتوب لپاره د پوځ او پولیسو په زرګونو غړي ګومارل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG