د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

له پاکستانه د طالبانو د کورنیو د ایستلو او د غیرقانوني شتمنیو ضبطولو غوښتنه شوې


د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزی
د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزی

د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر له پاکستان څخه د طالبانو د حکومت د غړو د کورنیو د ایستلو او د هغوی د "غیر قانوني" شتمنیو د ضبطولو غوښتنه کړې ده.

د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر وايي چې د طالبانو حکومت باید د هغه په ټکو د ترهګرو د نه کنټرولولو بيه پرې کړي.

جان اڅکزي په‌دې وروستيو کې په خپل ايکس‌پاڼه کې له پاکستان څخه د افغان طالبانو د غړو د کورنیو د ایستلو او د اڅکزي په وینا د هغوی د "ناقانونه" شتمنیو د ضبطولو غوښتنه کړې.

نوموړي همدا شان وړاندیز کړی چې پاکستان دې د طالبانو د رسميت پېژندلو په مخنیوي کې له امریکا سره همکاري وکړي.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د پاکستان د راولپنډۍ ښار پولیسو په‌دې وروستیو کې خبر ورکړ چې په ادیاله زندان چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان په‌کې زنداني دی، د برید پلان یې شنډ کړی.

د پاکستان د تروريزم پر ضد د مبارزې اداره وايي، درې تنه افغانان يې د دغه بريد د پلانولو په تور له زياتو وسلو او مهماتو سره نيولي دي.

جان اڅکزي د دغو کسانو نيول په تروريزم کې د افغانستان د ونډې خطرناکه نښه وبلله او ويې ويل چې، د دواړو هېوادونو په پولو کې د تروريستانو د تګ راتګ په کنټرولولو کې د همکارۍ لپاره د پاکستان غوښتنه له پامه غورځول شوې ده.

تر دې وړاندې هم پاکستاني چارواکو افغانان په پاکستان کې په ترهګریزو پېښو کې په لاس لرلو تورن کړي وو، خو دا لومړی ځل دی، چې یو پاکستانی چارواکی په مستقیم ډول په دغه هېواد کې د یوې ترهګریزې احتمالي طرحې مسوول طالبان بللي او له اسلام‌اباده غواړي چې له افغان طالبانو سره چلند جدي کړي.

هممهاله یو شمېر سیاسي کارپوهان د جان اڅکزي دغه نظر شخصي بولي، خو وايي په ټوله کې د دواړو حکومتونو ترمنځ ستراتېژیکې اړیکې مناسبې دي.

د دوی له ډلې احمد سعیدي ازادي راډیو ته وویل: "اصلاً، هغه څه چې ښاغلي اڅکزي د طالبانو په اړه ويلي، د یوه شخص نظر دی، نه د پاکستان د حکومت. هغه د مرکزي کابینې وزیر هم نه‌دی، د ایالتي کابینې وزیر دی، ښايي يوه ننګونه شي، خو هغه دومره ارزښت نه‌لري چې د پاکستان د حکومت د سياست په څېر هر اړخیز اغېز ولري."

بل سیاسي کارپوه اسحاق اتمر هم دغه څرګندونې شخصي بولي او وايي چې پاکستان اوس په‌داسې وضعيت کې نه‌دی، چې پر طالبانو دا ډول فشارونه راوړي.

سیاسي کارپوه اسحاق اتمر
سیاسي کارپوه اسحاق اتمر

نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا هم وویل چې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ ستراتیژیکې اړیکې په ټکر کې نه‌دي.

هغه وايي: "هغه ستراتېژۍ ته په کتو چې پاکستان يې لري، د هماغه پاليسۍ پر اساس د افغانستان له هر حکومت سره مخته ځي، خو زه باور نه‌لرم چې دوی دې له یو بل سره په ټکر کې وي."

تر دې وړاندې هم اسلام‌اباد پر افغان حکومت د پاکستاني طالبانو په ملاتړ تور پورې کړی او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یې د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ د همکارۍ له نشتوالي شکایت کړی دی.

د طالبانو حکومت د دغه پاکستاني چارواکي څرګندونو ته غبرګون نه‌دی ښودلی، خو په تېر کې يې ورته تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې دوی پاکستان کې د امنيت د ټينګښت مسوول نه‌دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG