د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

د چمن پرلت وال؛ که غوښتنې مو ونه منل شي اعتراضونه به پراخ او پارلماني ټاکنې به وننګوو


د چمن یو شمېر پرلت وال
د چمن یو شمېر پرلت وال

په چمن کې د روان پرلت یا تحصن نن ۱۱۵مه ورځ ده، خو داسې ښکاري چې لا هم د ګډونوالو عمده غوښتنو ته پام نه دی شوی.

د چمن د سوداګرو د اتحادیې مشر او د دغه پرلت ویاند محمد صادق اڅکزي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، دوی له خپلو غوښتنو تېر شوي نه دي:

" زموږ خو یوه اجنډا ده چې د قبایلو پر سرحدي سیمه چې ۱۰۰ کیلومتره ده، نه منو، په دې ساحه کې د کندهار لپاره د طالبانو د والي کور هم دی او د بلوچستان د ګورنر کور هم دی. زموږ غوښتنه دا ده چې دلته خلک له پاسپورټ او ویزې پرته تګ راتګ وکړای شي. بل هدف نه لرو، اوس به کانټینران د دولتي دفترونو مخ ته ږدو او بندوو به یې."

دغه پرلت د زرګونو کسانو په ګډون د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له ۱۲مې روان دی او برخوال یې غواړي چې افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې د لرلو شرط لیرې کړای شي.

د پرلت یوه بله څنډه
د پرلت یوه بله څنډه

د پرلت ګډونوالو ازادۍ راډیو ته ویلي، د دغه تحصن له پیل سره د دوی کاروبارونه درېدلي او خلک حتی سوال کولو ته اړ شوي دي.

مخکې پاکستانیانو په پاکستاني شناخت کارډ او افغانانو په افغاني تذکرې پر دې دروازه تګ راتګ کولی شو.

د پاکستان مرکزي او د بلوچستان ایالتي حکومت دا غوښتنه رد کړې چې ګواکې د پاسپورټ او ویزې شرط دې ختم کړل شي.

په چمن کې د پرلت مشرانو د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی که یې غوښتنې ونه منل شي، د راروانو ټاکنو مخه به ونیسي.

په پام کې ده په پاکستان کې د راروانې پنج شنبې په ورځ (د فبروري پر ۸مه) پارلماني ټاکنې وشي.

د تورخ دروازه - ارشیف
د تورخ دروازه - ارشیف

پاکستان د چمن تر څنګ افغانستان ته پر تللو نورو لارو لکه تورخم، غلام خان او انګور اډې هم د پاسپورټ او ویزې د لرلو شرايط عملي‌کړي دي.

د جنوبي وزیرستان په انګور اډې کې هم دېته ورته پرلت روان دی او برخوال یې وايي چې له شاوخوا درېیو میاشتو راهیسې یې پرلت وهلی خو حکومت یې غوښتنې نه دي منلي.

د پرلت یوه مشر جنت میر ثاقب پرون ازادۍ راډیو ته ویلي چې په انګور اډه کې د پاکستاني چارواکو له خوا افغانستان ته په تګ راتګ کې د لګول شویو محدودیتونو له کبله له ستونزو سره مخامخ دي.

تر دې وړاندې په انګور اډه کې خلکو د احتجاج په ډول د فبرورۍ د اتمې له انتخاباتو سره پرېکون یا (بایکاټ) اعلان کړی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG