د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

افغان سوداګرو د پاکستان پر ځای د ایران ټرانزیټي لارو ته مخه کړې


ارشیف: د افغانستان او ایران ترمنځ سرحدي څنډه
ارشیف: د افغانستان او ایران ترمنځ سرحدي څنډه

افغان سوداګرو د پاکستان پر ځای د ایران ټرانزیټي لارو ته مخه کړې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مشرتابه پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي، سره له دې چې افغان سوداګرو د ایران لارو ته مخه کړې، خو دوی د ایران په ټرانزیټ کې هم یو شمېر ستونزې لري.

د پاکستان د لارو د متبادل هڅه لومړی د افغانستان د جمهوري حکومت په مهال وشوه.

هغه مهال په لومړي وار د چاه بهار بندر په اړه د افغانستان، ایران او هند ترمنځ موافقه لاسلیک شوه او هند حاضر شو چې پر دغه بندر سل میلیون ډالره پانګونه وکړي.

افغان سوداګر وايي، پاکستان هر څه موده وروسته د دوی د مال د ټرانزیټ په لار کې خنډونه جوړوي او بیا بیا خپلې لارې بندوي له همدې کبله یې د ایران لارو ته مخه کړې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مشرتابه پلاوي غړی خانجان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مشرتابه پلاوي غړی خانجان الکوزی

الکوزی د پاکستان د لارو په ځای د ایران له ټرانزیټي لارو څخه د افغان سوداګرو د کار اخیستو دلیل ته په اشارې وویل: "تقریباً ۶ میاشتې پخوا یې په کراچۍ کې پر ټرانزیټ باندې یو لړ قیودات ولګول چې زموږ لپاره طاقت فرسا دي، یو شمېر ایټمونه خو یې بخي بند کړل هغو ته ممنوعه مواد وايي. د پاکستان په لارو اکثره تجارت بند شو، ځینې خوراکي مواد او نور چې بانکي ضمانت ورته برابر شو، لا هم د پاکستان له لارې راځي، خو لا هم پاکستان زموږ مالونو ته مشکلات ایجادوي له همدې کبله د ایران له لارې زموږ تجارت زیات شوی دی."

شاوخوا څلور میاشتې کېږي چې افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې لرلو پر شرط د اعتراض لپاره د چمن او انګور اډې لارې د اعتصابونو له کبله تړلې وې چې دې کار هم له پاکستان سره پر سوداګرۍ او ټرانزیټ اغېز کړی دی.

الکوزی وايي، د ایران د چاه بهار له لارې تجاري مالونه په منظم ډول نه انتقالېږي بناً دوی محبوره دي چې ډېر مال د بندر عباس له لارې وکړي چې د چاه بهار په نسبت ډېر لېرې دی.

ده د ایران د لارو د ستونزو په اړه وویل: "لوی مشکل زموږ دا دی چې د ایران له لارې بندیزونه دي، موږ ټي‌ټي نه شو کولی یعني بانکونو ته پیسې نه شو لېږلی، مالونه چې راوړو اول یې باید جبل علي ته راوړو او له هغه وروسته یې باید بندر عباس یا چاه بهار ته راوړو، سره له دې چې د ایران د لارو مصارف زیات دي خو زموږ تجارت ورسره زیات شوی او ورځ په ورځ زیاتېږي."

افغان سوداګر نواب امیرزي وايي، که د چابهار له بندره د استفادې لپاره پراته خنډونه لیرې شي، دا د افغان سوداګرو لپاره ډېر ګټور بندر دی.

په همدې حال کې ایراني چارواکو ویلي چې په پام کې لري له چاه بهار بندر څخه تر نیمروز پورې ریللار وغځوي چې دا پروژه به هم د افغان سوداګرو لپاره د مالونو په لېږد رالېږد کې چټکتیا راولي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG