د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

د پاکستان په بلوچستان کې چاودنه او مرګ ژوبله


د پېښې سیمه
د پېښې سیمه

د بلوچستان د سیوۍ ښار پر جناح واټ باندې په ځايي وخت پرون د مازیګر په پنځو بجو چاودنه شوې ده.

د سېوۍ د پولیسو مرستیال مشر عمایت بنګلزي‌ د ازادي راډیو مشال څانګې ته تایید کړې چې چاودنه له سیمې د تحریک انصاف ګوند کمپایني لاریون د تېرېدو په وخت شوې.

د پېښې د مرګژوبلې په اړه بیلابیل ارقام خپاره شوي خو د سیوۍ د روغتیا مسوول ډاکتر عمران بلوچ اسوشیتید پریس ته ویلي څلور کسان مړه او شپږ ټپیان دي.

دغه ډاکټر ویلي:

" مازیګر شاوخوا پنځه بجې په جناح واټ سیوۍ کې یوه چاودنه شوې، چې تر دې دمه موږ ته څلور مړي او شپږ ټپیان راوړل شوي دي. ټپي شوي کسان تر درملنې وروسته (روغتون) وارډ ته لېږدول شوي او وضعیت یې د ډاډ وړ دي" .

رویټرز خبري اژانس د شپې ناوخته لیکلي چې د اسلامي دولت ډلې په خپل تلګرام چینل کې د دغه بمي برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

پرون د پاکستان یوې محکمې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان او مرستیال شاه محمود قریشي په ۱۰-۱۰ کاله بند محکوم کړل
پرون د پاکستان یوې محکمې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان او مرستیال شاه محمود قریشي په ۱۰-۱۰ کاله بند محکوم کړل

د تحریک انصاف ګوند د پلویانو د لاریون پر مهال چاودنه وروسته له هغه وشوه چې د پاکستان یوې محکمې د تحریک انصاف بنسټګر او د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان او د ګوند مرستیال او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي په لس لس کاله بند محکوم کړل.

بلوچستان صوبه سه شنبه سهار وختي هم د سختو بریدونه شاهده وه.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو آی اس پي ار د دفتر د بیان له مخې وسله والو بریدګرو چې پکې ځانمرګي حمله کوونکي هم شامل وو په ماچ او کولپور سیمو کې پوځي اډې تر بریدونو لاندې ونیولې. په بیان کې راغلي چې په دغو بریدونو کې دوه ملکیان او څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي. آی اس پي ار ویلي چې نهه بریدګر هم په ځوابي حملو کې وژل شوي دي.

اخوا د بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرش آرمي په دوو جلا خبرپاڼو کې ادعا کړې چې پر پاکستاني پوځیانو په بریدونو سره یې ۵۵ پاکستاني پوځیان وژلي دي.

بلوچستان په شمال کې له افغانستان او په لوېدیځ کې له ایران سره ګډه ځمکنۍ پوله لري او یوه خوا ته یې عرب سمندرګی پروت دی. دا د پاکستان ترټولو لویه د طبیعي ګازو ساحه ده چې نور ګڼ معدني لکه سره زر او نور قیمتي فلزات هم پکې شته.

بلوچستان د چین د څو میلیارد ډالریزې پروژې سي پیک په مخ کې یو لوی او اساسي ځای لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG