د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

اکسپرس ترېبیون: د طالبانو حکومت له اسلام اباد سره د خبرو د نوي رسمي کانال پرانیستلو په هڅه کې دی


پاکستان ته د کندهار د طالب والي مخکینی سفر او د بهرنیو چارو د هغه مهال وزیر سره یې لیدنه( ارشیف)
پاکستان ته د کندهار د طالب والي مخکینی سفر او د بهرنیو چارو د هغه مهال وزیر سره یې لیدنه( ارشیف)

د پاکستان اکسپرس ترېبیون ورځپاڼې د پاکستاني سرچینو له قوله خبر ورکړی چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له اسلام اباد سره د خبرو د نوي رسمي کانال د پرانیستلو هڅه کوي.

ورځپاڼې لیکلي چې د همدې هڅو په لړ کې روانه اوونۍ په کابل کې د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني کندهار ته تللی او د طالبانو مشر ملا هبت الله ته نږدې کس او د کندهار والي ملا شیرین اخوند سره یې کتلي دي.

د ورځپاڼې په خبره، که څه هم د کابل او اسلام اباد ترمنځ رسمي خبرې پرې شوي خو په ټکو یې غیر رسمي اړیکې لا هم فعالې دي.

دې ورځپاڼې په خپل راپور کې لیکلي دي چې د طالبانو حکومت په پاکستان کې د نوي حکومت سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د رامنتځه شویو مسایلو د حل په لټه کې دی.

اکسپرس ترېبیون د یو شمېر ډیپلوماټیکي سرچینو له قوله چې په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي ادعا کړې چې د طالبانو حکومت لا هم ټینګار کوي چې پاکستان باید د دوی په ټکو له پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي سره د خبرو له لارې خپلې ستونزې حل کړي.

ورځپاڼې لیکلې چې نظاماني د کندهار والي ملا شیرین ته ډاډ ورکړی چې اسلام اباد ته د تګ پر مهال به د دوی غوښتنې د پاکستان له لوړو پوړو چارواکو سره شریکې کړي.

په کابل کې د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني
په کابل کې د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني

په کابل کې د پاکستان سفیر کندهار ته په پاکستان کې د نوي حکومت تر جوړېدو وروسته سفر کوي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اکسپریس ترېبیون د ادعاوو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو په کندهار کې د طالبانو د حکومت ولایتي رسنیز دفتر هم دا لیدل تایید کړي او ویلي، ملا شیرین ښاغلي نظاماني ته په پاکستان کې د ټاکنو د ترسره کېدو او نوي حکومت د رامنځته کېدو مبارکې ورکړې او هیله یې ښودلې چې اسلام اباد به د دواړو هېوادونو ترمنځ ګټې خوندي او په راتلونکې کې به د خبرو امن فضا رامنځته کړي.

دې دفتر د سه شبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې دا خبره کړې ده.

د یادونې ده، ملا شیرین هغه طالب چارواکی دی چې د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ یې د مذاکراتو زمینه سازي هم کړې وه.

نوموړي د تېرې جنوري میاشتې په لومړیو کې اسلام اباد ته سفر هم درلود او د دغه هېواد له سرپرست لومړي وزیر، بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو سره یې لیدلي وو.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست امیر خان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست امیر خان متقي

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست امیر خان متقي په یوه لیک د پاکستان له نوي ټاکل شوي بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار څخه د دواړو هېوادونو تر منځ د خپلمنځي اړیکو د پیاوړتیا هیله وکړه او ویې ویل، افغانستان چمتو دی له پاکستان سره د شته فرصتونو په برخه کې کې کار وکړي.

په پاکستان کې د تېر سرپرست حکومت پر مهال د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ظاهرا ترینګلې وې.

پاکستان په وار وار په افغانستان کې د طالبانو حکومت له پاکستاني طالبانو سره په مرسته او اړیکو تورنوه، خو د طالبانو حکومت د پاکستان ناامني د دې هېواد کورنۍ مسله بلله.

د دې ترڅنګ پاکستان له دې هېواده د سلګونه بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت غبرګون یې له ځان سره درلود.

خو دا چې په پاکستان کې د شهباز شریف په مشرۍ د نوي حکومت او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ترمنځ به اړیکې ښې او که لا ترینګلې شي، دا لا نه ده معلومه.

XS
SM
MD
LG