د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۴

د اتلانتیک شورا کارپوهان: د طالبانو حکومت ته د پاکستان صبر پای ته رسېدلی


له ارشیفه د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد یو تصویر
له ارشیفه د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد یو تصویر

د اتلانتیک شورا کارپوهانو په یوه نوي تحلیل کې په پکتیکا و خوست کې د پاکستان وروستیو حملو ته په اشارې لیکلي، ښکاري چې د طالبانو حکومت د کړنو پر وړاندې د اسلام‌اباد حوصله پای ته رسېدلې.

په دې تحلیل کې چې د دوشنبې په ورځ د دې شورا پر وېب‌پاڼه خپور شوی راغلي، ډېره لېرې ښکاري چې د افغانستان و پاکستان اړیکې ژر او د تل لپاره جوړې شي.

تحلیل کې زیاته شوې، پاکستان به نور له ترهګرو ډلو سره د سولې د ناکامو مذاکراتو سیاست تعقیب نه‌کړي.

د اتلانتیک شورا د کارپوهانو په باور، د یوې بشپړې جګړې لپاره د طالبانو وړتیا او لېوالتیا محدوده ده او پر همدې بنسټ، شاید د بریدونو په غندلو، نمایشي حرکتونو او په پایله کې د تحریک طالبان پاکستان څخه په لا ډېر ملاتړ بسنه وکړي او له همدې امله د نښتو د زیاتېدو امکان کم‌ دی.

خو په تحلیل کې دا هم راغلي چې په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو د زیاتېدو احتمال شته چې دا کار به لامل شي چې پاکستان د انتقام د اخستو په نیت په افغانستان کې نورې بمبارۍ هم وکړي.

د دوشنبې په سهار پاکستاني الوتکو په پکتیکا او خوست کې دوه کورونه په نښه کړل چې په پایله کې یې د طالبانو د حکومت د معلوماتو پر بنسټ، ۵ ښځې او درې ماشومان ووژل شول.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د دې برید په ځواب کې وویل، په ډیورنډ کرښه یې د پاکستان پوځي مرکزونه په نښه کړي.

اسلام‌‌اباد تور لګوي چې د طالبانو حکومت له تحریک طالبان پاکستان ملاتړ کوي او د افغانستان له خاورې په ګټې، په پاکستان کې بریدونه کوي، خو د طالبانو حکومت یې دا تور ردوي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، باید هڅه وشي چې د دواړو هېوادونو اړیکې لا ډېرې ترینګلې نه‌شي.

د سیاسي مسایلو شنونکی، طارق فرهادي
د سیاسي مسایلو شنونکی، طارق فرهادي

د سیاسي مسایلو شنونکي طارق فرهادي ازادي راډیو ته وویل، باید پام وشي چې د تحریک طالبان پاکستان په خاطر د افغانانو ګټې په ځانګړې ډول د سوداګرۍ او د افغان کډوالو په برخه کې له خطر سره مخ نه‌شي.

"په پاکستان باید په ډېر هوښیارۍ فشار راوړل شي، ځکه موږ باید له پاکستان سره د افغانستان ملي مسایل په پام کې ونیسوو او احساساتي نه‌شو. باید د ټي‌ټي‌پي او طالبانو اړیکې او خپلې ملي ګټې سره جلا کړو چې نه‌باید له پاکستان سره په جګړه واوړي. "

د سیاسي مسایلو شنونکی، سمیع یوسفزی
د سیاسي مسایلو شنونکی، سمیع یوسفزی

د سیاسي مسایلو بل شنونکی سمیع یوسف‌زی بیا وايي، دا وضعیت د پاکستان په ګټه هم نه‌دی او په پاکستان کې به د ټي‌ټي‌پي د نورو بریدونو زمینه هم برابره کړي.

"پاکستان باید فکر وکړي چې د بمبارۍ له لارې یې طالبانو سره ستونزې لا ډېرېږي او په مقابل کې یې شاید نور طالبان د پاکستان غوښتنو ته پام و نه کړي او ټي‌ټي‌پي له دې وضعیت په ګټې خپل بریدونه لا زیات منسجم کړي. "

د پاکستان حکومت په ځلونو د طالبانو له حکومت غوښتي چې اغېزمن ګامونه پورته کړي، څو د افغانستان له خاورې تحریک طالبان پاکستان ګټه پورته نه‌کړي.

خو د طالبانو حکومت بیا په ځلونو ویلي، په پاکستان کې نا امني د دې هېواد کورنۍ مسله ده او د افغانستان خاوره د بل هیڅ کوم هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG