د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۷

له افغانستان سره "د پولې پر اوږدو"بریدونو ته د پاکستان د نوي احتمالي صدراعظم شهباز شریف اندېښنه


شهباز شریف
شهباز شریف

شهباز شریف چې د یوې موافقې له مخې به د پاکستان نوی صدراعظم شي له افغانستان سره "د پولي پر اوږدو" ترهګرو بریدونو ته اندېښنه ښکاره کړه.

د پاکستان مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوند پرون وروسته له نژدې دوو اونیو خبرو اترو موافقه وکړه چې یو ایتلافي حکومت جوړ کړي.

په دې حکومت کې به شهباز شریف صدراعظم وي او اصف علي زرداري به ولسمشر شي.

د پاکستان د فبروري د اتمې نېټې له عمومي انتخاباتو وروسته د رسمي اعلان شویو نتیجو له مخې، هیڅ ګوند ونه توانېد چې په یوازې سر اکثریت رایي خپلې کړي او حکومت جوړ کړي.

همهغه و چې مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوندونو د یوشمېر نورو وړو ډلو په ملاتړ د ایتلافي حکومت د جوړولو اعلان وکړ.

د پاکستان نوی ایتلافي حکومت د مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوندونو په محوري ایتلاف جوړیدونکی دی
د پاکستان نوی ایتلافي حکومت د مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوندونو په محوري ایتلاف جوړیدونکی دی

که څه هم په دې انتخاباتو کې ډېرې څوکۍ د عمران خان تحریک انصاف ګوند خپلې کړې، خو د پیپلز او مسلم لیګ نواز ګوند ایتلاف د دې سبب شو چې په زندان کې بند عمران خان د واک له صحنې لیرې پسې پاتې شي.

شهباز شریف چې د مسلم لیګ نواز د ډلې د مشر نوازشریف ورور دی، د چهارشنبې په ورځ له اصف علي زرداري سره په ګډه خبرې غونډه کې وویل چې پاکستان له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او په دې هېواد کې ژوند په پور او قرض مخته ځي.

شهباز شریف بیا د امنیت په برخه کې د پاکستان د مخالفو وسله والو بریدونو ته اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل:

" زه پوهېږم چې نن سبا پاکستان له بې ساري ګواښونو سره مخامخ دی. نن سبا د ترورزم بلې څپې، په ځانګړې ډول په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې زموږ د زیاتو خویندو او وروڼو ژوند اخیستی، د پاکستان د امنیتي څانګو او پوځ ځوانان یې شهیدان کړي. دغه نوي اتحاد به د دې ترهګرو پرضد مبارزه کوي، همداراز د قیمتۍ پرضد به مبارزه کوي."

د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې، دوه اویا کلن شهباز شریف له سرطان ناروغۍ رغیدلی دی چې له همدې امله ډېر کله په عامه غونډه کې ماسک تړي، خو پرون ده د ایتلافي حکومت د جوړیدو د غونډې پرمهال ماسک نه و تړلی.

شهباز شریف د عمران خان د حکومت تر ړنګیدو وروسته د موقتې ادارې صدراعظم و.

په نوې ایتلاف کې اته شپیته کلن زرداري ته د ولسمشرۍ واګې سپارل شوې دي.

په نوي ایتلافي حکومت کې به آصف زرداري د ولسمشرۍ تشریفاتي څوکۍ خپله کړي
په نوي ایتلافي حکومت کې به آصف زرداري د ولسمشرۍ تشریفاتي څوکۍ خپله کړي

په پاکستان کې تر ډېره ولسمشر تشریفاتي نقش لري.

د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې، زرداري په پاکستان کې په لس سلنه مشهور دی ځکه چې یو وخت به ده له تړونونو څخه خپله لس فیصده رشوت اخیست.

زرداري چې د خپلې مېرمنې بینظیر بوټو تر مرګ وروسته واکمن شو، محاکمه نه شو خو دی د فساد، د نشه اي موادو د قاچاق او قتل په تور دوه ځله زنداني شوی دی.

وروسته تر دې چې په دوه زره دوه ویشتم میلادي کال کې عمران خان له واکه لرې شو، د شهباز شریف په مشرۍ دوه کاله یو حکومت جوړ شو چې له ډول ډول سیاسي بې ثباتیو سره مخامخ و.

د کتونکو په باور، اوس بیا هغسې یو حکومت جوړ شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG