د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

د پاکستان د نوي صدراعظم په توګه د شهباز شریف ټاکل کېدل


شهباز شریف
شهباز شریف

شهباز شریف د ملي جرګې په ۲۰۱ رایو د پاکستان صدراعظم غوره شو.

د ده په وړاندې د سُني ايتلاف کاندید عمر ایوب چې د تحریک انصاف له ملاتړه برخمن و، ۹۲ رایې ترلاسه کړې.

شهباز شریف د مسلم لیګ نون او پیپلز ګوند ګډ کاندید و.

د نواز مسلم لیګ ګوند مخکې تر مخکې ادعا کړې وه چې د ملي جرګې په ۲۲۶ غړیو کې ۲۰۹ یې د شهباز شریف د کاندیداتورۍ ملاتړ کوي.

عمر ایوب، د پاکستان د پخواني پوځي دولتمشر ایوب خان لمسی او د پاکستان د مرکزي کابینې د پخواني غړي ګوهر ایوب خان زوی دی.

نوموړی یوه موده د پاکستان د خزانې یا مالیې وزیر پاتې شوی دی.

وروسته له دې چې عمران خان د پارلمان له لوري سلب اعتماد شو، شهباز شریف د ۱۶ میاشتو په مخه د پاکستان صدراعظم و.

شهباز شریف د پاکستان د پخواني صدراعظم نوازشریف کشر ورور او شاوخوا ۱۳ کلونه د پنجاب ایالت اعلي وزیر پاتې شوی دی.

شهباز شریف له ۱۹۹۰ وروسته د سیاست په میدان کې مطرح شو.

په دغه کال د پنجاب د ایالتي جرګې غړی غوره شو او د اپوزیسیون مشري یې ترلاسه کړه.

د شهباز شریف په اړه ویل کېږي چې په پنجاب کې یې د اعلي وزارت په ترڅ کې ځینې مهمې پروژې بشپړې کړې چې د ده له شهرت سره یې مرسته وکړه.

د پاکستان د نوي پارلمان غړي
د پاکستان د نوي پارلمان غړي

که څه هم ویل کېږي چې د عمران خان له سلب اعتماد کېدو وروسته د شهباز شریف د صدارت ۱۶ میاشتنۍ دوره د پاکستان د اقتصاد لپاره ښه دوره نه وه، خو ده د صدراعظمۍ په دې لنډه دوره کې وکړای شول چې پاکستان له پوره دایوالیه توبه وژغوري.

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونه ادعا کوي چې د فبرورۍ د اتمې نېټې په عامو انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوي دي.

د امریکا کانګریس یو شمېر غړو په یوه لیک کې د دې هېواد له ولسمشر جو بایډن او بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن څخه غوښتي و چې د پاکستان په انتخاباتو کې د ادعا شویو درغلیو په اړه د پلټنو تر بشپړېدو پورې د پاکستان نوی حکومت په رسمیت ونه پېژني.

په دې لیک کې چې د امریکا ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر ته لیکل شوی و، راغلي:

''تر څو چې په انتخاباتو کې د لاسوهنې بشپړ، شفاف او کره تحقیقات نه وي شوي، باید د پاکستان نوی حکومت و نه منل شي.''

خو د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون په انتخاباتو کې هر راز درغلۍ رد کړي او ویلي یې دي چې انتخابات شفاف وو.

شهباز شریف د صدراعظم په توګه تر انتخاباېدو وروسته په خپلو لومړنیو څرګندونو کې وویل چې له ټولو هغو کسانو مننه کوي چې دی یې انتخاب کړ.

ده چې د وینا په مهال یې د اپوزیسیون غړیو شوماشور جوړ کړی و، د برېښنا او پورونو په شمول د پاکستان د سترو ننګونو یادونه وکړه او ویې ویل چې دا ستونزې به حل کړي.

XS
SM
MD
LG