د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

شهباز شریف به د افغانستان په اړه د پاکستان سیاستونه بدل کړای شي؟


د پاکستان نوی صدراعظم، شهباز شریف
د پاکستان نوی صدراعظم، شهباز شریف

د پاکستان د نوي صدراعظم په توګه د شهباز شریف له ټاکل کېدو وروسته، هغه د دوشنبې په ورځ لوړه وکړه.

خو له ټاکنې وروسته یې د افغانستان په اړه د پاکستان په سیاست کې د بدلون او نه بدلون په اړه بېلابېل نظریات موجود دي.

د سیاسي مسایلو یو شمېر کارپوهان وايي، د صدراعظم په توګه د شهباز شریف ټاکنه به و نه شي کولای چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان سیاست بدل کړي.

د سیاسي مسایلو کارپوه عنایت‌الله اسحاق‌زی وايي، د پاکستان په بهرني سیاست کې مهمې پرېکړې د دې هېواد پوځ کوي او د ملکي حکومت بدلون په دې پرېکړې کوم اغېز نه‌لري.

"نه، د افغانستان په اړه د پاکستان سیاست بدلون نه‌کوي. د پاکستان سیاستونه د هغوی پوځ ترسیموي. د پاکستان ملکي حکومتونه د بهرني سیاست په جوړولو کې کوم واک نه‌لري. "

سمیع یوسفزی: د شهباز شریف په پخوانۍ ۱۸ میاشتنۍ دوره کې د طالبانو حکومت او هغوی ترمنځ اړیکې چندان ښې نه‌وې، خو اوس به دا روابط تر یوه حده ښه شي.
سمیع یوسفزی: د شهباز شریف په پخوانۍ ۱۸ میاشتنۍ دوره کې د طالبانو حکومت او هغوی ترمنځ اړیکې چندان ښې نه‌وې، خو اوس به دا روابط تر یوه حده ښه شي.

خو د سیاسي چارو بل کارپوه او خبریال سمیع‌الله یوسف‌زی بیا وايي، شاید په امنیتي او سرحدي مسایلو کې د پاکستان د پوځ پرېکړې مهمې وي، خو د نوې کابینې په راتګ سره احتمالا په نورو ټولو برخو کې لکه: دکډوالو، سوداګرۍ، افغانانو ته د ویزې ورکړې او یو شمېر نورو کې بدلون راشي.

هغه ازادي راډیو سره خبرو کې زیاته کړه، د شهباز شریف په پخوانۍ ۱۸ میاشتنۍ دوره کې د طالبانو حکومت او هغوی ترمنځ اړیکې چندان ښې نه‌وې، خو اوس به دا روابط تر یوه حده ښه شي.

"سمه ده چې د افغانستان او هندوستان په اړه پالېسي د پاکستان پوځ جوړوي، خو که د یوه موقت یا هم نظامي حکومت پر ځای یو سیاسي حکومت وي، وضعیت به ښه شي. دوی به د خلکو، سیاست او سوداګرۍ په برخه کې ستونزې ښې درک کړي او هغې پر بنسټ به خپلې پالیسۍ جوړې کړي. "

شهباز شریف چې پرون د اکثریت رایو په ګټلو د پاکستان نوی صدراعظم وټاکل شو، د مسلم لیګ ن له رهبرانو او د نواز شریف ورور دی.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د افغانستان او پاکستان اړیکې تر ډېره ترینګلې دي
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د افغانستان او پاکستان اړیکې تر ډېره ترینګلې دي

یو شمېر نور کارپوهان بیا په دې اند دي چې شهباز شریف بیا له د خپلې حکومتولۍ په چارو کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی. دوی وايي، دا ستونزې له تحریک طالبان پاکستان نیولي او بیا د طالبانو حکومت سره د اړیکو تر جوړېدو رسېږي.

په ښکاره وروستیو نږدې دوو کلونو کې د پاکستان اړیکې د طالبانو له حکومت سره چندان ښې نه برېښي. اسلام‌اباد ادعا کوي چې د ټي‌ټي‌پي وسله‌وال په افغانستان کې امن پټن‌ځایونه لري او ترڅنګ یې، د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان ډله سمه نه‌ده ځپلې، خو د طالبانو حکومت بیا دا ادعاوې رد کړي او تل یې ویلي چې د نورو هېوادونو د امنیتي ناکامۍ مسوولیت د دوی پر غاړه نه‌دی.

واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، د پاکستاني پوځ او طالب ځواکونو ترمنځ څو ځل په تورخم، سپین بولدک، انګور اډه او کونړ کې نښتې هم شوي او د دې ترڅنګ له پاکستان د افغانستان لارې هم تړل شوي چې مسوولیت دواړو لوریو په یوه او بل اچولی دی.

له پاکستانه د ۱،۷ میلیون افغان کډوالو اخراج بله پرېکړه ده چې د اړیکو د ترینګلتیا په پایله کې نیول شوې او د ۲۰۲۳ کال له نومبر راهیسې تر اوسه له پاکستانه د افغان کډوالو جبري اخراج لا هم روان دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG