د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

پر افغانستان د پاکستان مرګونې بمبارۍ او د طالبانو د حکومت غبرګون « وروستي او ټول جزییات»


له ارشیفه د ډیورنډ کرښې ترمنځ د پرتو سیمو یو تصویر
له ارشیفه د ډیورنډ کرښې ترمنځ د پرتو سیمو یو تصویر

د طالبانو حکومت د پاکستان له‌خوا په پکتیکا او خوست کې د نن سهار د بریدونو په غبرګون کې دا عمل د افغانستان پر حریم تجاوز او غیر سنجیده اقدام بللی دی.

د طالبانو حکومت په دې اړه خپره کړې اعلامیه چې ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد لوستې ویلي:

"پاکستان باید په‌خپله خاوره کې د پېښو د نه کنټرول، ناتواني او ستونزو پړه پر افغانستان وا نه‌چوي، ځکه داسې پېښې خورا بدې پایلې درلودلی شي چې بیا به یې کابو کول د پاکستان په اختیار کې نه‌وي. "

مجاهد: داسې پېښې بدې پایلې لرلی شي، کابو کول به یې بیا د پاکستان په وس نه وي
مجاهد: داسې پېښې بدې پایلې لرلی شي، کابو کول به یې بیا د پاکستان په وس نه وي

د طالبانو حکومت د اعلامیې پر بنسټ، د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په لمن او د خوست د سپېرې ولسوالۍ د افغان دوبۍ په سیمه کې د پاکستان په بریدونو کې ملکي کورونه په نښه شوي چې له امله یې ۵ ښځې او دوه ماشومان وژل شوي دي.

د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، چارواکي وايي، د پاکستان هوايي ځواکونو په افغانستان کې د مشکوکو پاکستاني طالبانو څو پټنځایونه په نښه کړل چې له امله یې لږ تر لږه ۸کسان وژل شوي او افغان طالبانو یې په غبرګون ځوابي ډزې کړي.

د طالبانو د حکومت په اعلامیه کې دا هم راغلي چې: " پاکستانی ولس او نوی ملکي حکومت باید پرې نه‌ږدي چې د پوځ څو تنه جنرالان په دې ډول بې‌باکه کړنو د تېرو ۲۰ کلونو په څېر د نورو جهتونو د گټو لپاره خپلو غلطو سیاستونوته دوام ورکړي او د دوو مسلمانو ګاونډیو هېوادونو اړیکې خرابې کړي. "

د چارو کتونکي هم په دې باور دي چې دا پېښه کېدای شي د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا نوره هم زیاته کړي.

د پاکستان حکومت رسما په افغانستان کې د نن سهار د حملو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو یو شمېر رسنیو چې ظاهرا یې د پاکستان پوځ رهبري کوي د سرچینو له قوله خبر ورکړی چې په دې بریدونو کې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ترهګرو درې مرکزونه په نښه شوي دي.

پاکستاني سرچینو دا ادعا هم کړې چې په دې بریدونو کې د تحریک طالبان پاکستان یو قوماندان عبدالله شاه محسود وژل شوی دی.

خو د طالبانو حکومت بیا دا ادعا رد کړې او زیاتوي، د عبدالله شاه په نامه کس چې پاکستانی اړخ یې په پېښه کې په نښه کېدو ادعا کوي په پاکستان کې دی.

ټي ټي پي:پاکستاني دولت هغه مظلوم وګړي په نښه کړي چې د دوی له ظلمونو افغانستان ته کډه شوي وو.
ټي ټي پي:پاکستاني دولت هغه مظلوم وګړي په نښه کړي چې د دوی له ظلمونو افغانستان ته کډه شوي وو.

د تحریک طالبان پاکستان یاد شوي قوماندان عبدالله شاه محسود هم په یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویلي، وزيرستان کې دی او هېڅ ډول بريد پرې نه‌دی شوی.

هغه زیاته کړې:

"دا کومه پروپاګنډ چې خپرېږي، دا بې‌بنیاده دي. نن د روژې اوومه ورځ ده او د مارچ اته‌لسم تاریخ دی. موږ له اوله په جنوبي وزیرستان کې فعالیت کوو، موږ هېچېرې نه یوو تللي او له سره همدې ځایه کې اوسېږو. "

بل‌خوا د تحریک طالبان پاکستان له‌خوا خپره شوې اعلامیه کې پر خوست او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه غندل شوي او زیاتوي، پاکستاني دولت هغه مظلوم وګړي په نښه کړي چې د دغه حکومت له ظلمونو افغانستان ته کډه شوي وو.

هاخوا د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې د پاکستاني الوتکو د بریدونو په ځواب کې یې "ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان پوځي مرکزونه د درنو وسلو په وسیله په نښه کړل."

خو په اعلامیه کې دا نه‌دي لیکل شوي چې د ډیورنډ کرښې په کومه سیمه کې دا بریدونه د دوی له‌خوا شوي دي.

ازادي راډیو ته د پکتیا له دنډ پټان ولسوالۍ یو شمېر سرچینو ویلي، په سیمه کې د طالب ځواکونو او پاکستاني عسکرو ترمنځ جګړه شوې چې په کې له درنو وسلو هم کار اخستل شوی دی.

ازادي راډیو ته د پکتیا له دنډ پټان ولسوالۍ یو شمېر سرچینو ویلي، په سیمه کې د طالب ځواکونو او پاکستاني عسکرو ترمنځ جګړه شوې چې په کې له درنو وسلو هم کار اخستل شوی دی.
ازادي راډیو ته د پکتیا له دنډ پټان ولسوالۍ یو شمېر سرچینو ویلي، په سیمه کې د طالب ځواکونو او پاکستاني عسکرو ترمنځ جګړه شوې چې په کې له درنو وسلو هم کار اخستل شوی دی.

تر اوسه په دې نښته کې دواړو لوریو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه رسمي ارقام نه‌دي خپاره شوي.

پاکستان بیا د طالبانو حکومت د بریدونو د ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.

د افغانستان په خاوره داسې مهال دا بریدونه کېږي چې د جمعې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په خپله ایکس‌‌پاڼه ولیکل، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره یې ټیلفوني خبرو کې له ترهګرۍ سره په مشترکې مبارزې ټینګار کړی دی.

دا واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، درېیم ځل دی چې پاکستان په افغانستان کې دننه هوايي بریدونه کوي. پاکستاني الوتکو له دې وړاندې په پکتیا او کونړ حملې کړې وې چې په پایله کې یې ملکي وګړي وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG